د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخې، په افغانستان کی ائتلافی ځواکونو د جولای په شپږويشتمه نېټه په يوه مطبوعاتی ابلاغيه کی وويل چې د جولای په پنځه ويشتمه نېټه يی د هلمند په ولايت کی اوه تنه طالبان ووژل.
په دغه ابلاغيه کی ويل شوی چې ائتلافی ځواکونو د جولای په پنځه ويشتمه نېټه د نوموړی ولايت په ګرمسير کی د طالبانو له بريد سره مخامخ شول او د جګړې په ترڅ کی يی اوه تنه طالبان ووژل او ائتلافی ځواکونو ته هېڅ تلفات نه دی ور پېښ شوی.
په افغانستان کی د استراليا د پوځونو وياند د جولای په شپږويشتمه نېټه د دې خبر پخلی وکړ چې په روانې مياشت کی د استراليا شپږ سرتيری د افغانستان په جنوب کی له بريد سره مخامخ او ټپيان شوی دی.