<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-08-12 17:15:30    
د چين سينجانګ د بزګرانو د عايداتو د زياتوالی لپاره په فعاله توګه نورو سيمو ته د ځايی استخدامان د لېږدولو پياوړی کوی .

cri

 په څو نژديو ورځو کې د چين د سينجانګ د ويغوری قوم د خپلواکی سيمې د جيا شي ولسوالی دری سوه اتيا تنه ويغوری قوم پيغلې چې عمرونه يی څه دپاسه اتلس يا نولس دی د کاشغر له ښار څخه د کارونو لپاره وتلی دی . که څه هم په دوبی کې د سينجانګ هوا ډېره توده ده ، خو د دوی پر مخ مسکا ښکاريده .

زياتره پيغلې د لومړی ځل لپاره له خپل ټاټوبې يعنی له سينجيانګ څخه ووځی . دوی به د تان جين ښار د شان لان په نامه د جامو د توليدلو په فابريکه کې کار وکړي . دا دوو ځل دې چې په روان کال کې د جيا شي په ولسوالی کې د حکومت له خوا د کارونو لپاره ځايی کارکوونکی نورو سيمو ته لېږولو شوی دی . د روان کال د اپريل په دوهمه نېټه د ويغوری قوم دوه سوه لس تنه پيغلې چې له منځنی ښوونځی څخه فارغی شوې وې د جه جيانګ ولايت د جيا شينګ ښار ته د کار لپاره تللې وې . د جيا شي ولسوالی د تبليغاتی څانګې مشر خبريال ته وويل : د تيان جين ښار ته د تللو نه مخکی دغو پيغلو د هان ژبې او تکنولوژی په اړه يوه مياشتنۍ روزنه منلی ده . خو څه دپاسه پنځه سوو تنو په دغه روزنه کې ګډون وکړ .

هغه زياته کړه : د اوږدی مودې راهيسی د ژبې او ملی دودونو د خنډونو له امله دوی نه غوښتل چې په بهرنيو سيمو کې کار وکړی او په کور کې بی روز کاره ژوند تېراوو . اوس د دغو پيغلو افکار بدل شو او دوی غواړی د کارونو لپاره له

خپل کور څخه ووځی .

د جيا شي ولسوالی په شان د سينجانګ په بېلا بېلو سيمو کې نورو سيمو ته د کليوالو د کارکوونکو لېږول د نويو کليو د جوړولو او د بزګرانو د عايداتو د پياوړتيا نوی لاری چاری ټاکی . په تېر کال کې په سينجانګ کې د کليو څه دپاسه يو ميليون يو لکه پنځوس زره کارکوونکی نورو سيمو ته تللی او له دې امله يی يو ميليارډ اوه سوه او اته مليون يوانه عايدات تر لاسه کړی چې په منځنی ډول هر بزګر يو سل او اتيا يوانه تر لاسه کړل او دا شمېر د تېر کال د همدی مودی په پرتله څلويښت يوانه زيات دی . د سينجانګ د اړوندې څانګی مرستيال وانګ لان مينګ وويل : اوس د سينجانګ په بېلا بېلو ځايونو کې نورو سيمو ته د ځايی کارکوونکو د لېږولو له لارې د بزګرانو د عايداتو د زياتوالی لپاره کوښښ کوی . لکه چې : جيموساير ولسوالی په خپلو شپږو علاقه داريو کې په جلا جلا توګه نورو سيمو ته د ځايی کارکوونکيو د لېږولو ټولنه جوړه کړې . له هغې ډلې څخه د شينګ يی په نامه شرکت د موسم سره سم د لنډې مودې لپاره نورو سيمو ته شپږ سوه او پنځه زره تنه کارکوونکی استوری او په دې ترڅ کې يی دری لکه اتلس زره يوانه عايدات تر لاسه کړل .

د سينجيانګ د ګوندی کميټی د کرنيز چارو دفتر مرستيال دای نيګ شيانګ وويل : سينجيانګ د يو لويی کرنيزې سيمه په توګه په تېر کال کې د سينجيانګ هر بزګر منځنی دوه زره څلور سوه او پنځه اويا يوانو ته رسيدلی دی او دا شمېر په ټول هېواد کې پنځويشتم مقام نيسی چې لامل يی هم د بزګرانو له کرنيز عايداتو نه پرته د نورو عايداتو لږ والی دی .

د يو بل خبر له مخې : په ٢٠٠٦ کال کې د سينجيانګ خپلواکه سيمه دا پلان

لرې چې د کارونو لپاره نورو سيمو ته يو مليونو دوه لکو ځايی کارکوونکی ولېږی او له دې لارې به د هر بزګر منځنی عايدات شپيته يوانه زيات شی .