د سين هوا اژانس د خبر له مخی ، د چين د صدراعظم مرستيال او دمصيبت پر ضد د چارو د دولتی کميټې مشر خوی ليانګ يو په دی وروستيو ورځو کی له بيلا بيلو سيمو څخه وغوښتل چی د سيلابو پر ضد په کارونو کی بايد د وګړو ژوند ساتنې ته لومړی پام ورکړي اوپه علمی او ښه توګه دغه کار ترسره کړي .
د روانی مياشتې د جولای تر ٢٨ می نيټې پوری د کايمی په نامه د سخت طوفان له امله د چين د أن خوی ، فوجيان ، جيانګ سی ، هو نان او ګوانګ دونګ په ٥ ولايتونو کی شاوخوا اته مليونو تنو خلکو مصيبتونه وګالل چی ددوی ترمنځ ٢٨ تنه مړه ، ٣٦ تنه ورک او نژدی يو مليون په بيړنی توګه نورو امنيتی ځايونو ته ليږدول شول .
ښاغلی خوی ليانګ يو د يوی اړوندې غونډې د رياست کولو په ترڅ کی په دی ټينګار وکړ چی اوس چين لا هم د سيلابونو او زياتو اورښتو په فوق العاده موده کی واقع دی او د سيلابو پر ضد دنده يی ډيره ګرانه ده .