<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-07-31 14:44:18    
د چين د اقتصادی پرمختګ په بهير کې افسانوی قصه

cri

ګرانو اوريدونکيو ،ښايی تاسو د چين د اقتصاد د چټک پرمتګ په بهير کې د هغو افسانوی کسانو په اړه قصې اوريدلی وي چې په لنده موده کې شتمن او مشهور شوی دی .د چين د اقتصاد او سوداګرۍ په دغه پروګرام کې به د دغو کسانو د قصو په هکله تاسو ته معلومات وړاندی کړو چې د تيرې پيړۍ په اتمې لسيزې کې زيږيدلی .که څه هم دغه کسان يوازی ٢٤ يا ٢٥ کلن خو د ځانګړی افکارو له امله يی پانګونه تر لاسه کړه .

ماو کان کان ٢٢ کلن دی خو اوس د بيجينګ د اې هانګ په نامه د صنعتی شرکت عمومی مدير دی او د دريو سوو مليونو يوانو په ارزښت د ځانګړو بريښنايی لوبو د يوې اډې د جوړولو لپاره کوشش کوي .هغه وويل (اواز..........) له پنځو کلونو وروسته به هر کال دغه اډه زمونږ شرکت ته نژدی يو مليارډه او پنځه سوه مليونه يوانه ګټه ورسوي .٢٢ کلن ماو کان کان د دغې اډې د جوړولو لپاره هيڅ پانګه نه اچوي خو يوازی د خپلو ځانګړی افکارو په اتکأ به پنځه کاله وروسته هر کال د يو مليارډه پنځه سوه مليونو يوانو په کلنی ارزښت د لويې پروژې په سلو کې ٢٠ ګټه تر لاسه کړي .

بل افسانوی کس لی شيانګ هم يو ځوان دی خو د ماو کان کان په شان شتمن شوی دی .اوس د پاو پاو په نامه د ويب پاڼې عمومی مدير دی .دغه شرکت د ځانګړی ويب پاڼې په توګه د بيلا بيلو ديجيټل توليداتو د ښودلو لپاره ځای برابروي .په ٢٠٠٥ کال کې د دغې ويب پاڼې عايدات شل مليونو يوانو ته رسيدلی او ګټې يې له لسو مليونو يوانو څخه اوښتی دی .

د دغو دوو ځوانانو برياليتوب ډير خوشحالونکی کار دی خو تر دی لاډير حيرانوونکی کار دا دی چې دوی د عالی مدرسو تعليم هم نه دی منلی نو پوښتنه ده چې دوی څنګه برياليتوب تر لاسه کړی دی ؟

د لی شيانګ د برياليتوب منبع دا ده چې له کمپيوترونو سره ډيره مينه لري .په لمړنی ښوونځی کې هغه له کمپيوټرونو سره ډيره مينه درلوده او ور پسی يې د ليسې په موده کې د کمپيوټرونو د کلکو زيرميزو توکو د ښودلو لپاره ځانګړی ويب پاڼه جوړه کړه .هغه وويل (اواز............) يوازی په څو مياشتو کې هره ورځ نژدی لسو زرو کسانو زما ويب پاڼه ليدلی وه .خو دا د ده له اټکل څخه وتلی ده چې خپلې مينې ځان ته هم سوداګريز فرصت رسولی او د اعلان سوداګريانو هره مياشت د لی شيانګ د ويب پاڼې لپاره د ٦ زرو يوانو په اندازه پاګونه اچولی او دغو پانګونو دری کاله دوام کړي دي .په پوهنتون کې د منلو له امتحان مخکی لی شيانګ پريکړه وکړه چې په دغه امتحان کې ګډون ونه کړی او د خپلې ويب پاڼې د أبادی لپاره کوشش وکړي .

ماو کان کان او لی شيانګ دا نظر لري چې که ځوانان غواړی برياليتوب تر لاسه کړي بايد خپله موخه وټاکي او د خپلې موخې لپاره کوشش وکړي .که څه هم دوی په خپلو چارو کې ښې پايلې تر لاسه کړې خو لاهم زيات کسان شک لري چې أيا دوی به په ښه توګه خپل شرکت اداره کړای شی ؟لی شيانګ خبريال ته وويل چې د خپل شرکت د جوړولو په اتو کلونو کې له زياتو شتونزو سره مخامخ شوي دي خو په همدی وخت کې يې ورڅخه قيمتی تجربې هم تر لاسه کړی دي .(اواز.............) ما زيات تيروتنې وکړې او له زياتو ستونزو سره مخامخ شوم خو د دغو ستونزو څخه نه يم ويريدلی او په ښه توګه مسئلې حل کړې نو اوس د مسئلو د حل په برخه کې زما توان لوړ شوی دی

او پرمختګ مې کړی دی .

مونږ اټکل نشو کولی چې د دوی او د دوی د شرکتونو راتلونکی څنګه ده خو دا پروا نه لري چې پايله به يی څه وی ،دوی د افسانوی ځوانانو په استازيتوب په بازار کې د چين عنعنوی اصول بدلوي او نوی افسانوی قصې جوړوي .

ګرانو اوريدونکيو ،زمونږ ننی پروګرام په همدی ځای پای ته ورسيد خوشحاله اوسی .