<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-08-01 16:25:55    
چين په بی وزلو سيمو کې د اميدوارو ښځو د مړينی د انډول د کمولو لپاره کوښښ کوي

cri

ګرانو اوريدونکو ! د اميدوارو ښځو د مړينی انډول په يو هېواد او سيمه کې د اجتماعی او مدني پرمختګ د قضاوت نښه ده . د چين په پراخه خاوره او بېلا بېلو ځايونو کې پرمختيايی اندازه نابرابره ده . لکه چې د چين په منځنيو او ختيځو بی وزلو سيمو کې د اميدوارو ښځو د مړينی انډول ډېر لوړ دی . له ٢٠٠٠ کال څخه تر اوسه پوری د چين حکومت د دغو ښځو د مړينې انډول د کمولو لپاره په دغو سيمو کی يو شمېراړين تدبيرونه نيولی او ښه پايله يی تر لاسه کړی ده . د ښځي او ټولنې برخې په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته په دغو سيمو کې د دا شان ښځو د مړينی انډول د کمښت لپاره يو شمير تدبيرونه دروپيژنم . ( اواز)

مو چوان ولسوالی چې د چين د سي چوان ولايت په جنوب کې پرته ده ، يوه بی وزلی غرنی سيمه ده . مېرمن لي يون جين چې څلويښت کلنه ده، له ١٩٩٠ کال څخه په جلا جلا توګه څلور ځله اميدواره شوې . خو د بی وزلۍ له امله دری تنه ماشومان يي مړه شوی او مېرمن لي پخپله هم څو څو ځله د مرګ له ګواښ سره مخامخ شوی . په ٢٠٠٠ کال کې مېرمن لي پنځم ځل اميدواره شوه . د کلی ډاکتر د روغتيايی څارنی له تر سره کولو وروسته ورته وويل چې د دې د جنين ځای سم نه دی او بايد په روغتون کې ولادت وکړي . لي يون جين وويل : ( اواز)

د کلي ډاکټرانو له ما څخه څو څو ځله غوښتنه کړې چې په روغتون کې ولادت وکړم . خو د بی وزلۍ له امله ما غوښتل چې په کور کې پاتی شم . دوی ما ته وويل

چې که پيسی و نه لری ، هم بايد روغتون ته لاړ شي چه په پايله کې په روغتون کې لور می وزيږيده .نو ددوي څخه ډېره ډېره مننه کوم . که زه په کور کی پاتې شوې وای ،زما پنځم اولاد به هم مړ شوی و . ٌ

د ځايی پاليسی سره سم ، د لي يو جين په شان بی وزلی ښځې په روغتون کې د ولادت په وخت کی د حکومت له خوا په پور سره يو شمېر لګښت تر لاسه کوی او نور لګښت تر ولادت وروسته ادا کيږي . د بيلګې په توګه په روغتون کی د لي يون جين د ولادت ټول لګښت دوه سوه پنځوس يوانه وو او د حکومت له خوا د اتيا يوانو پر بيه وړيا لګښت تر لاسه کړ او نور يو سل اويا يوانه لګښت يي په راتلونکو دوو کلونو کې بيرته روغتون ته ورکړيدي .

د مو چوان ولسوالی ګوندي مشر يي سان چيانګ وويل : د ٢٠٠٠ کال راهيسی ، دغه پروګرام په ټولې ولسوالی کې له څه دپاسه يو زر دری سوو تنو اميدوارو ښځو سره د يو لکه نويو زرو يواوو په ارزښت مرستی کړي دی . د دغو مرستو په رڼا کې په سلو کې اويا اميدوارو ښځو په روغتون کی ولادت کړی . که څه هم دغه اندازه لا هم لوړه نه ده ، خو د پخوا په پرتله يي يو څه پرمختګ موندلی دی . د دې تر څنګ په ٢٠٠٥ کال کې د دغې ولسوالی د اميدوارو ښځو او هغو ښځو چې ولادی ستونزی يی درلودلې ، د مړينی انډول د ١٩٩٩ کال په مناسبت په سلو کې پنځه ويشت کم شوی دی .

د دغې ولسوالی د روغتيا د ادارې مشری مېرمن وين لي وويل : زمونږ ولسوالی په غرنی سيمه کې پرته ده او ترانسپورتی ستونزی يی ډېری دی ، نو مونږ په هر کلی کې ځانګړی ډله جوړه کړيده . چه اميدواره ښځی له خطر څخه وژغوری ، د تزکرې په وسيله يی روغتون ته استوو . که د علاقه دارۍ په روغتون کې د ولادت مشکلات

لاهم حل نشی ، د امبولانس په واسطه يي د ولسوالی روغتون ته ليږو. ٌ

د شمېرنې له مخی : د چين حکومت له ٢٠٠٠ کال څخه د ولادت په بهيرکې د ښځو د مړينی انډول د کمولو لپاره تدبيرونه نيولي او تر اوسه پوری يی دغه تدبيرونه په څه دپاسه يو زر ولسواليو کې پلی کړی دی چې پراخوالی يي د هيواد منځنيو او ختيځو ټولو بی وزلو سيمو ته رسيدلی دی . په تېرو شپږو کلونو کې حکومت د ياد شويو تدبيرونو د تر سره کولو لپاره څه دپاسه څلور سوه څلويښت مليونه يوانه لګولی دی . د چين د روغتيا وزارت وياند ماو چيون ان وويل : ( اواز)

د ٢٠٠٥ کال تر پايه پوری ، په هغو ولايتونو کې چې پکی دغه تدبيرونه نيول شوی دی ، د لنګيدو په بهير کې د خطر له امله د مړه شويو ښځو انډوال په يو لک کې شپږ پنځوس اعشاريه څلورو ته کم شوی او دا رقم د ٢٠٠١ کال په پرتله په منځنی ډول په سلو کې پنځه ويشت اعشاريه اته کم شويدی .

هغه زياته کړه : دغه تدبيرونه به ګام په ګام په ټول هېواد کې پلی شی او چين به د اميدوارو ښځو د روغتيا لپاره په بېلا بېلو ځايونو کې بشپړ اداری نظام جوړ کړي .