<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-07-31 16:13:56    
تيان جين ښار

cri

تيان جين په مستقيمه توګه د چين د مرکزی حکومت تر مشرۍ لاندی يو ښار دی. په ١٤٠٤ کال کې تيان جين ښار رامنځته شوی، د نولسمې پېړۍ په نيمايی کې يو بندری ښار ګرځېدلی چې په هغه وخت کې د چين په شمال کې تر ټولو لوی اقتصادی او سوداګريز مرکز و. دغه ښار د چين په تاريخ کې ډير مهم ځای ګڼل کيږی. تيان جين ښار په اتلسو سيمو او ولسواليو ويشل شوی، د بېلګې په توګه حه پينګ ، حه دونګ ، نان کای سيمې، جينګ های ولسوالی، نينګ حه ولسوالی او جی ولسوالی. د ٢٠٠٣ کال تر پايه پوری د تيان جين ښار نفوس لس مليونه يو لک او ديارلس زرو تنو، عمومی پراخوالی يی يوولس زره او نهه سوه مربع کيلو مترو ته رسيدلی دی. په دغه ښار کې نه يوازی رنګا رنګ ډول فلزات پيدا شوي، بلکې پکې په زياته اندازه د اومه نفت ذيرمې هم شته. په تيان جين ښار کې صنعتی، اقتصادی او سوداګريزې چارې ډيرې پرمختللی دي. تيان جين بندر د چين په شمال کې لومړنی لوی معاصر بندر دی چې زيات اهميت لری او د نړۍ له شلو ښه بندرونو څخه يو دی. دغه بندر د نړۍ د يو سل او اوياو هېوادونو له څه دپاسه دری سوو بندرونو سره اړيکې ټينګې کړي دي او په ٢٠٠٣ کال کې يی د مالونو د وړلو راوړلو عمومی اندازه يو سل دوه شپېته مليونو ټنو ته رسيدلې وه.

تيان جين ښار يو مشهور تاريخی ښار دی چې پکې اوه ديرش دولتی او ښاری تاريخی اثار ليدل کيږی. د تيان جين په رنګا رنګ موزيمونو کې پنځه لکه ديرش زره تاريخی اثار ساتل شوي دي. د بېلګې په توګه د جی په ولسوالي کې د دو له په نامه معبد څه دپاسه زر کلن تاريخ لری. بر سيره پر دې، په دغه ښار کې ډول ډول په زړه پوری ودانۍ هم ليدل کيږی چې زيات يی د لويديځو هېوادونو ځانګړتياوې لري. په دغه ښار کې هر کال ځانګړې سپورتی لوبې تر سره کيږی او رنګا رنګ خوندور خوراکونه پکې پخيږی چې هر کال زيات شمېر کورني او بهرني سيلانيان راجلبوی.

په چين کې د اصلاحاتو او ورخلاصون د تګلارې له تر سره کولو وروسته په تيره بيا له وروستيو لسو کلونو راهيسی، د دغه ښار اقتصاد چټک پرمختګ کړی. له ١٩٩٢ کال څخه تر ٢٠٠٢ کال پوری په لسو کلونو کې کورنيو توليداتو اندازه هر کال په منځني توګه په سلو کې دوولس اعشاريه دوه زيات او مالی عايدات هر کال په منځني توګه په سلو کې نولس اعشاريه پنځه زيات شوی دی چې نهم پنځه کلن پلان په بشپړه توګه تر سره شوی او لسم پنځه کلن پلان لا هم روان دی.