<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-07-30 19:18:44    
جرمنيان خپلو غاښونو ته ډېره پاملرنه کوی

cri

د يوی جرمنی ورځپاڼی د تحقيقاتو په سلو کی ٨٥ تنه دا نظر لری چی د يوه نامحرم تن ظاهری جذابيت دده سترګی او ويښتان نه دی، بلکی غاښونه ٠ مثﻵ په جرمنی کی د زرو تنو څخه دری تنه د غاښونو ډاکتران دی او دوی د ټولو ډاکترانو څخه په سلو کی نژدی پنځوس برخه نيسی او د دوی کارونه ډېر تاوده دی، جرمنيان د خوله د پاکولو عادت لری او زيات شمېر جرمنيان هره ورځ ساجق ژووی٠ د جرمنی د هانووی ښار او د دی ښار په شاوخواو لسو کيلو مترو کی له سلو څخه زيات د غاښونو کتنځی شته او په جرمنی کی په سلو کی اتيا داسی کتنځی شخصی دی او تخنيکونه او خدمتونه يی په نړۍ کی هم ډېر شهرت لری٠ دغه راز په جرمنی کی د غاښونو د مراقبت او پاملرنی چارو ډېره ترقی موندلی ده او د غاښونو د ښکلا توليدات دوو زرو ته رسېدلی دی ٠ د جرمنی له سلو غښتلی او لويو تصديو څخه شل تصدۍ د غاښونو د ښکلا کولو توليدات جوړوی٠ هر کال د غاښونو د تخنيکونو لومړنی لوی نندارتون د جرمنی د کولن په ښار کی پرانستل کيږی٠

په هر غاښ کی اعصابی رګونه او لنفونه شته، که څه هم په سلو کی د پنځوسو تنو غاښونه منظم نه دی، خو په اروپا کی داسی کسان کم ليدل کيږي چی خپل غاښ وباسی سره له دی دوی که ځوانان وی يا زاړه کسان ، عمومأ خپل غاښونه معاينه کوی٠ جرمنيان څنګه خپلو غاښونو ته ښکلا ورکوی؟ په جرمنی کی د غاښونو ښکلا په طبی علاج پوری اړه لری او د غاښونو ډاکتر بايد له طبی څانګی څخه اجازه نامه واخلی او د پنځو کالو د تجربو د لاس ته راوړلو وروسته اجازه شته چی د غاښونو د ښکلا کولو پيچلی کارونه سرته ورسوی٠ د معلوماتو له مخی ، په جرمنی کی د غاښونو په بيمه کی هر کال دوه ځله د غاښونو پاکول وړيا دی، حتی د جرمنی د بيمی شرکتونه له هغو کسانو څخه چی په خپل وخت د غاښونو کتنځيو ته نه ځی، په دوهم کال کی د بيمی لازيات فېس لای ته راوړی٠ د جرمنی د غاښونو ټولنه عمومأ د کال په لومړيو وختونو کی ټولو هېوادوالو ته پيشنهاد کوی چی په کال کی لږ تر لږه يو ځل د غاښونو ډاکتر ته لاړ شی٠ د جرمنيانو په أند د غاښونو پاکول او ښکلا کول وړيا دی، نو دوی له کوچنيتوب څخه د غاښونو ډاکتر ته د تللو عادت لری٠ د معلوماتو له مخی هر جرمنی هره مياشت دوه ځله د غاښونو ډاکتر ته ځی٠ که د دوی څخه پوښتنه وکړئ چی ولی تاسی خپلو غاښونو ته ډېره پاملرنه کوی ، د يوه ځوان ځواب ډېر لطيف او شوخ دی چی وايی که له غاښونو څخه می بد بوی راشی ، نو نجلۍ به راڅخه وتښتی٠