<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-08-02 17:57:06    
ټوله ټولنه بايد کوچنيانو ته د مخدره توکيو د زيانونود مخنيوی لپاره کوښښ وکړي

cri

څو ورځی مخکې د م م له خوا ټاکل شوی د مخدره توکيو د مخنيوی ورځ تيره شوی دی ، د دې ورځی عمده موضوع دا وه چې مخدره توکی د کوچنيانو لوبه نه ده . ولی د روان کال د مخدره توکيو د مخنيوی د ورځې عمده موضوع په ځانګړی توګه کوچنيانو ته پاملرنه کوي ؟ د أسيا او أرام سمندر په سيمو کې د مخدره توکيو مخنيوی حالت څنګه دی ؟

د م م د مخدره توکيو د کنترول او د جرمونو د مخنيوۍ د دفاع دفتر د ختيځې أسيا او أرام سمندر سيمو د مرکز چارواکی (Akira Fujino) وويل کوچنيان د نويو شيانو په هکله ډير کنجکاوی لری ، مونږ بايد له مخدره توکيو سره د اړيکو يا د اړوندو ناسمو معلوماتو له تر لاسه کولو مخکې دوی ته خبرداری ورکړو . اوس زيات شمېر کوچنيان له انترنيټ څخه ناسم معلومات تر لاسه کولای شي ، مونږ بايد مخ په وړاندې دوی ته سمې پوهی ورکړو . نو د روان کال د مخدره توکيو د مخنيوی د ورځې لپاره ځانګړی عمده موضوع ټاکل شوې ده چې ټوله نړۍ بايد کوچنيانو ته د مخدره توکيو زيانونو ته پام وکړي .

په حقيقت کې زيات بالغ کسان هم د مخدره توکيو د زيانونو سره ښه بلايت نه لری او د کوچنيانو په هکله د مخدره توکيو راجلبول د لويانو په پرتله نور زيات دی . د ښاغلی أليرا فوجينو په أند له مخدره توکيو سره د کوچنيانو له خوا د تماس نيولو لومړی لامل په کور کې د پلرونو او ميندو تر منځ جلا والی او د اقتصاد کمزورتيا ده او دوهم د ټولنيز لامل دا دی چې کوچنيان له مخدره توکيو سره تماس نيسي . کله

چې له کوچنيانو څخه پوښتنه وکړي چې له چا څخه په مخدره توکيو اخته شوی ؟ دوی ځواب ورکوی چې له ملګړو سره يو ځای په مخدره توکيو اخته شوی دی . نو ويل کيږي چې د کوچنيانو پلرونه او ميندی ، ښوونکي حتی ټوله ټولنه بايد کوچنيانو ته د مخدره توکيو د زيانونو د رسولو مسئوليت په غاړه لري .

هغه په دې ټکی ټينګار وکړ چې ټوله ټولنه بايد کوچنيانو ته د مخدره توکيو د زيانونو د رسولو مخنيوی لپاره کوښښ وکړي او کوچنيان وساتي . په دې برخه کې د ملګرو ملتونو د مخدره توکيو د کنترول او د جرمونو د مخنيوی دفتر يو لړ تدبيرونه نيولي دي .

دوی په ځينو هېوادونو کې له هغو کوچنيانو سره د مرستو لپاره ځينی فعاليتونه تر سره کړي چې په مخدره توکيو اخته دی . د بيلګې په توګه په فليپين او ټايلند کې زيات شمېر اړوندو کارکوونکو په مخدره توکيو اخته شوی کوچنيان پيدا کړي او له سيمه ايزو حکومتونو سره يې يو ځای له دوی سره مرسته کړې . دغه دفتر هم د نا حکومتی ډلو ملاتړ تر لاسه کړی او د تبليغاتی فعاليتونه يې تر سره کړي دي .

په راتلونکې کې به م م د مخدره توکيو د زيانونو په هکله نه يوازی کوچنيانو ته بلکی د دوی پلرونو او ميندو ته اړوند معلومات ورکړی . برسيره پر دې م م به د بيلا بيلو هېوادونو له اړوندو څانګو سره همکارۍ وکړي او د مخدره توکيو سرچينو ته به ضربت ورسوی .

ښاغلی اکيرا فوجينو د مخدره توکيو د مخنيوی په برخه کې د چين د برياليتوبونو لوړه ستاينه وکړه او ويی ويل د چين حکومت تل د مخدره توکيو د مخنيوی په کارونو کې د نورو هېوادونو له ښو تجربو څخه ګتې اخيستی او زيات برياليتوبونه يې تر لاسه کړي دي .