د چين له يومليارډه دری سوو مليونه نفوس څخه څه د پاسه اته سوه مليونه کسان په کليوالو سيمو کې اوسيږي .نو د کرنی پرمختګ او د بزګرانو د ژوند د سويې لوړول د تل لپاره د حکومتی کارونو مهم ټکی دی .په وروستيو کلونو کې په چين کې د انټرنټې معلوماتو رواجيدلو د کليوالو سيمو پر پرمختګ باندی اغيزه کړی ده .خبريال په وروستيو ورځو کې د بيجينګ په شاوخواوو سيمو کې دغه معلومات تر لاسه کړی چې زياتې تصدۍ کليوالو سميو ته د نويو تکنالوژيو او توليداتو د رسولو لپاره کوشش کوي چې دغو سيمو ته به لازيات پرمختګ ورکړي .
د تير کال په پای کې د بيجينګ حکومت د ای نونګ په نامه د هغو معلوماتی مرکزونو د جوړولو پلان پيل کړی چې موخه يې د بيجينګ په شاوخواوو سيمو کې بزګرانو ته د لازياتو معلوماتو برابرول دی .
له دغه پلان سره سم به د بيجينګ په شاو خواوو ښارګوټيو کې د معلوماتو برابرولو لپاره نژدی دری سوه خدمتی مرکزونه جوړ شی چې د بيجينګ د کليوالو سيمو خلکو ته به لازياتې اسانتياوی برابر کړي او کړی يی دي .د بيجينګ ښار د پينګ ګو سيمې د شانګ ځن کليوالې ليو ګوی اينګ خبريال ته وويل کليوال کولی شی چې په معلوماتي مرکزونو کې د انټرنټ په کارولو سره د تيلفونی او بريښنايی لګښتونو په شمول د ژوند زيات لګښتونه تحويل کړي . دغه راز په ټاکلی وخت کې په دغو مرکزونو کې بيلا بيلی فنی روزنې تر سره کيږي او د بزګرانو د زده کړو لپاره په کمپيوترونو کې اړوند پروګرامونه درول شوي دي چې دی کار د سيمه ايز پرمختګ لپاره
لازيات مهم رول لوبولی دی .
د بيجينګ د هنګ شين تونګ په نامه د مخابراتی خدمت محدود شرکت د دغو مرکزونو عمده جوړونکی تصدی ده او تر اوسه پوری يی د بيجينګ په شاوخوا کليو کې ٣٦ مرکزونه جوړ کړي چې بزګران په وړيا توګه د کارکوونکو په مرستې د خپلې اړتياوړ معلومات پيدا کولی شی .د دغه شرکت د عمومی مدير مرستيال هو بين خبريال ته وويل چې دغو معلوماتی مرکزونو بزګرانو ته د کرهڼيزو توليداتو د پلورلو په بهير کې لازياتې استانتياوی برابر کړي چې تر يوې اندازې پوری يې د بزګرانو د عايداتو د زياتوالی لپاره مهم رول لوبولی دی .
بزګرانو ته د توليداتو د تفاضااو عرضې په هکله د اړتياوړ معلوماتو پر برابرولو سره بيره دغه شرکت د بيجينګ له شاو خواوو کليو سره په سيلانی چارو کې هم همکارۍ کړې او د انټرنټ او ګرځنده تيلفون په کارولو سره يې د لازياتو سيلانيانو د راجلبولو لپاره د بيجينګ ښاريانو ته د کليوالو سيلانې معلومات خپاره کړي چې له امله سيمه ايزو بزګرانو لازيات عايدات تر لاسه کړي دي .
د معلوماتو له مخې د معلوماتی تکنالوژۍ په مرستی سره د بيجينګ شاوخواوو سميو ته د سيلانی چارو چټک پرمختګ کړی دی . د بيجينګ د پينګ ګو سيمې دوو سيلانی ځايونو په انټرنټ کې د اعلانونو په خپرولو سره د کارګرو په نړيواله ورځ کې ٩ زره سيلانيان راجلب کړي دي چې له امله يې تر لاسه شوی ګټې له دوو لکو څلويښت زرو يوانو څخه اوښتی دی .
د چين په کليوالو سيمو کې د معلوماتی مرکزونو د جوړولو په بهير کې بزګرانوته د فنی روزنې برابرول يو مهم کار دی او موخه يی دا ده چې بزګران د تکنالوژيو په اړه معلومات ولري او
د کرنې په چارو کې له نويو تکنالوژيو څخه ګټې واخلي .د چين د کرنيزو معلوماتو د څيړنې مرکز کارپوه يانګ باو جو وويل لا اوس هم په کليوالو سيمو کې د بزګرانو د پوهنی سويه ټيټه ده نو بايد د معلوماتو دی سولو بهير له بيلا بيلو لاروچارو تر سره شی .