<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-08-04 19:55:10    
د چين د لرغونی زمانې مشهور طبيب لی شی جين

cri

د چين دوديز طب ډير لرغونی تاريخ لری چې د چينی دوديز طب او درملو په څو زره کلن تاريخ کښی زيات طبيبان رامنځ ته شول چې له دی جملې څخه د ١٦ پيړۍ طبيب لی شی جين ډير شهرت درلود ٠ دغه راز هغه په نړۍ کښی يو منلی مشهور عالم هم و٠

لی شی جين په ١٥١٨ کال کښی د چين د مرکزی سيمې د هو بۍ په ولايت کښی وزيږيده٠ د ده پلرنی ټاټوبی يو ډير ښکلی ځای دی او ډول ډول طبی بوټي پکښی وده کوی٠ د لی شی جين نيک او پلار د خپل وخت وتلی ډاکټران وو٠ د هغه پلار دی د کوچنيوالۍ په وخت کښی کله نا کله د طبی بوټو د راټولولو لپاره غرونو ته بيوه او ده ته يې د طبی ټوټو په هکله معلومات ورزده کړل ٠ نو لی شی جين ګام په ګام د چين د دوديز طب او درملو له پوهې سره ډيره دلچسپی پيدا کړه، خو څرنګه چې په فيوډالی ټولنه کښی د ډاکټرانو ټولنيز مقام ټيټ و، نو د لی شی جين پلار وغوښتل چې هغه د طب زده کړې و نه کړی او د ازموينې له لاری چارواکی شی٠

د پلار د غوښتنې له مخی لی شی جين په ښوونځی کښی په کوشش سره د څو کلونو لپاره زده کړې وکړې ، خو هغه مينه يې چې له طبيعت سره درلودله ، د چارواکۍ د ترلاسه کولو له سيالی څخه کرکه کوله، نو په دريو امتحانونو کښی ناکام شو٠ نو پلار يی مجبورأ د خپل شاګرد په توګه هغه ومانه٠ وروسته له هغه لی شی جين له يوې خوا له خپل پلار څخه د ناروغيو د درملنې زده کړې کولې او له بلې خوا يې په کوښښ سره د بېلا بېلو لرغونو طبی کتابونو مطالعه کوله ٠ کله چې هغه دوه ويشت کلن شو، په رسمی ډول يې د يوه ډاکټر په توګه د ناروغيو په درملنې پيل وکړ٠

په ١٥٣٧ کال کښی د لی شی جين په ټاټوبی کښی سيلاونه راووتل او د اوبو له تيريدو نه وروسته بېلا بېلو ناروغيو سخت سرايت وکړ ، نو ډاکټران ډير لګيا وو او ځينو ډاکټرانو په هغه موقع کښی په بد نيت سره د درملو بيې لوړې کړې٠ خو لی شی جين او د ده پلار دغه ناوړه کار نه کاوه او د غوره اخلاقو له مخی يې تر وسی پوری د زياتو ناروغانو درملنه کوله چې په نتيجه کښی يې د ډيرو زياتو خلکو د ناروغيو درملنه وکړه او خپل طبی مهارت يې هم لوړ کړی و٠ هغه د ډاکټرۍ مهم مسئوليت احساس کړ او له خپل کار سره يې لا ډيره مينه پيدا کړه ٠

د وخت په تيريدو سره د لی شی جين طبی مهارت په پرله پسی توګه لوړ شو او ګام په ګام يو مشهور وتلی ډاکټر وګرځيده٠ هغه نه يوازی په ولسونو کښی ډير ښه شهرت درلود، بلکی د امپراطورۍ د ماڼۍ ناروغانو هم هغه راوغوښت ٠ څرنګه چې لی شی جين د زياتو سختو او نامعلومو ناروغيو علاج او درملنه کوله ، نو امپراطور هغه د شاهی ماڼۍ د ډاکټرانو د چارواکی په توګه وټاکه٠ که څه هم لی شی جين د امپراطورۍ په ماڼۍ کښی اوسيده، خو کله نا کله يې له ماڼۍ نه بهر د معمولی اوسيدونکو لپاره د ناروغيو درملنې هم کولې٠

ډاکټر لی شی جين په ټول عمر کښی د خپلو طبی تجربو له مخی د درملنی او درملو د معلوماتو په هکله زيات کتابونه وليکل چې په تيره بيا << د نباتی درملو خلاصې >> په نامه يو ډير مشهور طبی کتاب تر اوسه پوری لا هم د ناروغيو د درملنې لپاره د لارښوونې اهميت لری٠

<< د نباتی درملو خلاصې >> ليکلو نژدی دريش کاله دوام درلود او د لی شی جن لخوا د دوديزو درملو په هکله د پخوانيو ډاکټرانو د تيوريو او خپلو تجربو د راغونډولو نتيجه وه٠ په دغه کتاب کښی د چين يو زرو اته سوه او دوه نوی ډوله دوديز درمل راټول شوی او د ناروغيو د درملنې په هکله د درملو يوولس زره او شپږ نوی نسخې او د بېلا بېلو دوديزو درملونو يو زرو يو سل او شپيته تصويرونه شامل شوی ، دغه راز په دغه کتاب کښی د ډول ډول نباتی درملو شکلونه او رول او د هغو د پيدا کيدو ځايونه او د کرلو او راټولو طريقې هم معرفی شويدی٠

لی شی جين نه يوازی د دوديز طب او درملو په هکله يو مشهور پوه و ، بلکی د کيميا ، جيولوژۍ ، نجوم او هواپيژندنې په برخو کښی يې هم ستر برياليتوبونه ترلاسه کړل او په تاريخ کښی له ډيرو سترو عالمانو څخه وشميرل شو٠ په ١٥٩٣ کال کښی لی شی جين د پنځه اويا کلنو په عمر مړ شو٠ د ده له مرګ نه لږه موده وروسته << د نباتی درملو خلاصه >> د يوه ابدی ستر کتاب په توګه په رسمی توګه چاپ شو، ورپسی ژر په جاپان کښی په جاپانی ژبه ترجمه او چاپ شو او وروسته له هغه په لاتينی، جرمنی ، فرانسوی، انګليسی او روسی ژبو ترجمه شوی او په ټوله نړۍ کښی يې ډير شهرت پيدا کړی چې ٌ د ختيځې خوا ستر طبی کتاب ٌ ګڼل شويدی ٠