<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-07-30 17:28:55    
د چين د اعلانونو بازار د نړيوالو د پاملرنی وړ ګرځيدلی دی

cri

د سين هوا اژانس د خبر له مخی ، د چين ستره برخه د نړۍ د اعلانونو د چارو د چټک پرمختګ يو لوی بازار ګرځيدلی دی چی بيلا بيلی خبری رسني يی نه يوازی شاوخوا يو مليارد نندارچيان ، اوريدونکی او لوستونکی لری ، بلکه د اعلانونو کلنی عايدات يی ١٤٠ مليارده يوانو ته رسيدلی دی . اوس دغه ستر سوداګريز فرصت د نړيوالو د پاملرنی وړ سبب شوی دی .

خبريال دغه خبر په دی وروستيو ورځو کی له اړوندې څانګی څخه واخيست . په وروستيو کلونو کی د چين اقتصاد په ثابته او سالمه توګه پرمختيا موندلی ، په تيره بيا د هيوادوالو د مستهلکينو د تقاضاوو ډيرښت د چين د اعلانونو د بازار تودوالی ته غوره اقتصادی چاپيريال برابر کړی دی . د يوې شميرنی له مخی تيرکال د چين په ستره برخه کی د اعلانونو سوداګريز عايدات ١٤١ مليارده او ٦ سوه مليونو يوانو ته رسيدلی چی د ٥ کلونو له پخوا سره نژدی دوه ځله برابر دی . دغه راز د روان کال د می تر مياشتی پوری دنړۍ په لومړيو ٥ ځايونو کی د اعلانونو ډلو په چين کی ٣٨ شرکتونه جوړکړی دي .