<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-08-05 20:20:36    
دچين د هوبی په ولايت کی د کليوالو ښوونکو د تدريسي کچې د لوړوالی پلان پيل شويدی

cri

د تير کال په پيل کې د چين په هوبی په ولايت کې د کليوالو ښوونکو د تدريسي کچې د لوړوالی پلان پيل شوی دی . له دغه پلان سره سم به په راتلونکو پنځو کلونو کې د دغه ولايت د مرکز وو هان ښار په څو پوهنتونونو کې د يو لک تنو کليوالو ښوونکو د روزنې لپاره سل مليونه يوانه پانګه واچول شی .څه موده مخکی زمونږ خبريال د وو هان ښار له څو پوهنتونونو څخه ليدنې کتنې وکړې .

خبريال د هوا ځونګ په علمی پوهنتون کې ليدلی چې د هو بی پوهنتون د پروفيسر ايی شيان فاپه يوه پراخه او روښانه ټولګۍ کې د دغه ولايت د بيلا بيلو کليو د منځنيو او لومړيو ښوونځيو نژدی دوه سوو تنو ښوونکيو ته د روزنې د علم په هکله درس ورکاوه .

د وو هان په پوهنتون کې د دان جيانګ کو ښار د يوې منځنی ښوونځی مشر لی چای پنګ خبريال ته وويل چې مونږ د زده کړې له بهير څخه زياتې ښونزی لاری چارې زده کړی چې دا زمونږ د تدرسی کارونو لپاره مهم رول لوبوي .

بل ښوونکی جانګ تاو وويل چې د زده کړو وروسته يې تعليمی افکار بدل شوي دي او اوس د ماشومانو د زده کړې بهيرته ډيره پاملرنه کوي.

د دغه پلان جوړونکی او ګډون کوونکی هيله لري چې د منځنيو ښوونځيو ښوونکی په لنډه موده کې له روزنې څخه لازياتې ګټې تر لاسه کړي دي .د هوا ځونګ په علمی پوهنتون کې روزونکی د درسونو له لوستلو وروسته يو جدول ليکلی او د دوی د ښوونکو د درسونو ارزونه يی کړی ده .د معلوماتو له مخې له پلټونو څخه څرګنده شوی

چې په سلو کې ٩٠ روزونکي هم د برخه والو کليوالو ښوونکو لخوا ستايل شوی .

تېر کال د جی ځون ولسوالی زرو تنو ښوونکو دغه روزنه منلی وه . په روان کال کې د دغې ولسوالی د تعليمی ادارې يوه ماموره ګو باو جيوان د څه د پاسه شپږو سوو تنو هغو ښوونکو مشره ده چې روزنه منی .هغې وويل چې مونږ د روزنې د پايلو د پلټنې سيستم جوړ کړی دی .هر روزونکی بايد تر زده کړو وروسته اړوند راپور وليکي .

د معلوماتو له مخې په ٢٠٠٤ کال کې د دغه ولايت د تعليمی ادارې اړوندو چارواکيو د ښوونکيو د اړتياوو د معلومولو او د وړانديزونو د راغونډولو لپاره د ديرشو ولسواليو او ښارونو سلو لومړنيو او منځنيو ښوونځيو ته تللی دی .

د هو بی پوهنتون پروفيسر ايی شين فا وويل دغه کليوالې ښوونکی چی د خپل توان د لوړوالی غوښتنه لري زمونږ د درس ورکوونکو ښوونکو له درسونو څخه خوښی څرګنده کړه . په دغو ٢٠٣ تنو درس ورکوونکو روزونکو ښوونکو کې د پوهنتونو پروفيسران او د وو هان ښار د لومړيو او منځنيو ښوونځيو مشهور ښوونکی شامل دی .

برسيره پردی په دغه پلان کې د روزنې ،اسنادو او ترانسپورت په شمول زيات لګښتونه وړيا دي .

د دغه ولايت تعليمی ادارې له روزنکو پوهنتونونو څخه غوښتنه وکړه چې بايد دغو کليوالی وونکو ته د هوا سړولو وسايل ،ليليې ،خوړنځايونه ،ټولګی او کتابتونونه برابر کړي .د وو هان ،هوا ځونګ او هو بی په شمول لس پوهنتونه د دغې روزنې دنده په غاړه لري او په روان کال کې د دغو روزونکو پوهنتونونو شمير ١٤ ته رسيدلی دی .

د هوا ځونګ د ښوونکو د پوهنتون مشر وويل هيله لرو چې دغه کليوالې ښوونکی په لنډه موده کې زمونږ د پوهنتون کلتور احساس کړي .