<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-08-10 19:03:25    
د شی دي او هونګ څون په نامه دوه لرغونی کلي

cri

که څه هم د چين په منځنې برخه د ان هوی په ولايت کې د هوانګ شان غر د چين په دننه او بهر کې ډير شهرت لری او هر کال زيات شمير کورني او بهرني سيلانيان راجلبوي ، خو له ٢٠٠٠ م کال څخه مخکې لږ شمېر کسانو د شی دي او هونګ څون دغو دوو کليو نومونه اوريدلی وو . په دغو دوو کليو کې ښې ساتل شوی لرغونی ملکی ودانۍ شته ، نو شپږ کاله مخکې دغه دوه کلی د چين د ان هوی ولايت د لرغونيو ودانيو لرونکو ځايونو په توګه د نړۍ د مشهورو ميراثونو په ليست کې شامل شول .

د شی دي کلی په خوا کې يو سيند شته چې له ختيځ څخه لويديځ ته بهيږي او په لرغونيو زمانو کې دغه کلی د پيغامونو د ليږدولو په بهير کې يو تم ځای و ، نو دغه کلی د شی دي په نامه وبلل شو ، شی د لويديځ او دي د ليږدولو معنا لری . د شی دي په کلی کې د مينګ او چينګ د امپراطوری له سلسلو څخه څه دپاسه دوه سوه ملکی وداني ښې ساتل شوي چې ځينی ودانی يې تر اوسه پوری د شپږ سوه کاله تاريخ لری . دوه پاک لښتي له کلی څخه تيريږي ، دوديزې وداني ، شنه غرونه او رڼې اوبه د نقاشی په شان يوه ډيره ښکلې منظره جوړوی .

د چين د نړيوالې سيلانۍ اداری وياندې پيغلې ګاو لی ون دا معلومات ورکړل چې د شی دې په کلی کې نهه نوې هغه کوڅې شته چې په دواړو خواوو کې يې لوړ ديوالونه ولاړ دي او دوه سوه لرغونې ملکي وداني په دغو کوڅو کې پرتې دي . هغې وويل

د شی دي په کلی کې لرغونی ملکی ودانۍ زياتې دی ، اوس سيلانيانو ته ورخلاص شوې ، خو د ډير ښه ساتل شويو ودانيو شمېر يوازی دوولس يا ديارلس دی ، سيلانيان لو دغه ورخلاصو ودانيو څخه ليدنه کتنه کولای شي . د سيلانۍ په موخه ټاکل شوی وداني ډيرې پاکې دی او د ودانيو په دننه کې د کور سامان ألی او زينتی وسايل ټول د مينګ او چينګ د امپراطوری له سلسلو څخه راپاتی شوی دی .

د تاريخی سند له مخې د ميلاد په اومه پيړۍ کې د چين يو شاهزاده د واکمنی د بلوا له امله له امپراطوری ماڼې څخه دغه ځای ته وتښتيد او د خپل نوم له بدلولو وروسته په دغه ځاې کی واوسيد . له دې وروسته لا نور زيات شمېر کسان دغه ځای ته تللی ، نو په تدريج سره يو کلی رامنځته شوی دی . په څوارلسمی پيړۍ کې د دغه کلي ځينی کسان د سوداګرۍ له لاری شتمن شول او په کلي کې يې زياتی وداني ، لارې او پلونه جوړ کړل چې له دې امله دغه ځای پر يو سمسور او ښکلی کلی بدل شو .

اوس به د هونګ څون په نامه د کلي په هکله تاسو ته معلومات وړاندي کړم . د هونګ څون کلی د شی دي په پرتله اوږد تاريخ لری . په هغه وخت کې زيات شمېر کسانو د غرونو په وړاندې د يو کوچنی سيند په غاړه وداني جوړې کړې او په دغه ځاې کې د وګړو د زياتوالی سره د کوچنی سيند په غاړه د جوړو شويو ودانيو شمېر لا نور زيات شو . که په هغه وخت کې يوي ودانی اور اخيستی وای ، نو پر ګاونډيو ودانيو باندی يې اغيزه درلوده ښايی ټول کلی به اور اخيستی وای . د اور مصيبت د مخنيوی په موخه د دغه کلی کسانو پرېکړه وکړه چې د سيند له پاسنی برخی څخه اوبه د هرې ودانۍ دروازې ته ورسوي چې د طبعيی لوړتيا له امله د کوچنی سيند د اوبو پاکوالی وساتل شو . کليوالو هم د سيند په پاسنی برخه کې د اوبو د بنددروازه جوړه کړه چې د اوبو د بهيدلو اندازی د کنترول له لاری اوبه لاندنې برخې ته ورسيدې .

د چين د ودانيو جوړولو په برخه کې کارپوه يانګ هونګ سيون وويل د هونګ څون په کلی کې د اوبو د سيستم دېزاين نه يوازی د اوسنيو پوهانو له خوا ستايل کيږي ، بلکی د جاپان ، امريکا او جرمنی په ګډون د بهرنيو هېوادونو د کارپوهانو پام يې ځانته راجلب کړی دی . ويل کيږي چې د دغه سيستم ډېزاين د چين په لرغونيو کليو کې د ودانيو د جوړولو په ساحه کې يو ډير وتلی ديزاين و . هغه وويل دغه کلی په مناسب ډول د جغرافيايې چاپيريال او شرايط استعمال کړی . چينايان تل د طبيعت درناوی کوی او د طبيعت د اصولو سره سم له طبيعت ګټه اخلی . هونګ څون غرونو او سيندونو ته نژدی دی ، نو د اوبو د ايستلو په بهير کې ډيرې اسانتياوی لری ، د اوبو دغه ډول سيستم خلکو ته د ښو خدمتونو جوګه کولای شي .