<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-08-14 18:12:59    
د چين د فوجيان ولايت د اقتصاد د چټکتيا لپاره کوشش کوي

cri

ګرانو اوريدونکيو ، د فوجيان ولايت د چين په جنوب ختيځ کې پروت دی او شل کاله دمخه يې په چين کې له هغو سيمو څخه شميرل کيده چې د ورخلاصون تګلارې د پلی کولو په لاره کې يې مخکې تللی وو . له هغه وخت نه وروسته که څه هم سيمه ايز اقتصاد يې ورو پرمختګ کړی خو د اقتصاد او ټولنې په راتلونکی پنځه کلن پلان کې دغه سيمه بيا د چټک پرمختګ په حال کې رامنځ شوی ده .د چين د اقتصاد او سوداګرۍ په دغه پروګرام کې به تاسو ته د چين د فوجيان ولايت د اقتصاد دبيا چټکتيا په باب معلومات وړاندی کړو .

د تيری پيړۍ د اومې لسيزې په پای کې د چين د ختيځ خوا په ځينو ساحلی ولايتونو کې لومړی د ورحلاصون تګلاره پلی شوه په هغه وخت کې د فوجيان ولايت د هغو سيمه ايزو غوره والی په أتکا چې د تايوان ولايت ،هانکانګ او مکاو ته نژدی دی ،زياتې تايوانی پانګې راجلب کړي وې .خو تر شلو کلونو وروسته د دغه ولايت اقتصاد د چين د ګوانګ دونګ ولايت په پرتله وروسته پاتی دی .په ٢٠٠٥ کال کې د ګوانګ دونګ ولايت د کورنيو توليداتو عمومی ارزښت دوه زره او سل مليارډه يوانو ته رسيدلی خو د فوجيان ولايت دغه شمير يوازی شپږ سوه پنځوس مليارډه يوانه و .

د فوجيان ولايت د ټولنيز علومو د څيړنی د انستيتوب مشر يان ځنګ وويل (اواز..........) فوجيان د تايوان ولايت ته ډير نژدی دی خو د مالونو او وګړو ليږدول په مستقيمه توګه نه شی تر سره کيدای او بايد د هانکانګ له لاری تر سره شی .نواوس لازيات تايوانی سوداګر د ګوانګ دونګ په ولايت کې پانګه

اچوي.ځکه چې دغه ولايت د تايوان تنګی ته نژدی دی او د جو جيانګ سيند د دلتا له سيمه څخه ښه صنعتی فضا رامنځته شوې.

ښاغلی يان ځنګ وويل له دی امله چې د ملا پرتير صنايع لږ او د بنسټيزو تاسيساتو أبادی يې ورو دی نو د فوجيا ولايت اقتصادی پرمختګ ورو ښکاری .

خو د خوښی وړ خبره دا ده چې د دغه ولايت پرمختګ د چين د اقتصاد او ټولنې په راتلونکی پنځه کلن پلان کې شامل دی .د فوجيان ولايت اوس د تايوان د لويديځ تنګی د بندرونو د أبادولو لپاره کوشش کوي چې د بندرونو د جوړولو له لاری د فوجيان ولايت اقتصاد چټک پرمختګ وکړي .د معلومامتو له مخې په راتلونکيو پنځو کلونو کې به د دغه ولايت حکومت د بندرونو د جوړولو لپاره څه د پاسه نه ويشت مليارډه يوانه پانګه واچوي او تر ٢٠١٠ کاله پوری به د بندر د ليږد راليږد اندازه دری سوه مليونه ټنو ته ورسيږي .

د دغه ولايت د فوجو ښار د نوی بندر د ادارې څانګې مسئول چای فو يونګ خبريال ته وويل (اواز..............) د تصديو په پرمختيايی بهير کې د اومو توکيو او کارکوونکو پر لګښوتونو سره بيره د مالونو د ليږلو لپاره هم زياتې پيسی لګول کيږي ،خو د بيړيو په کارولو سره د ليږد راليږد لګښت لږ دی نو مونږ د دغه بندر په شاو خوا کې صنعتی اډې او د توليداتو د چمتو کولو اډې جوړوو .

تر ٢٠١٠ کاله پوری به د فوجيان ولايت بندر د دغنې سرچينو په ملاتړ د نفتې کيمياوی صنعت ،انرژيو، د موټرونو او بيړيو د جوړولو او ترميمولو په شمول صنعتی اډې جوړې کړي .په هغه وخت کې به د بندرونو په شاوخوا کې د صنايعو ارزښت د دغه ولايت د صنايعو دعمومی ارزښت په سلو کې ٤٥ برخه ونيسی .

د بندرونو په شمول د بنسټيزو تاسيساتو د ښه والی له امله لازيات تايوانی تصدۍ راجلب کړي دي .د روان کال په فبروری کې د تايوان د يوو دا ګوانګ ديان شرکت د فوجيان د ولايت د شا من د عصری تکنالوژيو په سيمه کې د خپلو توليداتو د اډې په جوړولو پيل کوي او عمومی پانګه به يی پنځه سوه مليونه امريکايی ډالرو ته ورسيږي .

په همدی وخت کې تايوانی تصديو نه يوازی د عصری تکنالوژيو په برخه کې پانګه اچولی بلکې په کرهڼيزو چارو کې يی هم پانګونه کړې ده .تايوانی سوداګر شو چی يان خبريال ته وويل (اواز...............) د چين سترې برخې په کرهڼيزو چارو کې اړوندې تکنالوژۍ راجلب کړي دي او د کرهڼيزو محصولاتو په چمتوکولو يی لاس پوری کړی چې سيمه ايزو بزګرانو ورڅخه ګټې تر لاسه کړې دي .

له ټولو صنايعو څخه څرګنديږي چې اوس د فوجيان ولايت د اقتصاد د چټک پرمختګ لپاره ډير کوشش کوي .