<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-08-08 19:36:35    
د چين د تبت د هوا پيژندنی کار پوهه پو بو جو ما

cri

ګرانو اوريدونکو ، دا دی يو ځل بيا د ښځي او ټولنې د پروګرام وخت رارسيدلی دی . زه غوټی يم او د دغه پروګرام په وړاندی کولو سره ستاسو هر کلی کوم ، هيله ده چې د پروګرام تر پايه پوری له ما سره پاتی شی . په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د چين د تبت د هوا پيژندنې د کار پوهې پو بو جو ما په اړه لنډ معلومات وړاندی کړم .

پو بو جو ما په ١٩٥١ کال کې زېږيدلی او په اتلس کلنۍ کې يی له منځنی ښوونځی څخه تر فارغيدو وروسته د هوا پيژندونکی په توګه کار وکړ چې په تبت کې د هوا پيژندنې په اړه د لومړنيو کارکوونکو څخه يوه ده . مېرمن پو بو جو ما د تبت د شن جا ولسوالی ته ولېږل شوه چې د تبت په شمالی برخه کې پرته ده او د سمندر له سطحې څخه پنځه زره ميتره لوړه ده . که څه هم په دغه ولسوالی کې د کار چاپيريال ډېر سخت دی چې نه يوازی هوا رقيقه او اکيجن کم دی ، بلکی وچکالی او يخنی هم ده ، خو پو بو جو ما په خوشحالی سره هلته کار کوی .

هغې د سخت چاپيريال په وړاندی خپل سره ټيټ نه کړ او ټينګه اراده يی درلوده چې ټول مشکلات ليری کړی . هغې د شپی او ورځې د خپلو کارونو په اړه کتابونه لوستل . بالاخره يی د خپل کوښښ له لارې په لنډه موده کې د هوا د څېړنی په ساحه کې لوی لاس پيدا کړ . په ١٩٧٤ کال کې پو بو جو ما چې درويشت کلنه وه د سپارښتنې له لارې ، د يو نان پوهنتون د ژيو فزيک په څانګه کې په زده کړو پيل وکړ .

له دې وروسته پو بو جو ما په دريو کلونو کې په پوره توګه د زده کړو لپاره کوښښ وکړ چه له دې امله يی د غوره زده کوونکې په توګه د يو نان ولايت د هوا پيژندنی او څيړنې په کارونو کې ګډون وکړ او په دې ترڅ کې يي له زړو پوهانو څخه زده کړه وکړه او د زياتو ستونزو او مشکلاتو په ګاللو سره يي د ټولو همکارانو ستاينه تر لاسه کړه . په ١٩٧٦ کال کې هغې د ولايت په کچه د هوا پيژندنې په برخه کې جايزه تر لاسه کړه .

د ١٩٧٧ کال په جولای کې پو بو جو ما له يو نان پوهنتون څخه فارغه شوه او تر هغه وروسته د شن جا د هوا پيژندنې مرکز ته بيرته ولاړه . له پخوانيو کارونو نه پرته هغې د هوا د وړاندوينې دنده په خپله غاړه واخيسته . که په کارونو کې يی له ستونزو سره مخامخ کېده او پخپله يی له منځه نشو وړلی . نو د بېلا بېلو ځايونو پوهانو ته يی ليکونه ليږلاو پوښتنې يی کولې . دغو پوهانو د دې رويه خوښه کړه او تل يی تر خپله وسی پوری ورسره مرسته کوله .

په ١٩٨٢ کال کې پو بو جو ما چې په هغه وخت کې يی دوه اولادونه درلودل د تبت د خپلواکې سيمې د هوا پيژندنې مرکز ته ولېږل شوه. د دې په اند ، د چينګ های او تبت په سيمه کې د اقليمی بدلونونو پيژندنه د يو ډول پلټوونکی لارو څخه نشی تر سره کولای . د دې تر څنګ ، مېرمن پو بو جو ما د هوا د تحقيقاتو په اړه د لا زياتو لارو چارو د څېړلو لپاره کوښښ وکړ.

په ١٩٨٦ کال کې پو بو جو ما د هوا پېژندنې په اړه يوه فورم کې خپله ليکنه چې نوم يی دا دی : په دوبی کې د يا لو ځانګ بو سيند په سيمو کې د سخت باران د اورېدلو په اړه څېړنه او وړاندوينه خپره کړه او د برخه والو پوهانو لخوا يی

ښه ستاينه حامله کړه. په ١٩٨٨ کال کې پوهانو د دې لخوا د په ګوته شويو لارو چارو په واسطه په بريالی توګه د ريکاځه په سيمه کې د سخت باران له امله د سيلاونو وړاندوينه کړی او د سيلاونو د مخنيوی لپاره يی موثر تدبيرونه نيولی دی .

له دې نه وروسته پو بو جو ما د خپلو څېړنو په بهير کې ډېر برياليتوبونه تر لاسه کړل چې ښې اجتماعی او اقتصادی ګټې يی درلودې .

په ١٩٩٣ کال کې مېرمن پو بو جو ما د هوا د وړاندوينې په اړه جګ پوړی انجنيره وټاکل شوه او د هوا پيژندنې لومړنی تبتی لومړنی ښځينه انجنيره ده .