<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-08-06 18:30:16    
نوی څلور اختراعات

cri

قطب نما، باروت، کاغذ او د چاپ تخنيک په لرغونی زمانه کی د چينايانو څلور لوی اختراعات وو، خو په دی وروستيو وختونو کی د چين د علمی او تخنيکی تاريخ د ټولنی په اړه د تعميم د کميسيون رييس پروفيسر وانګ يو شنګ د چينايانو نوی څلور لوی اختراعات وړاندی چی دغه اختراعات بايد د پخوانيو څلورو اختراعاتو سره يو شان د انسانانو لپاره ډېر ستر رول لوبولی او لوبوی يی٠

لومړی – د چين عنعنوی طب او طبی بوټی٠ په لرغونی زمانه کی د نړۍ هر ملت د ناروغيو د علاج طريقی او درملونه درلودل، خو اوس غربی طب د دغو ځانګړی او سيمه ايزو طبی سيستمونو ځای نيولی دی، خو يوازی د چينی طب او دارودرملو بشپړ سيستم د غربی طب سره يو ځای ساتل شوی دی چی دغه غوره سيستم نه يوازی د چينی ملت لپاره څو زره کاله خدمت کړيدی، بلکی د نړۍ د بېلا بېلو ځايونو د لازياتو ناروغانو او طبی متخصصانو له خوا د تود هرکلی سره مخامخ شويدی٠

دوهم – د استوايی جغرافيايی متخصا نظام ٠ چين په نړۍ کی د دی نظام لومړی استعمالونکی هېواد دی او چينايی ستورو پيژندونکو د دی نظام په استعمالولو سره د لمر ، سپوږمۍ، ستورو د حرکاتو څېړنی کړی دی، خو په لرغونی لويديځ کی د مختصو بروجو نظام استعماليده، د معاصر نجومی علم له مخی نوموړی دوه نظامونه بيخی فرق لری او د چين له خوا استعمال شوی نظام د مختصو بروجو له نظام نه مترقی دی ، نو اوس د مختصو بروجو د نظام په ځای د استوايی جغرافيايی متخصاتو نظام استعماليږی٠

دريم – اعشاری سيستم٠ چين هم په نړۍ کی لومړنی هېواد دی چی اعشاری سيستم استعمالوی٠ دری څلور زره کاله د مخه په هغو خطونو کی چی د کشپ يا لاکونو په کاسو باندی حکاکی شوی وو، يو ، دوه ، دری ، څلور ، پنځه، شپږ، اوه ، اته ، نه ، لس ، سل ، زره، لس زره او داسی عددونه ليدل کيږی٠

څلورم – په حروفو د چاپ تخنيک د چينايانو له څلورو لرغونو اختراعاتو څخه شمېرل کيږی، خو د چاپ هغه تخنيک چی لومړی په تختو باندی خطونه حکاکی او بيا په کاغذ باندی چاپيږي، هم لومړی د چينايانو له خوا اختراع شويدی، ځکه چی په ١٩٦٨ کال کی د جنوبی کوريا په يو ولايت کی يو بودايی کتاب کشف شو چی ديارلس سوه کاله دمخه د چين د تان په سلسله کی چاپ شوی و، په نړيوال علمی ټولنه کی دا مشاجره رامنځته شويده چی ايا چين په نړۍ کی داسی لومړی هېواد دی که نه چی په تختو باندی د خطونو د حکاکی کيدو وروسته په کاغذ باندی يی د چاپ چاری پرمخ بيولی٠ د چين مشهور عالم پن په نظر د تان د سلسلی مخکی داسی چاپ شوی کتابونه هم ليدل کيږي، نو دا ښی چی چين د چاپ د داسی تخنيک لومړنی استعمالونکی هېواد ؤ٠