د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی تر ٢٠١٠ کاله پوری به د چين د غلودانو توليدی اندازه ٥ سوه مليونو ټنو ته ورسيږي او د هر بزګر پر سر کلنی عايدات به د ٢٠٠٥ کال په پرتله په سلو کی شاوخوا ديرش زيات شی . د روانی مياشتی په دريمه نيټه د چين د کرنی وزارت دغه موخه دراتلونکيو ٥ کلونو لپاره دچين د کرنيزې پرمختيا په پلان کی وړاندی کړی ده .
د دغه پلان له مخی ، په راتلونکيو ٥ کلونو کی به هرکال د چين د غلودانو توليدی اندازه په سلو کی صفر اعشاريه ٦٥ زيات شی او د بزګرانو پر سر منځنی کلنی عايدات به لږ تر لږه په سلو کی ٥ زياتوالی ومومی .
په دغه پلان کی دا ژمنه هم شوی چی د چين حکومت به په کليوالو سيمو کی لا زياتې پانګونې وکړي چی د دغو سيمو د بنسټيزو تاسيساتو کچی او د اوسيدونکيو د ژوند د چاپيريال کيفيت په اغيزمنه توګه ښه شی .