په ١٩٥٦کال کی د ملبورن د اولمپيک له سپورتی لوبو څخه د توکيو تر لوبو پوری لوبغاړې فريز د لامبو وهلو په حوض کی په پر له پسی توګه د استراليا لپاره مډالونه وګټل . د توکيو د اولمپيک په سپورتی لوبو کی يی د ښځو د سلو مترو په واټن د ازادی لامبو په لوبی کی طلايی مډال او د اتو سوو مترو په واټن په ٤ کسيزه ريلی مسابقه کی دوهم ځای ترلاسه کړ . د لامبوپه ورزشی ژوند کی لوبغاړی فريز د ١٤ ځلو لپاره نوی نړيوال ريکارډ ټينګ کړی او د اولمپيک په لوبو کی يی ٤ طلايی مډالونه او ٤ د سپينو زرو مډالونه وګټل چی په هماغو کلونو کی يی د استراليايانو په زړونو کی يوه افسانوی ښځه ګڼله کيده .
* د مکسيکو د اولمپيک ١٩سپورتی لوبی
د اولمپيک ١٩ سپورتی لوبی د١٩٦٨ کال د اکتوبر له ١٢ نيټې نه تر ٢٧ نيټې پوری په مکسيکو سيتی کی ترسره شوې او د ١١٢ هيوادونو او سيمو ٥٥١٦ تنو لوبغاړيو پکی برخه درلوده او د شلو لوبو په ١٧٢ مسابقو کی يی سره سيالی وکړې . د اولمپيک د دغو لوبو په مسابقو کی ځينی بدلونونه رامنځ ته شول . د بيلګې په توګه د لامبووهلو په اړه د مسابقو شمير له ١٨ نه ٢٩ ته زيات شو . له دی امله چی دغه لوبی په لوړې سيمه کی ترسره شوې ، نو د لنډې ځغاستې او ټوپ وهلو په شمول د سپک اتلتيک په ٦ لوبو کی نړيوال ريکارډونه مات او د لامبووهلو په لوبو کی ٥ نوی نړيوال ريکارډونه ټينګ شول .
مکسيکو سيتې د مکسيکومتحدو أيالتونو پلازمينه ده او د سمندر له سطحی
څخه په ٤٢٠٠ مترو لوړه کی واقع دی . له دی امله چی په دغه ښار کی زيات شمير ارزښتناک ديوالی تصويرونه راپاتی شوی ، نو خلک هم ور ته ديوالی تصويريز مرکز وايی .
* د لوړو اغيزه
د اولمپيک د ١٩ سپورتی لوبو د ترسره کولو حق مکسيکو سيتی ته وسپارل شو چی د سمندر له سطحې نه د٤٢٠٠ مترو په لوړه کی پروت دی ، نو له دی امله د بيلا بيلو هيوادونو لوبغاړيو او روزونکيو په راتلونکوسياليو کی دغوره برياليتوبونو دترلاسه کولو په موخه په لوړو او جګو سيمو کی په تمرينونو لاس پوری کړ . د سويټزرلنډ د سنموريڅ په جګو غرونو کی ورزشی ځای د اروپايی هيوادونو د لوبغاړيو د راغونډيدو مرکز وګرځيد او امريکايان د کاليفورنيا ايالت په جنوبی غرونو کی په تمرينونو بوخت وو ، دغه راز د شوروی اتحاد د سپک اتلتيک ملی لوبې هم په هغه ورزشی ډګر کی ترسره شوې چی د سمندر له سطحې نه يی ١٥٦٢ متره جګوالی درلود . حقيقتونو دا هم ثابته کړې چی په مکسيکو سيتې کی د اولمپيک سپورتی لوبی د ستاينې وړ وي چی پکی يوشمير حيرانوونکی نړيوال ريکارډونه رامنځ ته شول .
*د تحريکونکيو درملو او جنسونو معاينه
د مکسيکوسيتی د اولمپيک په سپورتی لوبو کی د لومړی ځل لپاره د تحريکی موادو او جنسونو په معاينی پيل وشو چی په پايله کی ټولو ښځينه لوبغاړو په لوبو کی د برخه اخيستنې حق ترلاسه کړ، خو د تحريکی درملو د
معاينې په ترڅ کی دوې پيښی وشوې چی د بلغاريا د وزن پورته کولو يو تن لوبغاړی د تحريک ورکوونکي درمل د استعمال له امله په لوبو کی د ګډون له حق څخه بی برخه شو او د سويدن د يوه لوبغاړی په وينو کی چی د معاصرو ٥ لوبوپه مسابقه کی يی ميسی مډال وګاټه ، د الکول برخه له معيار څخه ډيره زياته ثابته شوه ، نو په پايله کی دده ميسی مډال بی اعتباره اعلان شو .