<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-08-09 18:44:02    
زما د ټول عمر هيله يو ښه ډاکتر کيدل دي

cri

په چين کې يو سپن ږيري ډاکتر شته چه شپږ پنځوس کاله يي د جراحي د چاړې په وسلې څو زره تنه ناروغان له مرګ څخه خلاص کړي دي ، خو خپله د زياتې ستړتيا له امله د سرطان په ناروغۍ اخته شوي دي ٠ په روغتون کې د بستري کيدو په وخت کې هغه لا هم هغه ناروغان په ياد کې ساتي چه ور سره يي د جراحي عملياتو له پاره وخت ټاکلي دي ٠ دغه سپين ږيري د بيجينګ د فوځي عمومي روغتون د جراحي څانګې پخواني سر ډاکټر هوا يي وي دي ٠

ډاکټر هوا يي وي په ١٩٣٣ کال کې د چين د شمالي خوا د تيان جن ښار په يوه طبي کورنۍ کې زيږيدلي او پلار او مور يي ټول هغه وخت مشهور ډاکټران وو ٠ د کورنۍ تر اغيزې لاندې لا له ځوانيتوب څخه ښاغلي هوا يي وي د خپلې دايمي چارې په توګه د ډاګټرۍ کار انتخاب کړ ٠ هغه وويل يو ښه ډاکټر کيدل زما د ټول عمر کې يوازني هيله ده ٠ د يو ډاکټر په توګه ناروغان له غمونو څخه خلاصول او د ناروغانو ټينګ باور تر لاسه کول ، تر ټولو نه له نيکمرغۍ څخه ډک کار ګڼل کيږي ٠ ډاکټر هوا يي وي نه يوازي داسي ويلي بلکې يي په عمل کې يي هم تر سره کړي دي ٠ په ريښتيا ټول ناروغان باور پري لري ، هغه د څو زرو ناروغانو له پاره بريالي جراحي عمليات تر سره کړي دي ٠ د لس ګونو کلونو راهيسي په کارونو کې دده په جراحي عملياتو کې هيڅ کومې غلطۍ نه ده رامنځته شوې ٠ هغه وويل چه د يو ښه ډاکتر په توګه له دقيقو مهارتونوڅخه پرته بايد له ناروغانو سره د زياتې پاملرنې زړه ولري ٠ ډاکټر هوا يي وي تل ناروغانو ته ډيره پاملرنه کوي ٠ د هر جراحي عمليات د مخه هغه بايد د وخت د مخه د جراحي عمليات کوټې ته راشي او په دقيق او جدي توګه د عملياتو له پاره ښه تياري ونسي ٠ دغه راز د جراحي عملياتو وروسته به هغه حتمأ له پرستارانو سره يو ځاي ناروغان تزکرې ته پورته کړي او د ناروغانو کوټې ته يي رسوي ٠ هر کله چه ناروغان له عملياتو نه وروسته ويښ شي ، د ناروغانو د کټ په څنګه کې لومړني ډاکټر بايد ډاکټر هوا يي وي وي ٠

د ٢٠٠٥ کال د جولاي په پنځه ويشتمه نيټه ډاکټر هوا يي وي د خپل عمر وروستي جراحي عمليات بشپړ کړي دي ٠ ځکه د بدن د معاينې له مخې ډاکټر هوا په دي شکمن و چه د معدې د سرطان په ناروغۍ اخته شوې دي ٠ ډاکټر هوا د نوموړي عملياتو د تر سره کولو نه وروسته سم د لاسه بستري شو او د اتو ورځو وروسته يي د سرطان حجري ټولې معدې ته پراخې شوي او د هغه معده مجبورأ پري شوې ده ٠ کله چه دغه خبر د روغتون د ننه او بهر ته خپور شوي ، ډير ناروغان هغه ته د کتنې له پاره روغتون ته راغلي دي ٠ ناروغې ميرمن ليو وويل که څه هم پرستار وايي ډاکټر هوا تازه ويده شو ، خو ورڅخه مي غوښتنه وکړه چه دروازه خلاصه کړي ٠ زه بايد ډاکټر هوا وګورم او د هغه په وړاندي د درناوي په موخه دري ځله سر ټيټ کړم او بيا لاړ شم ٠ يوې بله ناروغې ميرمن يانګ هوا وويل چه ما په معبد کې د ډاکټر هوا يي وي د روغې جوړې دعا کړې ده او هيله لرم چه هغه ژر تر ژره روغ جوړ شي ٠

په روغتون کې که څه هم ډاکټر هوا يي وي د سختې ناروغۍ په زياتو غمونو کې دي ، خو د يو ډاکټر يي په توګه خپله دنده هر وخت په خپل زړه کې ساتل شوي ، هغه هره ورځ پر کټ باندې د خپلې ناروغۍ د پرمختګ حالات ليکي او هيله لري چه د خپلې ناروغۍ د علاج او بدلونونو په باب د معلومولو له لارې د نورو همدغسي ناروغانو د علاج له پاره تجربې برابرې کړي ٠ دغه راز هغه دا هيله هم څرګنده کړه چه د مرګ نه وروسته يي مړي د طبي څيړنې له پاره وړاندي شي ٠ د هغه ملګري طبي پروفيسر دين هوا يي وويل چه ډاکټر هوا پر کټ باندې په خپله له ما څخه غوښتنه وکړه چه د مړي د وړاندي کولو په هکله دده هيله تر سره کړي ٠ هغه وويل ډاکټر هوا ما ته وويل چه دده د مړي د څيړنې له لارې کيداي شي چه راتلونکي علاج او کارونو ته زياتې ګټې ورسوي ٠ له دي څخه څرګنده شوې چه د ډاکټر په توګه ښاغلي هوا يي وي په خپل عمر کې خپله هيله تر سره کړې ده ٠