<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-08-04 19:58:57    
ديانګشو په كلي كي له بې وزلو زده كوونكيو سره د يوې امريكايي پروفيسورې مرستې:

cri

د بهرنيان په چين کې د برخې درنو اوريدونکو ښې چارې هيله ده چې تر دې دمه له ځمکنيو او آسماني آفتونو څخه په امن کې پاتې وی،په همدې هيله راځو د ننۍ برخې وړاندې کولو ته،په تيرو خپرونو کې مو د يو شمير هغو بهرنيانو په اړوند تاسې ته معلومات درکړل چې په چين کې ژوند کوي او يا هم په مختلفو دندو بوخت دي، پدې اونۍ کې به تاسو ته د يوې امريکايي پروفيسورې په هکله معلومات درکړو چې دلته په چين کې د ناروغانو په درملنه بوخته ده، هيله ده چې ددغې برخې په اوريدلو کې تر پايه زموږ ملتيا وکړی،

د دوه زره شپږم کال د مي په مياشت کې د ګوانګسي د زونګ قوم د خپلواکې سيمې د يانګشو په کلي کې د لمړني ښونځي زده کوونکي چو لينګجو چې يولس کاله عمر يې درلود،په مخ يې يوه ستره دانه يا تومور راپيدا شوی وه د سيمې په روغتون کې بستر وو، دغه هلک د پيداښت له مودې راهيسې ددغه خطرناک تومور له موجوديت څخه سخت ځوريده،چې بالاخره د امريکا د موريهيد ايالت د پوهنتون د پروفيسورې بيتي کيتيس له خوا يې د ناروغۍ درملنه وشوه او تومور يې د يوه طبي عملياتو په ترڅ کې ورڅخه ليرې کړ، چولينګجو يو له هغو دوه سوه او شپاړس تنو بې وزلو زده کوونکو څخه دي چې د يانګشو په كلي کې يې د دغې خيريه ټولنې په مرسته خپله روغتيا بيرته حاصله کړې چې د کيتيس په مرسته جوړه شوې ده،نوموړې خيريه ټولنې دغه راز د نورو دوه سوه او پنځلس تنو بې وزلو زده کوونکود ژوند د ښه کولو لپاره دهغو د زده کړو او اوسيدو لپاره هم مرستې کړي دي.

دغه امريکايي پروفيسورې وايي ا هيله منده ده چې د يانګشو په سيمه کې خپلو خيريه چارو ته لا پراختيا ورکړي،

رښتيا خبره ده هغه کسان چې هم بی وزلي او هم له ګڼو ستونزو سره لاس او ګريوان وي نو په داسې وخت کې دوي ته د مرستو د لاس وراوږدول نه هيرودونکي وي ،او هغه کسان چې په داسې حالاتو کې له بې وزلو او ستونزمنو کسانو سره مرستې کوي يو ډول روحي آرامتيا احساسولی شي،چې ددې خوند تر هر څه زيات او لوړ وي.

له يانګشو سره اړيکې:

دا چې نوموړې امريکايي خيريه ټولنې او د موريهيد آيالت څنګه په يانګشو سيمې کې د کارکولو او بيا دغې سيمې ته يې د بيتي کيتيس د ورليږلو لپاره مينه پيدا کړه، او په ترڅ کې يې له دوه سوه شپاړس تنو بې وزلو زده کوونکو سره مرستې هم تر سره شوې؟

د دوه زره څلورم کال د اکتوبر په مياشت کې د يوې غونډې په ترڅ کې د يانګشو سيمې او د امريکا د موريهيد ايالت تر منځ د همکارۍ تړون لاسليک شو،البته د يادولو وړ ده چې د يانګشو سيمه له مخکې څخه ددې مرستو لپاره ځانګړی شوي وه،ددغو مرستو له اعلان څخه وروسته د دواړو خواو ترمنځ په بيلابيلو برخو کې ښوونيزې مرستې هم ترسره شوي دي،د بيلګې په توګه د روغتيا ساتنې،کلتور، سيلانۍ،اقتصاد اوپه ځينو نورو برخو کې. او کيتيس له هماغه مهاله د موريهيد آيالت د خيريه ټولنې د استازې او مشرې په توګه په يانګشو کې دنده ترسره کوي، کيتيس اوس هوډ لري چې د يانګشو سيمې يو شمير ځوانانو ته پخپله اړوندې زده کړې ورکړي.

