<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-08-03 18:57:52    
د هه نان ولايتی موزيم ته يوه کتنه

cri

دا دی يو ځل بيا چين ته د سفر د پروګرام وخت رارسيدلی دی ، هيله ده چې د پروګرام تر پايه پوری له ما سره پاتی شي . د چين په منځنی برخه کې د هه نان ولايت د چين د لرغونی تمدن يوه سرچينه ده . دغه ولايت لرغونی تاريخ لری او زيات شمېر تاريخی او کلتوری ميراثونه په کې ښه ساتل شوی دی . د شمېرنې له مخې د هه نان په ولايت کې د پيدا شويو تاريخی اثارو شمېر د چين د نورو ولايتونو په پرتله ډير زيات دی ، د هه نان ولايتی موزيم د چين په دريو سترو موزيمونو کې شامل دی . چين ته د سفر په دې کړې کې به تاسو ته د دغه موزيم په هکله لنډ معلومات وړاندی کړو .

____موسيقې_____

د هه نان ولايتی موزيم د دغه ولايت د جنګ جو په ښار کې پروت دی او څه دپاسه اويا کاله مخکې جوړ شوی دی . په دغه موزيم کې دېارلس لکه تاريخی اثار ساتل شوي چې شمېر يې د چين په ټولو موزيمونو کې يو اتيا يمه برخه نيسي . ويل کيږي چې د ساتل شويو تاريخی اثارو د کلتوری ارزښت له مخې د چين په ټولو موزيمونو کې د امپراطوری ماڼی موزيم لومړی ځای او د هه نان ولايتی موزيم دوهم مقام نيسي . د هه نان موزيم مشر دينګ فو لی وويل په دغه موزيم کې د ساتل شويو تاريخی اثارو شمېر ډير زيات دی او ځينی يې ډير زښت ارزښت لری . هغه وويل ____اواز____

زمونږ په موزيم کې ځينی ساتل شوی شيان ډير ارزښتناک دی او د چين په نورو موزيمونو کې ډير کم ليدل کيږي ، نو که سيلانيان زمونږ ولايت ته سفر وکړي ، بايد

زمونږ موزيم وګوري . که نه ، د خپل سفر لپاره به خواشينی او تاسف پاتي وي .

ښاغلی دينګ وويل د هه نان په ولايتی موزيم کې په ټولو ساتل شويو تاريخی اثارو کې مفرغی کاسې ډيره ځانګړتيا لری . څلور زره کاله مخکې په چين کې د مفرغی کاسې د توليدولو تکنالوجی ډيره پرمختللی وه او د ښه کيفيت له مخې په نړۍ کې ډير مشهور و . د چين په لرغونی زمانی کې مفرغی کاسې چې د قدرت او حيثيت نښه وه او په درانو مراسمو او ځايونو کې کارول کيدې ، نو ډير ارزښت لری . په هغه وخت کې هه نان د چين سياسي او اقتصادی مرکز ؤ ، نو په کې زيات شمېر مفرغی کاسې موندل شوی چې ځينی ښه شيان په ولايتی موزيم کې ساتل شويدي . د بيلګې په توګه په دغه موزيم کې د شهزاده ګاو په نامه زنګونه ډيرتاريخی ارزښت لری . دغه زنګونه يو ضربی ساز دی چې د امپراطوری په ماڼۍ کې په درندو مراسمو يا ميلمستياوو کې غږول کيدل . دغه زنګونه په ډيره لرغونی زمانه کې د شهزاده ګاو له خوا د خپل پلار د يادونې لپاره جوړ شوی دی . پر دغه زنګونو باندی د زنګونو د جوړولو د لاملونو په هکله ليکنه قالب شوې وه . د هه نان ولايتی موزيم وياندې ميرمن ليو هنګ دا معلومات ورکړل چې تر اوسه پوری دغه زنګونه څه نا څه دوه زره پنځه سوه کاله دمخه قالب شويدي . هغې وويل ___اواز___

دغه دوولس زنګونه د کيندلو په مهال کې بالکل ښه ساتل شويدي چې تر ټولو لوی زنګ يو سل او دوه پنځوس کيلوګرامه او ډير کوچني زنګ يي يوازي دوه زره اته سوه سانتي ګرامه وزن لری .

برسيره پردې په دې موزيم کې يوه ځانګړي اوسپنيزه توره هم ايښودل شويده او له دې امله چې په چين کې داسي پيدا شوي لومړنی توره ده چې په مصنوعي ډول

ويلي شوي ، نو د چين د لومړني تورې په نامه هم ياديږي او ددې تورې کيندنه د چين د لرغون پيژندنې په ټولنه کې د حيرانتيا وړ لامل وګرځيده . د هه نان ولايتي

موزيم وياندې ليو هن وويل توره اوسپنيزه ده ، خو لاستی يي ميسې دی او قيمتي ډبرې ورباندي منبتې او ښکلی شويدي . زمونږ په موزيم کې نور زيات شيان د هيواد په نورو موزيمونو کې نه ليدل کيږي . د بيلګې په توګه د دوه ويشت سانتي مترو په اوږدوالي يوه شپيلۍ چې د غاز د ورون هډوکي څخه جوړشوي او اوه سورې لری ، د تعجب وړ خبره خو دا ده چې دغه شپيتلۍ چه اته زره کاله تاريخ لري ، اوس لا هم خوندور موزيک وهلی شي چې دا د موسيقي په نړيوال تاريخ کې ساري نه لری .