<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-07-27 18:39:44    
د چين په جنوب کې ښکلی علاقه داری جو جوانګ

cri

د جو جوانګ په نامه علاقه داری په چين کې داسی ښکلی ځای دی چې زيات کوچنی کوچنی سيندونه او جهيلونه په کې ليدل کيږي او د چين د لومړی لوی ښار شانګهای او سو جو ښارونو تر منځ پرته ده . جو جوانګ د نهو سوو کلونو اوږد تاريخ او دوديز کلتور لری ، دغه راز له پلونو ، سيندونو او کورونو څخه د دغه ځای ښکلی ځانګړی منظرې جوړې شوې دي . د سيندونو او جهيلونو له خوا جوړه شوی ښکلی منظره ، په تاريخ کې د نامتو کسانو په اړه کيسې ، لرغونی ودانۍ او ولسی دود او دستور زيات شمېر سيلانيان راجلبوي . چين ته د سفر په دې کړۍ کې به تاسو ته د جو جوانګ علاقه داری په هکله څه معلومات درکړو . (موسيقې )

خبريال جون جوانګ ته له رسيدلو وروسته له ښار سره يوه ډيره توپير لرونکی منظره ليدلی ده . د جو جوانګ د سيلانۍ چارو اداری وياندې جانګ لومړی د جو جوانګ علاقه داری د نوم د سرچينی په هکله خبريال ته معلومات ورکړی . هغې وويل ___اواز____

ډيره اوږده موده مخکې جو جوانګ له ښارونو څخه ډير ليری او ګوښه کلی و چې جن فونګ لی نوميده ، خو ولی وروسته دغه ځای د جو جوانګ په نامه ياد شوی ؟ د شمالی سونګ د امپراطوری دورې يا په يو زره شپږ اتيايم کال کې د دغه کلی مشر چې کورنی نوم جو و ، دغه ځای ته ستر خدمتونه تر سره کړي وو ، نو دغه کلی د ځای خلکو له خوا د جو جوانګ په نامه ونومول شو چې معنا يې د جو کلی دی .

د نهو سوو کلونو د أبادۍ نه وروسته دغه کوچنی کلی په يوې علاقه دارۍ بدل شو . د

جو جوانګ علاقه داری ته نژدی څلور جهيلونه پراته دي او څلور سيندونه له دې علاقه دارۍ څخه تيريږی او په اتو واټونو ويشل شوی دی ، پر سيندونو باندی څوارلس پلونه د ګنبدۍ په شکل ولاړ دی . نامتو خطاط ښاغلی وو ګوانګ جونګ وويل د هوانګ شان په نامه غر د چين د غرونو ښکلا څرګندوي او د جو جوانګ علاقه داری د جنوبی چين د ښايست نښه ده . نو د جو جوانګ علاقه داری د ښکليو منظرو له امله د سيلانۍ نامتو ځای او د زياتو فلمونو د اخيستلو موخه ګرزيدلې ده .

په جو جوانګ کې پر سيندونو او جهيلونو باندی د چين د يوان ، مينګ او چينګ له امپراطوری سلسلو څخه را پاتی شوی ، لس ګونه ډبرين پلونه ساتل شوی چې له دغو څخه د شوانګ چياو او فو ان چياو په نامه دوه پلونه ډير نامتو دي . وياندې جانګ وويل په جو جوانګ کې شوانګ چياو پل ډير مشهور دی ، دغه پل په خپله د افقي او عمودی دوو پلونو څخه جوړ شوی دی او دواړه د مينګ د امپراطوری په سلسلې کې جوړ شوی چې تر اوسه پوری د څه دپاسه څلور سوه کلن تاريخ لری . د فوان چياو په نامه پل شپږ سوه کلن تاريخ لری چې په جو جوانګ کې لومړنی لرغونی پل دی ، دغه پل د سمسورتيا او امنيت معنا لری ، د پله په څلورو کونجونو کې برجونه ولاړ دی چې دا ډول پل په ټول هېواد کې ډير کم ليدل کيږي .

په جو جوانګ کې د سيلانۍ په ترڅ کې د لرګينی کښتۍ له لاری د ولسی سندری له اوريدلو سره د سيندونو د دواړو غاړو د ښکليو منظرو سيل کول ډير خوندور دی . (أواز )(اوس تاسو د کښتۍ د چلوونکې نجلۍ له خوا ويل شوی ولسی سندره

اوريدلي ، زه د کښتۍ له لاری د دواړو غاړو له منظرو څخه خوند اخلم او ډير أرام

احساسات لرم .

د تيان جين له ښار څخه راغلي سيلاني ښاغلي يانګ وويل د جو جوانګ علاقه داری په هکله د چين د فقيد مشهور انځورګر ښاغلی چن يی فی له خوا د کښل شوی نقاشی له ليدلو وروسته ما ډيره هيله درلوده چې د دغه ځای سيل وکړم . اوس زه جو جوانګ ته راغلی يم او احساس مې کړی چې دلته ډيرې اوبه او پلونه شته او تر ټولو د خوښۍ وړ کار دا دی چې د کښتۍ له لاری ښکلې منظرې له نژدی څخه ګورم .

په وروستيو کلونو کې د جو جوانګ علاقه داری نړۍ ته د چين د کلتور د ښودلو ځای ګرزيدلی او زيات شمېر بهرني سيلانيان راجلبوی . د فرانسی يوې سيلانې چی اليزابيز نوميږی ، په خوښی سره وويل دغه ځای ډير ښکلی دی او په کې زياتې ځانګړې ودانۍ شته چې له سيلانۍ سره ډير مناسب دی . دغه ځای ته سفر کول ډير خوندور دی .