<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-08-04 18:39:01    
د چين د سپورټی فلمونو په اړه معلومات

cri

ګرانو اورېدونکو، د بېجينګ د ٢٠٠٨ کال اولمپيک لوبو له رانژدی کيدو سره، په سپورټ کی د چينايانو د برخه اخيستنې توده احساسات هم په پر له پسی توګه زياتيږی. څو ورځی دمخه د بېجينګ د سپورټی فلمونو دوهم فيستيوال تر سره شو چې د باسکټبال د پنځم لمبر لوبغاړې او د ګړندي موټر چلوونکي په ګډون شپږويشت چينی او بهرنی سپورټی فلمونه په سينما او ټلويزيون کی نندارچيانو ته وړاندي شوی چې د سپورټی فلمونو په برخه کی د خلکو د زياتې پاملرنې وړ ګرزيدلي دي .

په ١٩٤٣ کال کی ډايريکتر سون يو په شانګهای کی په بری سره د سپورټي ملکې په نامه د چين لومړني سپورتي فلم جوړ کړ . له ١٩٤٩ کال تر ١٩٦٦کال پوری په چين کی څه نا څه لس سپورټی فلمونه جوړ شول چه ځيني فلمونه د ګڼ شمير نندارچيانو لخوا وستايل شول . د بيلګی په توګه د باسکتبال پنځم لمبر لوبغاړې په نامه فلم چې د مشهور ډايريکتر شی جين لخوا جوړ شوی او د باسکيټبال د يوې ښځينه لوبغاړې کار او ژوند پکی منعکس شوی، د خلکو ډيره ستاينه يی تر لاسه کړه.

په بيلا بيلو تاريخي دورو کی د وګړو نظريې هم بيلې وې او فلمونه د وخت د ټولنيزو نظريو هنداره ده . په ١٩٨٤ کال کی په د اولمپيک په دوبنيو لوبو کی د چين د برخه اخيستنې حق اعاده شوی او چينی لوبغاړی شو های فنګ د همدې دورې په

لوبو کې د نښې ويشتلو په لوبه کې لومړنې طلايي مډال تر لاسه کړ. په هغه مهال کی چينايانو په نړيوالو سياليو کی د مډالونو ګټل د ملی پاڅون نښه بلله. په تيره بيا د واليبال چينی ښځينه ټيم د دريو ځلو لپاره په نړيوالو سياليو کی اتلولی تر لاسه کړېده چه له امله يي له سپورټ سره د چينايانو ډېر تاوده احساسات راپارولی دي او يو شمېر ښه سپورټی فلمونه هم جوړ شوی دی. د بيلګی په توګه د کنګل په سر لوبی کی د يوې لوبغاړې ژوند په اړه د يخ او اور په نامه فلم له دغو فلمونو څخه يوه نښه وه . د دغه فلم ډايريکتر ښاغلی هو شو يانګ د دې فلم د جوړېدو په بهير کی له مخامخ شويو ستونزو په اړه وويل ----------( اواز١)

په هغه وخت کی هوا له صفر څخه دېرش درجې ټيټه وه او د شمال ختيځ چين د سون هوا جيانګ سيند په يخ وهلي سطحې باندی مو دغه فلم صخی ډکولې چه هره ورځ د سهار په اته نيمو بجو مو کار پيل کاوه او د لمر تر لوېدو پوری مو فعاليت درلود. د فلم د جوړېدو په بهيرکی له ډېرو خطرونو سره مخامخ شولو چې حتی د عکس اخيستونکو د دوو مرستيالانو د ورونو هډوکي مات شول.

د شلمې پېړۍ نويمی لسيزی ته د رارسيدو وروسته د چين د فلمي چارو په پرمختګ سره يو لړ غوره سپورټی فلمونه جوړشويدي . په وروستيو کلونو کی په چين کی د معيوبانو په اړه يو شمېر سپورټی فلمونه هم جوړ شوی چې پکی د معيوبو لوبغاړو د زيار ايستلو روحيه څرګنده شويده. د بيلګې په توګه د تورو سترګو په نامه فلم چې پکی د يوې ړندې لوبغاړې قصه څرګنده شوې، په ١٩٩٧ کال کی د چين د غوره داستاني فلم په توګه حکومتی جايزه تر لاسه کړه او په نړيوالو فلمي فيستيوالونو کې يي هم څو څو ځله جايزې وګټلې . ډايرکتر اين لي وويل--------------------------(اواز٢)

په وروستيو کلونو کی د چين په سپورتي فلمونو کی د موضوعاتو او محتوياتو له نظره ستر بدلونونه رامنځته شويدي . هغه وويل مونږ د فلمونو د موضوعاتو بدلونونه ليدلي دي چه په لومړي وخت کې د ځينو لوبغاړو شخصي هڅې او ودې تر سترګو کيده، خو نن ورځ په سپورتي فلمونو کې لا زيات فيشن او خندنی محتويات ليدل کيږي چه د لا زياتو نندارچيانو د خوښۍ وړ دي .

د هانکانګ د مشهور دايريکتر وو سه يون په اند زمونږ په هيواد کې جوړ شوي سپورتي فلمونه کم دي ، په تيره بيا په اوسني مهال کې چه د چين سپورتي چاري د چټګ پرمختګ په حإل کې دی ، بايد د چينايي لوبغاړو د ټينګ هوډ او له ستونزو سره د مبارزې په هکله زيات سپورتي فلمونه واخيستل شي .