<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-08-11 18:52:18    
د سی ار ای راډيو د پښتو خپرونی د اوريدونکيو کلبونه

cri

ګرانو اوريدونکيو ، د پاکستان د صوبه سرحد کلب مسول نثار احمد ( احمدی ) په يوه ليک کی دا پوښتنه کوی چی ستاسو په ټولو کلبونو کی د کوم کلب غړی ډير زيات دي؟ هيله کوم چی زما دغی پوښتنې ته په همدی پروګرام کی ځواب راکړی ، نو ډير به خوشحاله شم . د پروګرام په دی کړۍ کی به د سی ار ای راډيو د پښتو خپرونی د اوريدونکيو د کلبونو په اړه تا ته يو څه معلومات درکړو .

له هغه وخته راهيسی چی د ١٩٧٣ عيسوی کال د جولای په ١٥ نيټه د چين د بين المللی راډيو پښتو خپرونه پيل شوې ، د اوريدونکيو دوستانو په همکارۍ او مرسته زمونږ خپرونی د زياتو ستونزو د ليری کولو ترڅنګ پرمختګ کړی دی ، له دی امله مونږ له ټولو اوريدونکيو دوستانو څخه دزړه له کومی مننه کوو او هيله من يو چی زمونږ له خپرونې سره دغه ډول همکارۍ او مرستو ته دوام ورکړی . دلته په ځانګړی ډول له هغو اوريدونکو څخه مننه کوو چی په ستونزمنو حالاتو لکه د جګړو په کلونو کی هم يی پر دی ټينګار کړی چی زمونږ پروګرامونه واوري او راسره قلمی اړيکی وساتی . سره له دی په داسی حالاتو کی چی په وروستيو څو کلونو کی د افغانستان د حالاتو له بدلون سره سم ډير زيات افغان مهاجرين په وار سره له بهرنيو هيوادونو څخه خپل وطن ته بيرته ستانه شوی ، دغه راز تيرکال د پاکستان په کشمير کی سخته زلزله وشوه خلک يی مصيبت وځپل اوغمونه او د ژوند بيلا بيلی ستونزی يی وګاللی ، بيا هم زياتو اوريدونکو دوستانو زمونږ خپرونی اوريدلی او مونږ ته يی ليکونه راليږلی دي . تر اوسه پوری د اوريدونکيو ٢٤ کلبونه هم شته چی زمونږ سره اړيکی ساتی . ددغو کلبونو د غړيو شمير بيلا بيل دی او ددوی ترمنځ د ښاغلی سيد وارث حنيفی په مشرۍ د اريانا دپښتو ادبی تنظيم او د ښاغلی رفيع الله مندوخيل په مشرۍ د سی ار ای لسنرزکلب ژوب غړی په جلا جلا توګه ١٥٠ او ١٥٤ تنو ته رسيدلی دي .

ښاغلی سيد وارث حنيفی او ښاغلی رفيع الله مندوخيل زمونږ وفادار اوريدونکی دي ، دوی د چين له خلکو او د سی ار ای راډيو له خپرونو سره ډيره مينه اوشوق لری او تل زمونږ پښتو خپرونی اوری او مونږ ته يی زيات ليکونه راليږلی او په هغو کی يی زمونږ د خپرونی په اړه وړانديزونه ، نظريی او نيوکې وړاندی کړی دي . د اريانا د پښتو ادبی تنظيم غړيو په ١٩٩٩کال کی زمونږ د پښتو خپرونی په اوريدو پيل کړی او په ٢٠٠٠ کال کی يی له مونږ سره مخابراتی اړيکی ټينګی کړی دي .

د سی ار ای لسنرز کلب ژوب د ٢٠٠٠کال د جون په مياشت کی جوړ شو ، وروسته تر هغه ددغه کلب مشر رفيع الله مندوخيل دماو ځه دونګ نومی کتابتون هم جوړکړ چی د چين د ولسی جمهوريت فقيد موسس ؤ . نوموړی په خپلو پيسو ډير زيات کتابونه او مجلی اخيستی چی لوستونکی تری ګټه واخلی . خپلو دوستانو او نورو وګړو ته د نړۍ په تيره بيا د چين په اړه معلومات ورکول دده د کلب او کتابتون يوازنی موخه ده . اوس زيات ځوانان او دکلب نور غړی په کتابخانه کی مجلی او کتابونه لولی او زمونږ د سی ار ای راډيو پښتو خپرونه اوری . دغه کتابتون اوس د کلب د غړيو د راغونډولو او فعاليتونو يو عمده ځای او د خبرونو او نورو معلوماتو د لاس ته راوړلو لپاره د خلکو يوه مهمه سرچينه ګرځيدلی ده .

د چين د بين المللی راډيو د اوريدونکيونور کلبونه په دی ډول دي :

د اريوب کلب چی مشر يی محمد اقتبال بشردوست اريوبی دی او د غړيو شمير

يی سل ګونه تنو ته رسيږی . د اريانا کلب چی مشر يی محمدعارف عرفان دی او ٩٠ تنه غړی لری . د باختر کلب چی مشر يی سيد لرحمن بهير او غړی يی ٣٠ تنه دي . د شاهين کلب چی مشر يی نور حسين خان صابر دی . جنت السنرز کلب چی مشر يی قاری حافظ ګل جنت او غړی يی ٢٤ تنه دي . د يوراج کلب صبری چی مشر يی محمد شفيق يوراج دی او ١٥ تنه غړی لری . د پښتونخواه جاينه کلب چی مشر يی عارف بختيار دی . د سليمان خيل کلب چی مشر يی نياز خان سليمان خيل دی او غړی يی ١٠٥ تنو ته رسيدلی دي . نجات ملی کلب چی مشر يی صاحب شاه او غړی يی ١٢ تنه دي . د خراسان کلب چی مشر يی نثار احمد احمدی دی او ٥٠ تنه غړی لری . د احمد شاه ابدالی کلب چی مشر يی ملنګ جان شابيوال دی . د خيبر لسنرزکلب چی مشر يی قاری نعمت الله او غړي يی ٧٠ تنه دي . دمندوخيل لسنرزکلب چی مشر يی نشريار مندوخيل دی . د سهار لسنرز کلب چی مشر يی داود حديت جبارخيل او غړی يی ٧٦ تنه دي . د اچهريان کلب چی مشر يی فضل الله عمری دی او ٣٠ تنه غړی لری . د احسان کلب چی مشر يی محمد فاروق ( نوبهار ) دی . د حضرت سلطان کلب چی مشر يی قاری محراب الدين پريشان دی . متحد لسنرز تنظيم او کميټه چی مشر يی غلام يوسف دی . د هاشمی کلب چی مشر يی پير رحمن الله مفتون دی او غړی يی ١٢ تنه دي . نيو برايټ وی لسنرز کلب چی مشر یی ملک محمد شريف خان شيرانی دی او ٢٣ تنه غړی لری او د نړيوال لسنرز کلب چی مشر يی محمد عثمان مردانوی دی .

ګرانو اوريدونکيو ، د پروګرام په پای کی د خراسان کلب د مشر نثار احمد ( احمدی ) دې پوښتنې ته هم ځواب ورکوو چی د سی ار ای راډيو مشر وانګ ګنګ نيان نوميږی .