<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-08-07 19:08:47    
د چين د تانګ شان ښار له کنډوالو څخه تر عصری او پرمختلليو ودانيو پوری

cri

ګرانو اوريدونکيو ،که د چين شمال ته سفر وکړي ، ښايی چې له يو عصری ښار تانګ شان څخه تير شی او پکی د عصری تکنالوژيو اقتصادی سيمه ،بشپړه ترانسپورتی شبکه او بنسټيز تاسيسات شته چې زيات نړيوال شرکتونه يی راجلب کړي دي .خو ديرش کاله مخکی يوې سختی زلزلې دغه ښار ته ډير زيانونه رسولی و .د چين د اقتصاد او سوداګرۍ په دغه پروګرام کې به تاسو ته د چين د تانګ شان په ښار کې له زلزلې وروسته د بدلونونو په باب معلومات وړاندی کړو.

د ١٩٧٦ کال د جولای په ٢٨ نېټه د چين له پلازمينې بيجينګ څخه په يوسل پنځوس کيلو مترې د تانګ شان په ښار کې يوه ډيره سخته زلزله رامنځته شوه چې له امله يې دوه لکه څلويښت زره تنه مړه او يولکه شپيته زره تنه نور سخت ټپيان شول او د څه د پاسه لس مليارډو په ارزښت يې مالی زيانونه رسولی و.خو د زلزلې وروسته له ديرشو کلونو راهيسی د دغه ښار د خلکو عايداتو په چټکې سره زياتوالی موندلی دی .په ٢٠٠٥ کال کې د دغه ښار د خلکو د هر تن په سر منځنی عايدات د ١٩٧٥ په پرتله څلويښت ځله زيات شوی چې په ترڅ کې يې د کمپيوټرونو د وجود د غښتلتيا لپاره سپورتی وسيلو ،کورونو او موټرونو د اخيستلو په برخه کې لګښتونه هم زيات دی .څه موده دمخه د تانګ شان د نړيوالو موټرونو د دوهمې دورې په پنځه ورځنی نندارتون کې د يو اويا مليونو يوانو په ارزښت څلور سوه لس موټرونه وپلورل شول.د يوې شميرنې له مخې دا حيرانوونکی خبره ده چې د تانګ شان په ښار کې له هرو پنځو تنو څخه يو تن ځانګړی موټر لري .

ددغه ښار د خلکو د موټر د درلودو له حالت څخه د دغه ښار د شيانو د لګښت ډير

امکانات هم څرګنديږي .د دغه نندارتون يو جوړونکی د تانګ شان د دونګ فانګ د نندارتونونو اداره کولو د محدود شرکت کارکوونکۍ ميرمن وانګ می وويل (اواز................)

د تير کال په نندارتون کې يوازی اويا عراده موټرونه ښودل شوي ووچې عمده برخه يی ټيټه بيه موټرونه وو خو د روان کال په نندارتون کې يو سل نه څلويښت عراده موټرونه وښودل شول چې پکی د لوړې بيې موټرونه هم شامل دي .

نننی تانګ شان د ورحلاصون يو ساحلی دی .د روان کال په لومړی نيمايی کې په دغه ښار کې دری سوه لس مليونه امريکايی ډالره بهرنی پانګه کارول شوی چې دغه شمير د تير کال د همدی مودې په پرتله په سلو کې ديرش زيات شوی او د هه بی په ولايت کې يې لومړنی مقام نيولی دی .د تانګ شان ښار د سوداګريزې ادارې د پانګونې څانګې مسئول چای هونګ سنګ خبريال ته وويل (اواز................) د تانګ شان ښار يو صنعتی ښار دی .د فولادو ،ساختمانی توکيو او ماشين ألاتو د جوړولو په شمول صنايع زمونږ د ښار دوديز صنايع دي او په دغو صنايعو کې د ګډې پانګونې ،همکارۍ او د اسهامو د پلورلو له لاری زيات نړيوال شرکتونه راجلب شوي دي .تر اوسه پوری مونږ د جاپان د پاناسونيک او تويوتا ،د فرانسې دانونی ، د امريکا انهيسير بوشی او د هانکانګ د چانګ جيانګ له شرکتونو سره د همکارۍ اړيکی ټيګې کړی دی . په تيره بيا د فولادی صنعت په ساحه کې مونږ په دی باندی ټينګار کوو چې د بهرنی پانګونې په کارولوسره د فولادی صنعت د جوړښت د تنظيمولو په بهير کې دګډې پانګونې فولادی تصدۍ جوړې شی چې زمونږ د ښار د دغو تصديو د تکنالوژيو عمومی سويه او د توليداتو د پياوړتيا توان لوړ شی .

په همدی وخت کې د تانګ شان ښار د ولايت په کچه د اقتصاد او تکنالوژيو اووه ابادوونکی سيمې جوړې کړي او د زياتو امتيازی تګلارو په کارولو سره يی لازيات بهرنی او کورنی تصدۍ د تانګ شان راجلب کړي دي .د جاپان تصدۍ د ژی شنګ په نامه د وسايلو د محدود شرکت عمومی مدير يوشيکاوا خبريال ته وويل (اواز...........) د تانګ شان ښار ښه ترانسپورتی شرايط لري چې د تيان جين او بيجينګ له لويو ښارونو سره نژدی دی .دغه ښار خپل امتيازونه لري نو زياتې جاپانی تصدۍ يې راجلب کړې دي .په دغه ښار کې زمونږ د شرکت جوړول يوه سمه فيصله وه .

په وروستيو کلونو کې د تانګ شان ښار اقتصاد چټک پرمختګ کړی .په ٢٠٠٥ کال کې يې د اقتصاد عمومی اندازه دوه سوه دوه مليارډه اووه سوه مليونه يوانو ته رسيدلی او مالی عايدات يی دوه ويشت مليارډه شپږ سوه مليونه يوانه و چې دغه دوې اندازې په جلا جلا توګه د ٢٠٠٠ کال په پرتله په سلو کې سل زيات شوي دي .د تانګ شان ښار يو حکومتی مامور خبريال ته وويل چې له نن وروسته به حکومت د اقتصادی پرمختګ تر څنګ د خلکو د ژوند سويه لوړه کړي او د يو نوی عصری ښار أبادۍ لپاره هم هڅه وکړي .