د سين هوا اژانس د خبر له مخې،افغانستان د باميان بت په بيارغونې پيل وکړ چې پنځه کاله دمخه د طالبانو لخوا ويجاړ شوی و.
د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت يو چارواکی وويل د باميان د بت د بيارغونې د پروژې مرستی د م م د يونسکو سازمان لخوا برابر شوی ده.
اوس د باميان بت د بيارغونې پلان د افغانستان د پارلمان لخوا منلو ته انتظار کوی. که پارلمان په وختی توګه نوموړی پلان منظور کړي، نو اټکل کيږی چې د ٢٠٠٩ کال تر پايه پوری به نوی بت جوړ شی.