<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-07-28 16:50:33    
چينايي ممتاز لوبغاړی ليو سيانګ

cri

د اولمپيک د ٢٨ دورې په سپورتي لوبو کې چې د ٢٠٠٤ کال په اګيست د يونان په پايتخت اتن کې جوړې شوې د چين لوبغاړو ٣٢ دانې طلايي مډالونه تر لاسه کړل ، د دغو ممتازو لوبغاړو څخه يو لوبغاړی ليو سيانګ دی ٠

لوبغاړی ليو سيانګ د موانعو څخه د تيريدو د ١١٠ مترو په فاصله د نارينه و د ځغاستې په سيالۍ کې د ١٢ ثانيو٩١ په موفقيت سره طلايي مډال ترلاسه کړ او نړيوال ريکارډ يې هم مساوي کړی دی ٠

د ليو سيانګ لخوا ترلاسه شوی طلايي مډال نه يوازې يو مډال دی بلکې له دې مډال څخه دا څرګنده شوې ده چې د چين لوبغاړي ليو سيانګ د چينايانو ، اسيايانو او ټولو ژير پوستانو دپاره فخر ګټلی دی ٠ ځکه چې ددې نه مخکې په دې لوبه کې هميشه د اروپايانو او امريکايانو لخوا د قهرمانۍ لقب ساتل شوی و٠ اوس چينايي لوبغاړي ليو سيانګ په دې لوبه کې د قهرمانۍ لقب ترلاسه کړی دی ٠ دا د نړيوال اتلتيک په نسبت د چينايانو او اسيايانو يو چلنج ګڼل کيږي ٠

لوبغاړي ليو سيانګ د چين په لوي ښار شانګهاي کې زيږيدلی دی او روان کال د ٢٠ کالو عمر لري ٠هغه د کوچنيتوب په موده کې د اتلتيک په روزنه کې برخه واخيستله ٠ خو د روزنې په لومړيو وختونو کې يې د لوړ توپ د وهلو په روزنه کې ګډون وکړ او تل د لوړتوپ د وهلو په سياليو کې لومړي لمبر ترلاسه کړ٠ په ١٩٩٦کال کې چې ليو سيانګ ١٢ کلن و هغه د شانګهاي په ښار کې د ١٠٠ مترو د لنډې فاصلې د ځغاستې په لوبه کې خپل ښه سپورتي خاصيت ښکاره کړ، نو د لنډې فاصلې د ځغاستې روزونکي سون خاي پينګ پريکړه وکړه چې ليو سيانګ بايد په دې

سپورتي پروګرام کې هلې ځلې وکړي ٠ليو سيانګ په دې سپوتي پروګرام کې خپل غوره والی څرګند کړ، نو له دې امله ليو سيانګ د لنډې فاصلې د موانعو څخه د تيريدو د ځغاستې په روزنه پيل وکړ٠

ټولو ته معلومه ده چې هرورزشکار چې غواړي په سپورتي لوبه کې ښه موفقيتونه ترلاسه کړي نو هغه بايد د روزنې په بهير کې بې شماره تمرينات ترسره کړي او ډير زيارونه او زحمتونه وګالي ٠ليو سيانګ يو زړهړر زلمی دی ، که څه هم هغه په روزنه او تمريناتو کې سخت زخمي شوی و خو هغه په ټينګې ارادې سره ډير زيات مشکلات او ستونزې له منځه يووړلې او ورځ په ورځ په يو نامتو لوبغاړی بدل شوی دی ٠

په ٢٠٠١ کال کې ليو سيانګ د محصلينو په نړيوال سپورتي چامپينشيب کې د ١١٠ متروپه فاصله د موانعو څخه د تيريدو د نارينه و د ځغاستې په سيالۍ کې د ١٣ ثانيو٣٣ په ښه موفقيت لومړی لمبر ترلاسه کړ٠ ورپسي يې په ٢٠٠٢ کال کې د اتلتيک د بينالمللي اتحاديې د لويې جايزې د ګټلو په لوبو کې د ١٣ ثانيو ١٢ په موفقيت د ١١٠ مترو په فاصله د موانعو څخه د تيريدو د ځوانانو د ځغاستې په سيالۍ کې نړيوال ريکارډ مات کړچې په تيرو ٢٤ کالو کې هيچا دا ريکارډ نه و مات کړی ٠

د ٢٠٠١ کال د نوامبر په مياٍت کې د چين ملي سپورتي لوبې د ګوانګجو په ښار کې پيل شوې ٠ ليو سيانګ ددې لوبې د ١١٠ مترو په فاصله د موانعو نه د تيريدو د نارينه و د ځغاستې په سيالۍ کې برخه واخيستله او طلايي مډال يې ترلاسه کړ٠

د لوبغاړي ليو سيانګ د ودې له جريان څخه معلوميږي چې ليو سيانګ د ډيرو زيارونو او زحمتونو د کښلو او د زياتو ستونزو د ليرې کولو نه وروسته اوسني لوي

برياليتوب ﻻسته راوړی دی ٠هغه پخوا د چين او اسيا په سپورتي لوبو کې لومړي

لمبر ترلاسه کړی و او د اولمپيک په سپورتي لوبو کې يې هم طلايي مډال وګاټه ،

مګر هغه له دې امله مغرور شوی نه دی ، هغه وويل د اولمپيک د ٢٨ دورې په سپورتي لوبو کې د طلايي مډال ترلاسه کول يوازي يو پيل دی ٠ دده مرام دا دی چې

په ٢٠٠٨ کال کې د اولمپيک د ٢٩ دورې په سپورتي لوبو کې چې د چين په پايتخت بيجنګ کې جوړې شي نور هم ښه موفقيت ترلاسه کړي -