د اګست له اتمې نيټې څخه د بېجينګ د ٢٠٠٨ کال تر اولمپيک پوری دوه کال پاتی دی. پنځه کلونه تير شوی چې د اولمپيک لوبو نړيوالې کميټې اعلان وکړ چې بېجينګ د ٢٠٠٨ کال د اولمپيک لوبو د کوربه ښار په توګه وټاکل شو، د اولمپيک لوبو تياريانی تل د نړيوالې ټولنې د پاملرنې وړ وی. د بېجينګ د اولميپيک لوبو د انتظامی کميټې مشر ليو چي څو ورځې دمخه خبريالانو ته وويل چې په تېرو پنځو کلونو کی د اولمپيک لوبو تياريانی په عادی توګه تر سره شوی او ټاکل شوی پړاويزه موخه عملی شوی چې په ٢٠٠٨ کال کی د يوې ځانګړې او لوړې سويې لرونکی اولمپيک لوبو د جوړولو لپاره ښه بنسټ ايښول شوی دی.
د نوموړې کميټې مرستيال وانګ وی وويل له هغه راهيسی چې د ٢٠٠١ کال د جولای په ديارلسمه نېټه د اولمپيک لوبو نړيوالې کميټې د اولمپيک د نهه ويشتمو دوبنيو لوبو د کوربه توب حق بېجينګ ته ور کړ، بېجينګ د ٢٠٠٨ کال اولمپيک لوبو په تياريانيو پيل وکړ. د ٢٠٠٣ کال له پای څخه د نويو ستديومونو او جمنازيومونو ابادی پيل شوه او د سياليو د دری سوو يو کوچنيو پروګرامونو په شمول اته دېرش ډوله وټاکل شول. د ٢٠٠٦ کال له اګست څخه د ٢٠٠٨ کال تر پسرلی پوری به نژدی څلويښت ازمويښتی سيالی جوړې شی. تر اوسه پوری څخه دپاسه دېرش چينی او بهرنی تصدی د دغو لوبو د مرستندويه واحدونو په توګه منل شويدی. په همدې وخت کی د معيوبانو د اولمپيک لوبو تياريانی هم د تر سره کېدو په حال کی دی چې د دغو لوبو نښې خپرې شوی او د بی خنډونو تاسيساتو ابادی روانې دي. د لوبو د بازار د ابادۍ پلان هم پيل شوی او د ترانسپورت، امنيت ټينګولو، رستورانونو او علاج خدمتونه به چينی او بهرنيو سيلانيانو ته برابر شی.
هغه دا زياته کړه چې د بېجينګ د ٢٠٠٨ کال اولمپيک لوبو د تياريانيو يوه مهمه ځاننګړتيا د حکومت او ټولنې ګډ ملاتړ تر لاسه کول دی. هغه وويل زمونږ چمتوالی د پراخو وګړو ملاتړ تر لاسه کړی چې د دغو لوبو د بجتوری نښی، موضوع، شعار او سندرو د راغونډولو په فعاليت کی مو ډېر اثرونه او وړانديزونه ګټلی او يوازی د راغونډ شويو موضوعاتو او شعارونو شمېر يی دوه سوه لس زرو ته رسېدلی دی.
د اټکل له مخې به د ٢٠٠٨ کال اولمپيک لوبو په موده کی په بېجينګ کی د راغلو سيلانيانو شمېر څه نا څه يو مليون پنځه لکو ته ورسيږی. د بېجينګ د ترانسپورت په اړه ښاغلی ليو چي وويل بېجينګ د ترانسپورتی مسئلې د حل لپاره کړنلارې جوړې کړې چې لومړی به د ترانسپورتی بنسټيزو تاسيساتو ابادی پياوړی کړي او دوهم به د دغو لوبو په بهير کی د ترانسپورت کنترول او د اولمپيک لوبو ځانګړې ترانسپورتی کرښې وټاکل شی.
ليو چي دا هم وويل که څه هم چين د پرمختيايی هېواد په توګه د لومړی ځل لپاره د اولمپيک لوبو کوربه هېواد دی او په هره برخه کی يی تجربه کمه ده، خو د اولمپيک لوبی د چين لپاره ځانګړی اهميت لری. لومړی هغه د چينايانو د سلو کلونو هيله عملی کيږی. دوهم د اولمپيک لوبو د سترې اغېزې په واسطه به چين ته دا فرصت برابر شی چی د پنځو زرو کلونو تمدن او د سوسياليستی عصری ابادۍ برياليتوبونه نړۍ والو ته وښي. دغه لوبې هم د چينايانو او بهرنيو خلکو تر منځ د دوستانه اړيکو د پياوړتيا لپاره يو پل دی.