<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-08-07 18:51:49    
وتلی پوليس چن لی چيوان

cri

ګرانو اوريدونکو، د چين د شينجيانګ د ويغوری قوم د خپلواکی سيمې د عؤلجا ولسوالی په يوه علاقه دارۍ کښی د ٌ يی چيون ٌ په نامه يوه پوليسی اداره شته ٠ د دغې ادارې مشر چن لی چيوان نوميږی٠ له څه دپاسه لسو کلونو راهيسی هغه د سيمه ايزو خلکو او ټولنيز ثبات لپاره نه ستومانه کيدونکی کارونه کوی او د پوليسی سپيڅلې دنده ترسره کوی٠ نو له دې امله هغه د سيمه ايزو اوسيدونکو مينه او ملاتړ ترلاسه کړی ، دوه ځله د ټول چين د وتلی ولسی پوليس په ټوکه ټاکل شوې او څو ځله يې ډول ډول افتخاری لقبونه ګټلی دی٠

ښاغلی چن لی چيوان د چين د ٌ هان ٌ قوم هيوادوال دی چې په ١٩٦٨ کال کښی زيږيدلی ، په ١٩٩٣ کال کښی د شينجيانګ د پوليسی افسرانو د روزلو له ښوونځی څخه فارغ شو٠

د يی چيون په پوليسی اداره کښی يوازی اووه تنه پوليسان شته ٠ د علاقه دارۍ د اوسيدونکيو لپاره د خدمتونو ترسره کول ، د دوی د غوښتنو پوره کول او د سيمه ايز قومی يووالی او ټولنيز ثبات ساتل د چن لی چيوان او نورو ټولو پوليسانو د کارونو اصول دی٠

د ٌ يی چيون ٌ د پوليسی ادارې سياسی مشر ځن جيان جيون چې په اوږده موده کښی له ښاغلی چن لی چيوان سره يو ځای کار کوی، خبريال ته وويل :

ٌ ښاغلی چن لی چيوان زمونږ د ادارې په شاخوا سيمه کښی ډير شهرت لری، هغه د خلکو لپاره زيات عادی او ګټورکارونه کړی او زمونږ بېلګه ده٠ ٌ

د ٢٠٠٥ کال د می د پنځمې نيټې په ماښام يو سپين ږيری اوسيدونکی په خپل کور کښی په ناڅاپه توګه ولويده او حرکت يې نشو کولای، ښاغلی چن لی چيوان د خبر له اوريدو نه وروسته پروخت د ده کور ته ورسيد او سپين ږيری يی روغتون ته ورساوه٠ د همهغه کال د اکتوبر د٢٦نېټې په ماښام د يوه اوسيدنکی موټرسايکل غلا شو، چن لی چيوان له نورو پوليسانو سره يو ځای په لسو دقيقو کښی تښتيدلی غل ونيوه٠

په دغه علاقه دارۍ کښی لوي کارونه يا سختې پېښې کمې دی او پوليسان عمومأ واړه او لږ ارزښت لرونکی کارونه کوی ، خو ښاغلی چن لی چيوان په دقت او ښه شان سره هر کار کوی٠ ده وويل : ٌ کله نا کله زه له ځان څخه پوښتنه کوم چې نن می څه کار کړيدی؟ خو ځان ته ځواب نشم ورکولای٠ ځکه چې له سهار څخه تر ماښام پوری په کوچنی او عادی کارونو لګيا يم٠ اوس مونږ د اوسيدونکو لپاره خدمتونو او د سختو پېښو مخنيوۍ ته لومړی اهميت ورکوو چې د مدنی شخړو د منځګړيتوب لپاره مو زيات کوښښونه کړی او د سختو کشالو او پيښو د مخنيوۍ او د ټولنيز ثبات د ساتلو په برخو کښی مو ډير ښه برياليتونه ترلاسه کړيدی٠ ٌ

د ١٩٩٨ کال د دوبی په يوه ورځ کښی يوه کارګر له چن لی چيوان څخه مرسته وغوښتله ، ځکه چې په يوه ناوړه پېښه کښی د ده د څلور کلن زوی پښه ماته شوه٠ چن لی چيوان سمدلاسه ټپی شوی ماشوم د عؤلجا ښار روغتون ته ورساوه او په موقتی توګه يې د هغه په ځای د طبی لګښت يوه برخه ورکړه٠ له عملياتو نه وروسته ډاکټر وويل چې که ماشوم لس دقيقې ناوخته راليږلی وای، نو ښايي چې مړ شوای به وو٠ د ماشوم د ټپ له جوړيدنې نه وروسته د ده پلار او مور له ښاغلی چن لی چيوان څخه د مننې د څرګندولو لپاره د يی چيون پوليسې ادارې ته يوه افتخاری جنډه ورکړه٠ خو د چن لی چيوان په أند دا د ده اصلی دنده ده ٠ هغه وويل : ٌ خلکو ته خدمت د پوليسی ادارې يوه دنده ده، ألبته مونږ بايد له دوی سره مرسته وکړو او مننه ونه غواړو٠ څرنګه چې مونږ پوليسان يو، نو مسئوليت لرو چې د زړه له کومی د خلکو لپاره خدمتونه ترسره کړو ٠ ٌ

ښاغلی چن لی چيوان له ځايی خلکو سره ژور احساسات لری ، خو له مجرمينو سره دښمنی او له هغوی څخه کرکه لری٠ د ٢٠٠١ کال په يوه شپه چن لی چيوان د ګزمې په ترڅ کښی وليدل چې دوو مکارو ځوانانو د غلا لپاره هڅه کوله چې له ديوال څخه په تيريدو سره يو کور ته ننوځی٠ هغه د چغې په کولو سره په دوی پسی منډ ه ووهله٠ چن لی چيوان د دې پېښې د يادونې په بهير کښی وويل :

( اواز ) ٌ په هغه وخت کښی له دوی څخه يو تن د چاقو په وسيله را باندی بريد کاوه ، ما په يو لاس هغه نيوه او په بل لاس می د ده چاقو په زور واخيسته ٠ خو بل غل هم د چاقو په وسيله ما ته ګواښ وکړ٠ ما سمدلاسه هغه ته امر ورکړ چې ودريږه ! که راشی ، زه به د توپک په وولم ٠ په همهغه وخت کښی ځينی اوسيدونکی هم راغونډ شول ، هغه وويريده او وتښتيده٠ په پای کښی ما د نيول شوی ځوان له لاس څخه چاقو واخيست او د لاس کړۍ می ورته واچولې٠ ٌ

ښاغلی چن لی چيوان په عادی کارونو کښی وتلی خدمتونه ترسره کړيدی، د هر تن لپاره د يو يا دوو ښو کارونو کول اسان دی، خو د چن لی چيوان په شان تل د خلکو لپاره د نه ستومانه کيدونکو خدمتونو ترسره کول مشکل کار دی ٠

ګرانو دوستانو، اوس له تاسو څخه يوه پوښتنه کوو چې چن لی چيوان څو ځله د چين د وتلی پوليس په توګه تاکل شويدی؟ هيله ده چې تاسی په خپلو ليکونو کښی سم ځواب راکړی ! مننه !