<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-07-28 17:14:19    
((قران کريم )) په چين کی

cri

ګرانو اوريدونکيو ، د پاکستان اوريدونکی احمد الدين ( فريادی ) په راليږل شوی ليک کی دا پوښتنه کوی : قران کريم چی د الله ج کتاب دی ، په چينی ژبه ترجمه شوی او که نه ؟ که دغه معلومات راکړی ، نو ستاسی نه به ډيره منندوی وم .

فريادی وروره او نورو مسلمانه دوستانو ، د پروګرام په دی کړۍ کی به تاسو ته په دی اړه څه معلومات وړاندی کړو .

په چين کی د يوې ښايسته مودې لپاره د پاک قران کريم کتاب مطالب د لاسليکنو او د خولو له لاری خپريدل . د چين مسلمانانو د قران کريم أيتونه په پاکه توګه ليکل او د يوې مهربانې مذهبی کړنې په توګه يی وګڼل او بډايانو هم د پيسو په ورکولوسره د قران مجيد د أيتونو په پاکه توګه له ليکلو سره مرسته کوله او د خپل خدمت د يوې برخې په توګه يی وبلل . د قران مجيد د أيتونو لاس ليکنې چی د چينی مسلمانانو لخوا ترسره شوې ، په اسلامی نړۍ کی شهرت تر لاسه کړ . نن ورځ هغه لاس ليکنه د چين د پلازمينې بيجينګ د دونګ سه په جومات کی ساتل شوی چی تر اوسه پوری ډير پخوانی او لرغونی قران کريم کتاب ګڼل کيږی . د اسلامی جنتری له مخی دغه لاس ليکنه د ٧١٨ لمريز کال د جون په مياشت کی د محمود بن احمد بن عبدلرحمان لخوا ترسره شوی وه .

د قران کريم أيتونه چی د چينی مسلمانانو په قلم ، په تيره بيا په هغه چينی ځانګړی وسيله چی شکل يی له برس سره ورته والی لری ، په پاکه توګه ليکل شوی چی د چين د خطاطی ځانګړی سبک لری . اوس د بيجينګ د نيوجې په مشهور جومات کی د قران مجيد أيتونو لاس ليکنه ساتل کيږی چی څه دپاسه دری سوه کاله وړاندی د چين د يو امام لخوا په عربی او فارسی ژبو په پاکه توګه ليکل شوی ، او د چينی او بهرنيو کارپوهانو په نظر د دغه لاس ليکنې ستر ارزښت له اټکل نه پورته دی .

د ١٩ پيړۍ په نيمايی کی چين د قران کريم د أيتونو په چاپولو پيل کړی چی يو کتاب يی اوس د چين په جنوب لويديځ کی د کونمينګ ښار د جنوبی برخی په جومات کی ښه ساتل کيږی . د دغه کتاب پوره متن چی دلرګيو پر١٩٤٦ تختو باندی حکاکی شوی او ٣٠ ټوکه لری ، د ښاغلی تيان جيا پۍ لخوا په پاکه توګه وليکل شو .

په چين کی د قران مجيد أيتونو ژباړی يو اوږد پرمختيايی بهير لری چی په لومړی سر کی يوازی په برخه ايزه او وروسته په پوره او بشپړه توګه يی ترجمه شوی . د ١٩ پيړۍ تر دوهمی نيمايی پوری د چين مسلمانانو د خپلو اړتياوو سره سم له قران مجيدڅخه ځينی غوره او په زړه پوری أيتونه ترجمه کړی اوله چاپه وتلی وو . د چينګ د واکمنی کورنۍ په وخت کی د خوی قوم کارپوه ما فو څيو لومړی کس و چی په پوره او بشپړه توګه يی د قران کريم د سپيڅلی کتاب په ژباړلو کولو پيل وکړ .

د چين د قران کريم لومړی کتاب چی ښاغلی لی تې جنګ د جاپانی او انګليسی ژبو پر بنسټ په چينی ژبه ترجمه کړی ، په ١٩٢٧عيسوی کال کی په بيجينګ کی چی پخوانی نوم يی بيپينګ و ، له چاپه ووت . وروسته تر هغه په ١٩٣١ کال کی په شانګهای کی د لی يو خوان ، شيون ځه مينګ او فان کانګ بو په شمول د خوی قوم له امامانو سره د همکاری او مرستې له لاری ښاغلی جي زيوی مي هم د قران کريم يو بل چينی کتاب ترجمه کړی و . خو د چين مسلمانانو دغه دوه کتابونه ونه

منل . د چين د مسلمانانو لخوا پيژندل او منل شوی لومړنی چينی سپيڅلی کتاب د ښاغلی وانګ جينګ زای لخوا ترجمه شوی او په وار سره په ١٩٣٢، ١٩٤٣ او ١٩٤٦ کال کی ويشل او له چاپه وتلی وو چی په دی جمله کی په ١٩٤٦ کال کی چاپ شوی قران کريم د ډير هرکلی وړ ګرځيدلی .

د ادبی اثارو د ترجمه کولو د هغی غوښتنی سره سم چی له اصلی مطالبو سره

سمون لری ، ژبه او ليک دود يی ساده او ښکلی او په أسانه توګه لوستل کيږی ، د ښاغلی ما جيان لخوا په چينی ژبه ترجمه شوی قران کريم له ټولو پخوانيو همدغو کتابونو څخه غوره او په زړه پوری ښکاری . په ١٩٥٠ کال کی د چين د بيجينګ پوهنتون او سوداګريز ې مطبعی لخوا د دغه کتاب لومړنی برخه له چاپه ووتله او پوره متن يی په ١٩٨١ کال د چين دټولنيزو علومو د اکاډمی لخوا چاپ او لوستونکيو ته وړاندی شوی . دغه راز د چين د تايوان په ولايت کی د قران کريم هغه کتاب هم چاپ شوی چې ښاغلی شه ځه جو په ملی ژبه ترجمه او شرح کړ . د ښاغليو شونګ لين ، جو جونګ يی او تونګ داو جانګ لخوا ترجمه شوی نوی اړوند کتابونه هم لوستونکيو ته وړاندی شوی دي .

سربيره پر دی د چين د شينجيانګ د ويغوری قوم په خپلواکه سيمه کی د قران کريم سپيڅلی کتاب هم په ويغوری ژبه ترجمه شوی او له چاپه وتلی چی د دغه کتاب د پوره متن ژباړون مشهور کارپوه محمد سيلای دی . هغه د ٦ کلونو له هلوځلو وروسته بالاخره په ١٩٨٦ کال کی په ويغوری ژبه د دغه کتاب د ژباړلو دنده ترسره کړی او د چين د ملی مطبعی لخوا چاپ اوويشل شوی دی .