د دوه زره پنځم ميلادي کال د جولاي په مياشت د يانګشو په شاوخوا سيمو کې د انګليسي ژبې د استاذانو د لهجې د اصلاح کولوپه موخه د موريهيد له آيالت څخه يوه ډله سيمې ته راغله او په يانګشو کې يې د انګليسي ژبې د استاذانو لپاره لس ورځنی دوبنی کمپ پرانيست،اوميرمن کيتيس پدې لار کې ښوونکو ته خپلې لارښونې او زده کړې ورکړې، ددغه لس ورځني پروګرام په لړ کې کيتيس دې پايلې ته ورسېده چې نوموړي استاذان لا هم له زياتو ننګونو سره مخامخ دي، او له دوی څخه يې واوريدل چې ددوی اړوند زده کوونکي پخپلو زده کړو کې ډير زيات زيار باسي او هڅې کوي، هغه زده کوونکی چې د کيتيس تر درملنې لاندې راغلي تر نورو زده کوونکو لاهم زيات زيار باسي او په ښه توګه خپلې زده کړې پرمخ بيايي،

لدې سره سره چې د زينګ پينګ لمړني ښوونځي زده کوونکې چو لينګجو پر خپل مخ غټه دانه يا تومور درلود ښې زده کړې کړي،اود خپل ټولګي تر ټولو غوره زده کوونکی ګڼل کيږي،

دغه راز د يانګ کان لمړني ښوونځي يو تن بل نوي ځوان زده کوونکي چې د ماشومتوب له دورې څخه د فلج له ناروغۍ څخه زوريږي خو بيا هم هره ورځ پخپل وخت ټولګي ته ځان رارسوي،

همدا شان د ايتيو لمړني ښوونځي زده کوونکې بين فازينګ هم له هغو زده کوونکو څخه ده چې د سختو زده کړو په پايله کې ورته د همهغه فصل د( لايقې او وړ زده کوونکې) په نوم يوه جايزه ورکړل شوه، پداسې حال کې چې دغې زده کوونکې هم بيلابيلې کورنۍ ستونزې درلودې د بيلګې په توګه مور يې ناروغه وه او د پلار مياشتنی معاش يې ډېر لږ وه، خو د کيتيس مينې او کوښښونو هغه وهڅوله چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي او بالاخره يې د وياړ وړ پايله تر لاسه کړه.

د دوبني کمپ د چارو تر پاي ته رسيدو وروسته کيتيس هم له خپلې دندې څخه لاس واخيست او د غرنيو سيمو په ليدنو کتنو يې پيل وکړ،او هلته يې له زياتو لمړنيو ښوونځيو او په هغو کې له بې وزلو زده کوونکيو او د هغو له کورنيو څخه کتنه وکړه، او له خپلو شخصي پيسو څخه يې زر يوانه له بې وزلو زده کوونکيو سره مرسته هم وکړه، او له شخصي څيړنو او له دوي سره له خبرو اترو څخه ورته څرکنده شوې چې ددې سيمې زياتره زده کوونکي بې وزلي دي،او دا هيله لري چې د يانګشو د زده کوونکيو په شان ورسره مرستې وشي. نو د ې هم خپلې هڅې پيل کړې چې ددغو زده کوونکيو غږ خپلې اړوندې مرستندويه ټولنو ته ورسوي، څو له دوي سره د مرستې لاس ور اوږد کړي، او ددې د کوښښونو په پايله کې خيريه ټولنه پدې سلا شوه چې د يانګشو سېمې د زده کوونکيو لپاره نورې زياتې مرستې وکړي.

او د نورو مرستو تر څنګ يې د دوه سوه او شپاړس تنو زده کوونيکو سره شاوخوا درې دېرش زره يوانه نغدي مرستې هم كړيدي،

اوس مهال ميرمن کيتيس د يانګشو سيمې د انګليسي له شاوخوا سلو تنو سره د انترنت او بريښنا ليک له لارې اړيکې لري او وخت نا وخته د هغوي ستونزې ورته حل کوي.

(( خوشحال تايب))