<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-08-01 15:34:04    
د سوک وهلو قهرمان --- فريز

cri

په ١٩٦٤ کال کی د توکيو د اولمپيک د سپورتی لوبو د پرانيستلو په وړاندی د امريکا د لوبډلې لوبغاړی ماثيس دټپ او درد له امله ونشو کولای چی په لوبو کی ګډون وکړي ، نو شل کلن فريز د هغه پر ځای توکيو ته ولاړ او د ٨١کيلوګرامو په وزن د سوک وهلو ( بوکس ) په لوبه کی يی طلايی مډال وګاټه . د توکيو د اولمپيک په سپورتی لوبو کی له ګډون وروسته لوبغاړی فريز د سوک وهلو په خپل مسلکی ورزشی ژوند پيل وکړ او د تيری پيړۍ په ٦ ، ٧ لسيزو کی تر ټولو له سترو سوک وهونکو لوبغاړيو څخه شميرل کيده ، خود هغه لپاره دا هم د بدمرغۍ خبره ده چی د علی ، فورمان او داسی نورو مشهورو لوبغاړيو سره په يوه عصر کی ژوند کوی .

*يو ډير زړه خوځوونکی ښکلول

ماسيوس د سپک اتلتيک په لوبو کی يو بريتانوی لوبغاړی و ، په ١٩٦٤ کال کی دتوکيو د اولمپيک په سپورتی لوبو کی د ګډون په وخت کی د ماسيوس ملګرو د ٧٢٤ انګليسی پونډو په راټولولو سره د سفر دلګښت په توګه هغه ته ورکړل چی دده ميرمن ورسره ملګرتيا وکړي . رښتيا ده چی ماسيوس د خپلې ميرمنې په ملګرتيا او پاملرنه د ماراتون په سيالی کی په کافی توګه خپل توان او ځواک څرګند کړ او د يو ساعت او ٢٩ دقيقو ٣٤ ثانيو په چټکۍ سره طلايی يی مډال ترلاسه کړ . چی د ده ميرمن دغه منظره وکتله ، سمدستی دلوبو ډګر له امنيتی کرښې څخه په تيريدو سره د منډې ليکې ته ننوته او خپل ميړه يی په غيږ

ونيوه او د اوږد وخت لپاره يی سره ښکل کړ چی دا د توکيو د اولمپيک په سپورتی لوبو کی ډيره زړه خوځوونکی منظره ګڼله کيدله .

* د اروپا د جودو لوبی اتل ___ جيسينک

د جودو لوبه د لومړی ځل لپاره د توکيو د اولمپيک په سپورتی لوبو کی شامل شوه .دکوربه هيواد په توګه د جاپان لوبډلې د دغی لوبې د څلورو درجو په سياليو کی دری طلايی مډالونه وګټل او بل يی د هالينډ د لوبغاړی جيسينک لخوا ترلاسه شو . جيسينک د جودو په اووم قطار کی يو تکړه لوبغاړی دی او د حرفوی ورزش په ژوند کی د ٢١ ځلو لپاره د اروپا اتل شو او په دغه لويه وچه کی داسی يو لوبغاړی وګرځيد چی د اتلولۍ د ګټلو شمير يی تر ټولو زيات دی .

* د ٤ طلايی مډالونو ګټوونکی _ اتلس کلن ( Schollander )

د توکيو د لامبووهلو په حوض کی د لامبووهلو په تاريخ کی يو ځلانډه ستوری رامنځ ته شوچی هغه د امريکا اتلس کلن لوبغاړی سکولاندير دی او د لامبووهلو په لوبو کی يی څلور طلايی مډالونه ترلاسه کړل . هغه ځکه د دغی لوبی په نړيوال تاريخ کی خپل نوم وځلانډوه چی دوه لومړيتوبونه يی رامنځه ته کړی دی : سکولاندير لومړی لوبغاړی و چی له دوو دقيقو څخه په کم وخت کی يی په ازاد شکل د ٢٠٠ مترو په واټن لامبو ووهله . هغه داسی لومړی کس هم دی چی د اولمپيک په يوه سپورتی لوبو کی يی د لامبووهلو ٤ طلايی مډالونه وګټل . دغه راز دوه لومړيتوبونه يی د اتلس کالو په وړاندی ترسره شوی چی دا هم يوه فوق العاده کارنامه وه .

* د جاپان د جمناستيک لوبډله

د تيری پيړۍ په شپږمه او اوومه لسيزه کی د نارينه وو د جمناستيک لوبی په نړيواله ساحه کی د شوروی اتحاد او جاپان لوبډلې دوې ځواکمنې ډلې وې . د توکيو په لوبو کی د شوروی اتحاد دنارينه وو دجمناستيک ډلې يوازی د يو ميل په لوبې کی د يو سړی د حرکتونو په سيالی کی طلايی مډال وګاټه . خو جاپان نه يوازی په ډله ايزه لوبه کی لومړی ځای ساتلی ، بلکې د بشپړ مهارت په شمول ٤ ځانګړی طلايی مډالونه يی هم ترلاسه کړل چی ځای يی له شوروی اتحاد څخه مخکی شوی و .