<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-08-02 19:22:30    
د چيني ژبې د زده کړې څپه په نړۍ کې اوچته شويده

cri

په معمولي توګه انګليسي ژبه د يوې بهرني ژبې د زده کړې لپاره د زياتو کسانو لومړنی ټاکنه ده او لا تر اوسه پوري انګليسي ژبه يوه ډيره مهمه نړيواله ژبه ده . خو د چين د اقتصاد د پياوړتيا او نړيوال حيثيت له لوړتيا سره سم په نړۍ کې د چيني ژبې د زده کړې څپه هم په لوړيدو ده . د يوې شميرنې له مخې اوس په نړۍ کې ديرش مليونه تنه چه مورنې ژبه يي چينايي نه ده ، د چيني ژبې په زده کړې بوخت دي او ددوي څخه زيات کسان دا نظر لری چه د چيني ژبې کارونه په نړيواله سيالۍ کې د ځاني ښيګڼو د نيولو يو مهم عامل دی .

کريستين ستورم چه د جرمني د ميستل پوهنتون يوه زده کوونکې ده ، په منځني ښوونځي کې يي د چيني ژبې له زده کړې سره ډيره مينه موندلې ده ، خو په هغه وخت کې د چيني ژبې د زده کړې فرصت نه و . په پوهنتون کې له شامليدو وروسته ستورم خپله هيله تر سره کړه او د څلورو کلونو زده کړې له برکته اوس په روانه چيني ژبه له چينايي زده کوونکو سره د نظريو تبادله کولی شي . هغې خبريال ته وويل د چيني ژبې زده کړه يوه ډيره ښه ټاکنه ده . اوس په چين کې د کار زيات فرصتونه شته او زياتو جرمني شرکتونو په چين کې نمايندګۍ جوړې کړيدي چه له امله يي له چين سره د جرمني سوداګريزې اړيکې ورځ په ورځ ټينګيږي .، زما په اند څوک چه په چيني ژبه پوهيږي ، ښه کار پيدا کولی شي . ستورم وويل چه اوس په جرمني کې د چيني ژبي زده کوونکي مخ په زياتيدو دي . څو کاله دمخه د چيني ژبې په يو ټولګي کې يوازي لس تنه زده کوونکي وو ، خو اوس څلويښتو تنو ته زيات شوی دی .

په حقيقت کې چيني ژبه د لويديځوالو لپاره يوه مشکله ژبه ده ځکه چه څلور

غږونه لری او د ليکلو دودونه ېې د زده کړې په بهير کې ډير ستونزمن دي . خو د چين د پرانستې تګلارې او د اقتصادي پرمختګ له دوامدارې چټکتيا سره سم له نورو هيوادونو سره د چين راکړه ورکړه زياته شوي او لا زيات شمير بهرنيان د چيني ژبې په زده کړې لګيا دي .

ميرمن وانګ څاو چه د کوريا په جمهوريت کې د چيني ژبې ښوونکې ده ، خبريال ته وويل اوس د کوريا په جمهوريت کې زيات زده کوونکي چيني ژبه د يوې بهرني ژبې د زده کړې په توګه خپلې لومړني ټاکنه ګڼي او د چيني ژبې د زده کړې په تودو احساساتو اغيزمنه يم . يوه ښځه ډيره بوخته ده او کله کله ناوخته راځي ، خو ډيره کوششې ده . زما په اند کوريايان له چين او چيني ژبې سره زياته علاقه او مينه لری او غواړي چه چين ته سفر او هلته کار وکړي . ډيره خوشحاله يم چه زما د کار له لارې کوريايان د چين سمه پيژندنه او په اړه يي زيات معلومات تر لاسه کولی شي .

د معلوماتو له مخې په تيرو پنځو کلونو کې د چيني ژبې کوريايي زده کوونکي په سلو کې شپږ شپيته زيات شوي او اوس څو لکه زده کوونکي د چيني ژبې په زده کړه بوخت دي . دغه راز په چين کې کوريايي زده کوونکي هم د نورو هيوادونو په پرتله زيات دي چه شمير يي په سلو کي څلويښت برخه نيسي . د کوريا پر جمهوريت سربيره د اسيا په نورو هيوادونو ، اروپا او امريکا کې لا زيات کسان دا نظر لری چه د چيني ژبې کارونه د چين له اقتصادي پرمختګ سره د خپل راتلونکي او برخليک د تړاو يوه کلي ده .

د چيني ژبې د زده کړي څپې د پورته کيدو په حال کې زياتو هيوادونو هم د چيني ژبې د زده کړې چارو ته زياته پاملرنه کړې ده ، خو په دې ترڅ کې يوه مسئله

رامنځته شوی چه په ځينو هيوادونو کې د چيني ژبې ښوونکي کم دي . په دې هکله د چين حکومت پريکړه کړې چه په نورو هيوادونو کې د چيني ژبې د ښوونې او د چيني ملت د کلتور د خپرولو لپاره د کانفوسيوس پوهنځي پرانيزي . د يوې شميرنې له مخې تر اوسه پوري په شپږديرشو هيوادونو کې دغه ډول اتيا پوهنځي جوړ شوي چه لومړني پوهنځی يي د کوريا په جمهوريت کې دی . برسيره پردې د چين حکومت هم د چيني ژبې د زده کړې څو ډوله درسي توکي چاپ کړيدي . د چين د چيني ژبې د ښوونيزې لارښوونې دفتر مشرې ميرمن شيو لين وويل د چيني ژبې د درسي توکيو ډولونه بشپړ نه دي او انګليسي او چيني درسي توکي زيات دي ، خو هغه درسي توکي لږ دي چه په روسي ، فرانسوي ، هسپانوي او عربي ژبو ترجمه شويدي .

د خوښۍ وړ خبره دا ده چه چين به په راتلونکي کې د چيني ژبې داوطلب ښوونکي نورو هيوادونو ته وليږي او په چين کې به د بهرنيو زده کوونکو لپاره د چيني ژبې د زده کړې لا ښه خدمتونه تر سره کړي .