
ګرانو اورېدونکو، که څه هم د بېجنيګ سږنی دوبی د تېرو کلونو په پرتله دومره 'ګرم نه دی ، خو د دې ښار په بيلا بيلو لويو کتاب پلورنځيو کی د جوړ شويو رنګارنګو فعاليتونو له امله د ښاريانو د لوستنې او مطالعې توده څپه راپورته شويده .
څرنګه چې اوس په چين کې د زده کوونکو دوبنی رخصتی دی، نو د کتابونو د پلورلو اندازو د زياتوالی لپاره په هر کتاب پلورنځي کې د لکچرونو ، د ليکوالانو لخوا په خپلو کتاب پلورنځيو کې د نومونو د ليکلو او د مطالعې د غونډو په شمول بيلا بيل فعاليتونه ترسره شوی او لا هم تر سره کيږی. د بيجينګ د مشهور سوداګريز واټ په غاړه د وانګ فو جين کتاب پلورنځي يو لوی کتاب پلورنځی دی او لوستونکيو ته د اسانتياوو دبرابرولو لپاره د علمي ترويج او ادب په شمول د کتابونو بيلا بيلې المارۍ درول شوي او هره جمعه د فلمونو ، انګليسي ژبې ، د موټر ترميمولو او د اولمپيک د لوبو په هکله د لوستونکيو لپاره لکچرونه تر سره کيږی .
سږ کال د تانګ شان ښار د لويی زلزلې د پېښېدو له دېرشمې لسيزې سره برابر دی او د چين ډېرو مطبعو د زلزلې په اړه زيات کتابونه چاپ کړي چې د زلزلې مهال په نامه يو کتاب د لوستونکو د ډېرې پاملرنې وړ وګرځېد. مشهور ليکوال
سو شو يانګ د دغه کتاب له ليکوالانو څخه دی. د وانګ فو جين په کتاب پلورنځي کی يی لوستونکو ته وويل----------------( اواز١ )
په تانګ شان ښار کې لويه زلزله چې د ١٩٧٦ کال د جولای په اته ويشتمه نېټه پېښه شوه، د چين په تاريخ کی ډيره لويه زلزله وه ځکه چې د ډېرو کسانو برخليک يی بدل کړی دی. له دې امله دغه کتاب هم ډېر ارزښتناک دی چې پکی د نوموړې زلزلې په وخت کی د ټپی شويو کسانو د ژغورنې او له مصيبت ځپلو کسانو سره د مرستی په اړه محتويات پر لوستونکيو باندي ډيره اغيزه لری.
د شی دن کتاب پلورنځی د بېجينګ په مرکزی سيمه کی يو بل لوی کتاب پلورنځی دی او د ادبي ، تاريخي ، جغرافيايي معلوماتو ، د انګليسي ژبي او له ناورينونو څخه د ځان ژغورنې لپاره د بيلا بيلو لکچرونو د جوړولو نه پرته په ځانګړي توګه د اولمپيک لوبو په اړه لکچرونه هم جوړوی چې مشهورو پوهانو ، خبريالانو او لوبغاړو ته يی د ويناوو کولو بلنه ور کړې او کويي يي څو چه اوريدونکو ته د اولمپيک لوبو معلومات وړاندی او د دغو لوبو روحيه تبليغ کړي .
--------------------( اواز٢ )
د ٢٠٠٨ کال د اولمپيک لوبو په رانژدي کيدو سره د بيجينګ په ښاريانو کې د انګليسی ژبی د زده کړې لوړه څپه راپورته شويده . په ډېرو کتاب پلورنځيو کی د انګليسی ژبی لوستونکو ته لکچرونه جوړيږی. همدا اوس مو د شی دان کتاب پلورنځی لکچر واورېد. ښوونکی وانګ خبريال ته وويل
--------------------(اواز٣)
د ٢٠٠٨ کال د اولمپيک لوبو د هر کلی لپاره بايد د انګليسی ژبی بنسټيز معلومات زياتو کسانو ته برابر شی. د لکچر د جوړولو له لارې د بيجينګ زيات ښاريان د انګليسی ژبی د زده کړې ساده لارې چارې کابو کولی شي چه دا د بېجينګ د ښاريانو د انګليسی ژبی د سويې د لوړتيا لپاره ګټوره ده .
په وروستيو کلونو کی د بېجينګ بيلا بيل کتاب پلورنځي د کتابونو د پلورلو له مغازو څخه د کلتوري تبادلې په ځايونو بدل شويدی. لږه موده دمخه د بېجينګ د دريم قطب په نامه کتاب پلورنځی چې په نړۍ کی د چينی کتابونو تر ټولو لوی پلورنځي په توګه بلل کيږی، پرانيستل شوی دی.په دغه لوی کتاب پلورنځي کی په بيلا بيلو پوړونو کې په جلا جلا توګه د فيشن، بشری، هنرې ، علمي او ښوونېز کتابونه ايښودل شويدي . په تيره بيا په ټاکلی وخت کې هنرمندان دلته خپل نندارتونونه جوړوي .
په داسی ښه چاپيريال کی نه يوازی لوستونکي د کتابونو له اخيستلو او د اړوندو لکچرونو له ګډون کولو څخه ګټه اخيستی شي ، بلکی د کتاب پلورنځيو د کتابونو د پلورلو اندازه هم ډېره زيايږي . د لوستونکی جانګ په اند کتاب پلورنځی د کلتوري تبادلې له لارې د پوهنې د خپرولو په ځايونو بدل شويدي .