<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-08-13 17:44:10    
د لی دان يانګ له خوا ويل شوی د سيچوان ولايت ولسی سندری

cri

دا د چين بين المللی راډيو ده ، ګرانو اوريدونکو، السلام عليکم ! د چينی او بهرنۍ موسيقۍ پروګرام په دغې کړۍکی به تاسو ته د چين د مشهورې سندرغاړې لی دان يانګ له خوا ويل شوی د سيچوان ولايت يو لړ ولسی سندری وړاندی کړو٠

( سندره ١)

ګرانو اوريدونکو، دا سندره چی تاسی اوری د چين د سيچوان ولايت يوه ولسی سندره ده او نوم يی دی د پيسو د کڅوړه ګلدوزی کوی٠ لی دان يانګ د چين مشهوره ځوانه سندرغاړې ده ، هغه په ١٩٦٥ کال کی د چين د جنوب لويديځ سيمی د سيچوان ولايت په چنګ دو ښار کی زيږيدلې ده، په ١٩٨٢ کال کی هغه په بری سره د جنوب لويديځ د ښوونکو د روزنی په پوهنتون کی د موسيقی په څانګه کی داخله شوه او له فراغت وروسته د چونګ چينګ ښار د سندرو ويلو او د ناڅا کولو په ډلی کی سندرغاړې وګرځيدله٠ څو کلونو وروسته لی دان يانګ بيا د چين د موسيقی په پوهنتون کی له پروفيسر جين تی لين څخه سندری ويل زده کړل ٠ په ١٩٩٢ کال کی هغه د چين د ولسی ازادی بخښونکی اردو په هنری ډله کی يوه پوځی سندرغاړې شوه٠ راځئ چی د لی دان يانګ په أواز د سيچوان ولايت يوه غرنۍ سندره واورو٠

( سندره ٢ )

لی دان يانګ د سندرو ويلو په څو لويو سياليو کی ستر برياليتوبونه او د جاپان، سينګاپور، هانکانګ او مکاو د اوريدونکو ستاينې ترلاسه کړی٠ د پروګرام

په پای کی به تاسی د هغه له خوا ويل شوی يوه ولسی سندره واورئ چی نوم يی دی څه وخت به د عکاسۍ ګلان وغوړيږی٠

( سندره ٣)

ګرانو اوريدونکو، د خوندوری سندری په اوريدو سره د چينی او بهرنۍ موسيقۍ ننني پروګرام په همدي ځای پاي ته رسيږی ! روغ او خوشحاله اوسئ!