<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-08-02 19:14:06    
د چين د تانګ شان د سختې زلزلې نه وروسته د يتيمانو ژوند

cri

ديرش کاله مخکې يعني د ١٩٧٦ کال د جولاي په اته ويشتمه نيټه د سهار وختې په دري بجو دوه څلويښتو دقيقو د چين د شمال ختيځې خوا د تانګ شان په ښار کې د ريکتور اوه اعشاريه اته درجې سخته زلزله وشوه چې په دي سخت طبيعي ناورين کې دوه سوه څلويښت زره وګړي مړه او څه د پاسه څلور زره ماشومان د سترګو په رپ کې يتيمان شول ٠ له هغه وخته تر اوسه ديرش کاله تير شوي دي ٠ له نوموړي سخت ناورين څخه نيکمرغه پاتي شوي يتيمان اوس څنګه دي ؟ د دوي ژوند ښه دي که نه؟ په دي وروستيو وختونو کې زمونږ خبريال له څو تنو سره مرکه وکړه ٠

ميرمن سوي وي وي له خبريال سره د خبرو په ترڅ کې دغه ليري او نه هيريدونکي خاظره بيا په فکر کې راياده کړه او خبريال ته يي وويل چې دغه پيښه حتمأ نه هيريدونکي ده او په ټول عمر کې به يي هيره نه شي ٠ په هغه ورځ او په هغه وخت کې لکه د ځمکې کرې تنفس ناڅاپه بند شوي او د تانګ شان ښار سم د لاسه خاورې شو ٠ په دي سخته زلزله کې دوه سوه څلويښت زره وګړي له دنيا څخه ورک شول چې پکې د ميرمن سوي پلار ، مور او يوه مشره خور هم شامل وو٠ ميرمن سوي وي وي اصلأ يو نيکمرغه کورني درلوده ٠ پلار يي د تانګ شان د اوسپنو او فولادو د توليدونکي فابريکې کارکوونکي و، مور يي هم خپل کار درلود٠ دوي د سوي وي وي په ګډون دري لورګانې درلودې او ژوند يي ډير ارام او ښه و٠ خو د سختې زلزلې له امله دغه کورنۍ له منځه ولاړه ٠ ميرمن جيان لي جي چې د دغې زلزلې د رامنځته کيدو په وخت کې يوازي پنځه کلنه وه ٠ د زلزلې په وخت کې د هغې ښي لينګي سختې ټپي شوي وي٠ د هغه حالت د را يادولو په وخت کې هغې وويل چې زمونږ کور د ښار په منځني سيمه کې و او په دي سيمه کې د دغې سختې زلزلې له امله د مړو شويو وګړو شمير ډير زيات وو، زما پلار ، مور ، انا ، تره او ترور ټول مړه شول ٠ په دي سخت طبيعي ناورين کې د تانګ شان په ښار کې څه د پاسه څلور زرو ماشومانو خپلې ميندې او پلرونه له لاسه ورکړل ، بي کوره شوي او يتيمان شول ٠

د حکومت او د ټول هيواد د بيلا بيلو ځايونو تر مرستو لاندې دغه ماشومان په چټکۍ سره ځاي پر ځاي شوي او يو شمير يي د ځانګړو خپلوانو او دوستانو له خوا و منل شول ٠ دغه راز يو زيات شمير يتيمان چې ميرمن جيان لي جي هم پکې وه ، د يوي هونګ په نامه يو ښوونځي ته و ليږل شول چې د خيريه ښوونځي په توګه د حکومت په مرسته جوړ شوي و ٠ په دي ښوونځي کې د دغو يتيمانو ټول لګښتونه معاف شوي وو ٠ دغه راز حکومت د دوي د راتلونکي ژوند او کارولو له پاره هم زمينه برابر کړه ٠

اوس له هغه وخت څخه ديرش کلونه تير شوي دي ٠ د نوموړو يتيمانو ژوند څرنګه دي ؟ ميرمن سوي وي وي اوس د تانګ شان ښار د يوه شرکت مشره ده ، خاوند يي د موټر د اجاره کولو په يو شرکت کې کار کوي او لور يي په ښوونځي کې درس لولي ٠ د دغه دري کسيزې کورني ژوند ډير نيکمرغه دي ٠ هغې خبريال ته وويل چې د تانګ شان په ښار کې زما د شرکت کار او بار ډير ښه دي ، خاوند مي په خپل کار کې هم ډير بوخت دي او لور مي په کوشش سره درس لولي او ډير کارونه په خپله تر سره کولي شي ٠ ميرمن دانګ يوي سين چې د زلزلې په وخت کې د شپږ و مياشتو تازه زيږيدلې وه ، اوس د تانګ شان د معيوبينو په ټولنه کې کار کوي او هره ورځ هغو معيوبينو ته چه مرستې ته اړتيا لري ، مرستې برابروي او د معيوبينو د اړوندې امتيازې تګ لارې د پلي کولو له پاره کوشش کوي ٠ هغه وويل چې د زلزلې له امله په دي ښار کې هغه معيوبين ډير زيات دي چه دواړه پښې يي فلج شوي دي ٠ د کار په وخت کې چې ډير معيوبين معلوم کړي ځکه چې زه د زلزلې يتيمه يمه ، نو زمونږ ترمنځ احساسات ډير نژدي دي ٠ ميرمن جيان لي جي هم اوس په يوه نيکمرغه کورني کې ژوند کوي ، که څه هم هغه معيوبه شوې ٠ خو هغې وويل چې زه يو روغ جوړ زوي او يو ډير ښه خاوند لرم ، کورني ژوند ډير نيکمرغه دي ٠ دغه راز د ټولنې ډير وګړي هم مونږ داسي يتيمانو ته هم ډيره پاملرنه کوي ٠ نو زه د ژوند د راتلونکي په وړاندي پوره باور لرم ٠