د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی ، د اګيسټ لومړی نيټه د چين د ولسی ازادی بخښوونکی اردو د زيږيدنې له ٧٩ می کاليزې سره برابره ده . د چين د دفاع وزارت په دی هکله د جولای په ٣١ نيټه په بيجينګ کی يوه ځانګړی ميلمستيا جوړه کړه او د دفاع وزير څاو ګانګ څوان په دی ميلمستيا کی څرګنده کړه چی د چين ولسی ازادی بخښوونکی اردو د تل لپاره د نړيوالی سولی د ساتلو ، د ګډ پرمختګ د چټکولو او د همغاړې نړۍ د رامنځ ته کولو لپاره ټينګ او کلک ځواکونه دي .
ښاغلی څاو وويل ، د چين وسله وال ځواکونه د ځان دفاعی تګلاره پلی کوی او غواړی د متقابل درناوی ، برابرۍ او ګډو ګټو د اصولو په رڼا کی د نورو ټولو هيوادونو له پوځونو سره تبادلی پياوړی او همکاری نژدی کړی او د سولی او امنيت د ساتلو لپاره هڅه وکړي .
د تايوان د مسئلی په اړه ښاغلی څاو وويل ، د ملی واکمنۍ او د خاورو د بشپړتيا ساتل او د هيواد د پوره يووالی ترسره کول د چينی ملت تر ټولو ستره ګټه ګڼله کيږي .