د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخې : د ٢٩می دوری د اولمپيک سپورتی لوبو د انتظامی کمېټی مشر ښاغلی ليو چي د اګيست په يوولسمه نېته د امريکا د مشرانو جرګې له پلاوی سره د کتنی په وخت کې وويل چين باور لری چې د اولمپيک ځانګړتيا او لوړه سويه لرونکی سپورتی لوبی تر سره کړي .
ښاغلی ليو چي دا معلومات ورکړل چې اوس د ٢٠٠٨ کال د اولمپيک سپورتی لوبو تدارکاتی کارونه په سالمه توګه روان دی او پر وخت بيلا بيلې ټاکل شوي موخې پلی شوی دی .
د امريکا د مشرانو جرګې د لنډ مهال مشر تيد ستيفونس د دغو لوبو په تدارکاتی کارونو کې د تر لاسه شويو پرمختګونو په هکله مبارکی څرګنده کړه .