<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-08-13 17:49:56    
د شنی انرژۍ پيدايښت

cri

په دی نسبت چی جيمز واټ د بخار توربين اختراع کړ، انسانان صنعتی تمدن ته داخل شول ، خو د صنعتی پرمختګ د چټکتيا سره سم انسانان انرژۍ ته زياته اړتيا لری، حتی دا نشی اټکل کولی چی د انرژۍ د نشته والی په حالت کی انسانان څنګه ژوند وکړی٠ د حساب له مخی، په ټوله نړۍ کی زيرمه شوی نفت يوازی د څلويښتو يا پنځوسو کالو ، طبيعی ګاز د شپيتو يا اوياو کالو ، سکاره د دوو سوو پنځه ويشتو کالو لپاره استعماليدای شی، خو د انرژۍ د زيات استخراج او استعمال په اثر د هوا او چاپيريال د ککړتيا او د ايکولوژۍ د خرابوالی سبب کيږی، د مثال په توګه په نړۍ کی د اقليم د تودوالی له امله د هوا ډېر تودوالی ، وچکالی ، سيلابونه او طوفانونه رامنځته کيږي، يوازی د ٢٠٠٣ کال د می په مياشت کی په امريکا کی پنځه سوه دوه شپيته ځله طوفانونه رامنځته شول چی يو څلويښت تنه پکی مړه شويدی٠ په نورو سيمو کی نور سخت مصيبتونه رامنځته شويدی ، مثﻵ په هند کی د هوا د ډېر تودوالی له امله يو زرو پنځه سوه تنه مړه شويدی چی دغه شمېر د سپتمبر د يوولسمی نېټی د پيښی په اثر د مړه شويو کسانو د شمېر له نيمی برخی سره برابر و٠ نو د نوی انرژۍ پيدايښت او استعمال د هر هېواد لپاره د انرژۍ د بحران د حل لپاره ستراتيژيکی اهميت لری٠ نوی انرژۍ د معمولی انرژۍ په نسبت پدی نوم ياديږی چی ذروی انرژۍ ، د لمر ، باد ، اکسيجن، تر ځمکی لاندی د حرارت او سمندری څپو انرژۍ د نويو انرژيو پوری اړه لری او د ذروی انرژۍ نه پرته د دغو انرژيو خصوصيت دا دی چی د استعمالولو وروسته چاپيريال ته ککړتيا نه رسوی او حتی د تل لپاره استعماليدای شی٠

څرنګه چی د سکرو ، نفتو او ګاز د استعمالولو په اثر چاپيريال ته ککړتيا رسول کيږی او دغه انرژۍ نشی جوړيداي، نو چين د وروستيو شلو کلونو راهيسی د نويو انرژيو د استعمالولو په برخه کی ستر برياليتوبونه ترلاسه کړيدي، د بيلګی په توګه په نولس سوه اته نويم کال کی په چين کی د باد په واسطه د بريښنا توليدولو نولس مرکزونه جوړ شويدی چی د دوو لکو درويشتو زرو کيلو واټو په ظرفيت پنځه سوه نهه ويشت توربينونه پکی درول شويدی، تر ځمکی لاندی د حرارت د استعمالولو لپاره دوه زره څاګانی کيندل شوي، د سمندری څپو په واسطه د بريښنا توليدولو اته مرکزونه جوړ شويدی او داسی نور٠

نن ورځ په نړۍ کی سکاره ، نفت او طبيعی ګاز د انرژۍ په توګه استعماليږی، خو دغه انرژۍ د تاريخ په اوږد بهير کی يوازی د لنډی مودی لپاره استعماليدای شی، نو انسانان بايد د هغو نويو انرژيو د پيدا کولو لپاره کوشش وکړي چی چاپيريال ته ککړتيا ونه رسوی٠