<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-07-31 17:09:47    
ښاغلی ماهر جان د زړه له کومی له ټولګټو چارو څخه ملاتړ کوی

cri

ګرانو اوريدونکو، د چين د شينجيانګ د وروموچی ښار د ماهرجان د سوداګرۍ د شرکت خاوند ماهر جان د قزاقی قوم هېوادوال دی٠ د هغه اووه بهرنی ژبې زده دی، له څه دپاسه يو سل او شپيتو هېوادونو او سيمو سره سوداګريزې اړيکی لری او شخصی پانګې يې يو سل او شپيته مليونو ژن مين بی يوانو ته رسيدلی دی٠ خو هغه له سوداګرۍ څخه د ترلاسه شويو ګټو اکثره برخه نورو خلکو ته د بسپنې په توګه ورکوی او له څو کالو راهيسی د هغه د بسپنو عمومی ارزښت له ديرش مليونو ژن مين بی يوانو څخه زيات شويدی٠

اته ديرش کلن ماهر جان يو ډير بډای سوداګر دی، خو ساده ژوند تيروی، پخپله عادی موټر چلوی او له ښکلو او لوکسو سامانونو سره مينه نه لری٠ د ده دفتر يوازی يوه څه دپاسه لس مربع متره کوټه ده چې پکښی يو عادی ميز او څوکۍ شته او زړه غالۍ غوړيدلې ٠ دغه راز د ده د کور مساحت هم له اتيا مربع مترو څخه کم دی او پکښی يوازی ساده سامانونه موجود دی٠

ښاغلی ماهر جان د تيرې پيړۍ د شپږمې لسيزې په پای کی د چين د شينجيانګ د پامير په لوړه غرنی سيمه کښی د تاشقرغان په تاجکی خپلواکه ولسوالۍ کښی وزيږيده ٠ دا ولسوالی له پاکستان، افغانستان ، تاجکستان او قرغزستان سره ګډې پولې لری چې خلک يې په عمده توګه په کرنې او مالدارۍ بوخت دی٠

ماهر جان د کوچنيوالی په موده کښی د بی وزلۍ ژوند تيراوه او هيله يې درلودله چې د زده کړو له لارې خپل ښکلی راتلونکی ولری٠ نو هغه په لومړی ښوونځی کښی د زده کړو لپاره سخت کوښښونه کول ٠ د ده د وخت ښوونکی اتيدا وويل:

( اواز) ٌ ما له کوچنی ماهر جان سره ډيره مينه درلودله ، هغه په خپل ټولګی کښی د اخلاقو او زده کړې له پلوه ښه زده کوونکی و چې په تودو احساساتو سره به يې له نورو زده کوونکو سره مرسته کوله او په فعاله توګه به يې د ښوونځی او ټولګي په ټولګټو کارونو کښی برخه اخيسته٠ ٌ

ماهر جان د خپل کور د اقتصادی بار د کمولو لپاره په منځنی ښوونځی کښی تر دريو کلونو زده کړو وروسته په سوداګرۍ پيل وکړ او لومړی ځل يې له بل ځای څخه پنځه غالۍ واخيستې او بيا په تاشقرغان کښی يې د هغو له پلورلو نه وروسته يو زر او دوه سوو ژن مين بی يوانه ګټې ترلاسه کړې چې دغه پيسی په هغه وخت کښی د بی وزلي ماهر جان لپاره د ليدو وړ شتمنی وګڼله شوه٠

ورپسی ماهر جان له پاکستانی سوداګرانو سره په سرحدی سوداګرۍ پيل وکړ٠ هغه چې يو هوښيار او زيرک سړی دی، د بېلا بېلو هېوادونو له سوداګرانو سره د معاملاتو په بهيرکی عربی، اردو، فارسی، انګلسی، روسی او جاپانی ژبې زده کړې او له دی امله يې د خپلې سوداګرۍ لپاره اسانتياوې برابرې کړېدی٠ دغه راز هغه د پاکستان د پولې په يوه مځکنی بندر کښی يو ځانګړی هوټل هم پرانيستی دی٠

ماهر جان د خپلې سوداګرۍ د ګام په ګام پراخولو په وخت کښی له زياتو ستونزو سره هم مخامخ شوی٠ هغه وويل :

( اواز ) ٌ د سوداګرۍ په بهير کښی زه له بېلا بېلو ستونزو سره مخامخ شوم٠ په تيره بيا د ١٩٩٢ کال په يوه ورځ په پاکستان کښی د يوې ترافيکی پيښې له امله زما د دوو پښو او مټو هډوکی مات شول او د نيم کال لپاره په روغتون کښی بستری شوم٠ ٌ

له څو کلونو راهيسی ، د چين د شينجيانګ او شاوخوا هېوادونو ترمنځ د سرحدی سوداګرۍ د چټک پرمختګ له امله د ماهرجان سوداګری ورځ په ورځ توده شوې او ترلاسه شوې ګټې يې هم ګام په ګام زياتې شوېدی٠ خو هغه خپلې زياتې پيسی د بسپنې په توګه نورو خلکو ته ورکړېدی٠ حتی د خپلې لومړی معاملې له يو زر او دوه سوو يوانو ګټو څخه يې د نيمې برخې په بيه غوښې واخيستې او پوله ساتونکی پوځ ته يې د بسپنې په توګه ورکړې٠ په ١٩٩٨ کال کښی هغه د خپل پلرنی ټاټوبۍ بی وزلو خلکو ته د څه دپاسه يو مليونو ژن مين بی يوانو په بيه وريجی ، اوړه او نور ورځنی شيان او خپل مورنی لومړی ښوونځی ته يو زر ټنه سکاره او يو باروړونکی موټر د تحفې په توګه ورکړ٠

هر کله چې ناورينونه پيښيدل، ښاغلی ماهرجان سمدلاسه ناورين ځپلو سيمو ته خوراکونه، خيمې او طبی تجهيزات د بسپنې په توګه ورکول٠ دغه راز هغه د ډيرو زياتو بی وزلو زده کوونکو په ځای ښوونځی ته د زده کړو لګښتونه ورکړی او په شينجيانګ پوهنتون کښی يې د هغو وتلو ښوونکيواو محصلينو د هڅولو لپاره چې د پوهنو په ورزده کولو، علمی څيړنو او زده کړو کښی يې غوره برياليتوبونه ترلاسه کړې،د جايزې صندوق جوړ کړيدی٠ برسيره پردی هغه د شل مليونو ژن مين بی يوانو په لګولو سره د شينجيانګ د هنری ښوونځی لپاره د محصلينو د ليليې او خوړنځی ودانۍ هم جوړې کړېدی٠ ښاغلی ماهر جان وويل :

( اواز ) ٌ ما له يو زرو اته سوه او شپيتو تنو بی وزلو محصلينو سره نغدی مرستې کړيدی چې اوس له دوی څخه زيات فارغ شوی کسان خپل کارونه لری٠ زما په أند مونږ بايد له بی وزلو خلکو سره مرستې وکړو ، ځکه چې دا د خلکو او هېواد لپاره ګټوره ده٠ ٌ

ګرانو اوريدونکو، تاسی همدااوس يو راپور واوريد چې عنوان يې و ښاغلی ماهر جان د زړه له کومی له ټولګټو چارو څخه ملاتړ کوی٠ اوس به له تاسو څخه يوه پوښتنه وکړو چې ښاغلی ماهر جان د چين د کوم قوم هيوادوال دی؟ هيله ده چې تاسی په خپلو ليکونو کښی سم ځواب راکړی! مننه !