<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-07-28 17:26:35    
د اولمپيک لوبو په اړه يوې نړيوالې غونډې د بېجينګ د ٢٠٠٨ کال د اولمپيک لوبو د کلتور او د ښار د پرمختګ په اړه وړانديزونه وکړل

cri

ګرانو اورېدونکو،د کلتوری نوښتونو چاری اوس په نړۍ کی تر ټولو له تودو چارو څخه دی او دا يوه لويه موضوع ده چې د کلتوری نوښتونو چاری به څنګه له اولمپيک لوبو سره اړيکی ټينګی کړی.

د اولمپيک لوبو د کلتوری نوښتونو او د ښاری پرمختګ په اړه نړيواله غونډه چې د بېجينګ د ٢٠٠٨ کال د اولمپيک لوبو د څلورم کلتوری فيستيوال يوه مهمه برخه وه، څو ورځی دمخه پای ته ورسيده. د بريتانيی، امريکا، هالند،کانادا او چين په شل ګونو پوهانو په دغه غونډه کی ګډون کړی او له څو لحاظو يی د بېجينګ د ٢٠٠٨ کال د اولمپيک لوبو د کلتوری ابتکارونو چارو د پرمختګ په اړه ګټور وړانديزونه وکړل.

د بريتانيی مشهور اقتصاد پوه جان هوکينس چې د ابتکاری اقتصاد پلار بلل کيږی او د ډېرو هېوادونو حکومتونو او کلتوری ارګانونو ته يی وړانديزونه برابر کړی دی، هم په دغه غونډه کی ګډون وکړ. د ده په نظر د سپورت او هنر د برياليتوبونو د تر لاسه کولو عوامل يو شان دی. هغه وويل -----------( اواز١ )

زما په نظر د اولمپيک لوبو جوړونه يو ډېر ښه فرصت دی چې د نړيوالو پاملرنه به چين ته واړوی او زيات شمېر کسان به چين ته راشی. په دی مهال کی به چين نړۍ ته خپله غوره بڼه څرګنده کړي. که د اولمپيک لوبو په ترڅ کی د بېجينګ ښاريان د هنر او کلتور په ساحو کی په ازادانه توګه خپلی نظريی

څرګندی کړي، نو دا به د بېجينګ ښار بڼی د غوره والی لپاره ډېر ګټوره وی.

اوس په چين کی د خبری رسنيو او وګړو په نظر چين بايد د اولمپيک لوبو د جوړولو ښه فرصت په درلودلو سره د اقتصاد او کلتور پرمختګ پر مخ يوسی. په تيره بيا بېجينګ د اولمپيک د کوربه ښار په توګه بايد په دې ترڅ کی د ښار ډول ډول چاری لا نوری پياوړی کړي. خو د هانکانګ د کلتوری تګلارو د څېړنی مرکز مشر ښاغلی شو جو چوان دا نظر لری چې بايد د اولمپيک لوبو د جوړولو نيمه مياشت د ښار د دايمی پرمختګ په پلان کی شامل شی او بايد په رغنده او عينی توګه دغو نړيوالو لوبو ته وګوری. هغه وويل ------------( اواز٢ )

که څه هم د اولمپيک لوبو جوړونه يو ښه فرصت دی او له دې څخه ډېرې ګټې اخيستلی شی. خو که دغه لوبی په بېجينګ کی جوړی نه شی، بېجينګ به لا هم ښه پرمختګ وکړي. د ښار پرمختګ يوه موخه ده او د اولمپيک لوبی يوازی يو لنډمهالی پروګرام دی، نو مونږ بايد په دې غور وکړو چې په کومه لاره د ښاری ابادۍ او د نورو چارو د پرمختګ له لحاظه له اولمپيک لوبو سره اړيکی ټينګی کړو.

د چين د خلکو پوهنتون استاذ جين يوان پو چې له اولمپيک لوبو وروسته د ښار پرمختګ او د کلتوری نوښتونو چارو ته د اولمپيک لوبو د دايمی اغېزو له لاری ډېره پاملرنه کوی، خبريال ته وويل د اولمپيک لوبو په تاريخ کی يو شمېر کوربه ښارونه له لوبو وروسته له ډېرو اقتصادی او ټولنيزو مسئلو سره مخامخ وو، نو بېجينګ بايد د دوی له درسونو څخه ګټه واخلی. بېجينګ شپاړس مليونو نفوس لری او اقتصاد يی د چټک پرمختګ په حال کی دی، نو د کلتوری نوښتونو له چارو سره د اولمپيک لوبو نژدی تړاو به ښه راتلونکی ولری.

بيلا بيلو وړانديزونو د بېجينګ د اولمپيک لوبو د جوړولو کميټی او د ښار پرمختګ د تګلارو جوړونکو ته نوی نظر برابر کړ. د بېجينګ د اولمپيک لوبو د تشکيلاتی کميټی اجرايوی مشر جيانګ شياو يو نظر لری چې له ٢٠٠٣ کال راهيسی هر کال د اولمپيک لوبو کلتوری فيسيوال نه يوازی وګړو ته د اولمپيک لوبو معلومات ورکړی، بلکی د ٢٠٠٨ کال د اولمپيک لوبو د ښه جوړولو لپاره يی هم ذهنی ملاتړ برابر کړيدی. هغه د روان کلتوری فيسيوال د پرانيستني په مراسمو کی وويل--------------------- ( اواز٣ )

د کلتوری فيستيوال د فعاليتونو پيمانه د پر له پسی پراخوالی په حال کی دی او محتويات يی هم رنګارنګ دی.د اولمپيک لوبو په اړه کلتوری فعاليتونه نه يوازی د اولمپيک لوبو فضا د جوړولو او دغو لوبو ته د ټولنې د پاملرنو د جلبولو مهمه لاره ده، بلکی د چين تمدن، کلتور او هنر د ښودلو لپاره ارزښتناکه وسيله هم ده.