د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخې، په افغانستان کی ايتلافی ځواکونو د جولای په اوه ويشتمه نېټه اعلان وکړ چې يوه چورلکه د روانې مياشتې په شپږويشتمه نېټه د دغه هېواد په ختيځ په يوه غرنی سيمه کی راغورځيدلی چې له امله يی شپاړس تنه ټوله سورلۍ مړه شوی چې پکی څو تنه امريکايان او د هالند دوه سرتيری هم شامل وو.
د ايتلافی ځواکونو وياند ډګروال توماس کولنس په همدې ورځ وويل د روسيی لخوا جوړه شوی دغه مينګ اته لمبر ملکی چورلکه له خوست ښار څخه په شمال ختيځ پنځه دېرش يا څلويښت کيلو مترۍ کی راغورځېدلی او تر اوسه پوری يی اصلی لامل معلوم نه دی.