<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-08-14 18:20:53    
د لوی مولوی عبدالرقيب هېواد پال احساسات

cri

دا د چين بين المللی راډيو ده، ګرانو اوريدونکو، شينجيانګ د چين يوه داسی سيمه ده چې ډير زيات مسلمانان پکښی اوسيږی او د هېواد د لسو مسلمانو قومونو د هر قوم وګړی په دغه سيمه کښی هم ليدل کيږی٠ په نننی پروګرام کښی به تاسو د شينجيانګ د مشهور هيوادپال مذهبی کارکوونکی لوی مولوی عبدالرقيب په هکله يو راپور واوری٠

لوی مولوی عبدالرقيب چې څلور څلويښت کلن دی، د شينجيانګ د اسلامی علومو د پوهنځی مرستيال دی٠ د دغه پوهنځی ودانی څرګند اسلامی ساختمانی ځانګړيتوب لری او کله نا کله له هغه ځای څخه د لمانځه د مراسمو أواز اوريدل کيږی ٠

د تير جولای په يوه ورځ خبريال په دغه پوهنځی کښی له عبدالرقيب سره کتنه وکړه٠ هغه لوړه ونه يا قد او اوږده ږيری لری او ډير هوښيار سړی دی٠

عبدالرقيب د شينجيانګ د تورفان ښار د پيچان ولسوالۍ په يو هغه کلی کښی وزيږيده چې د څو قومونو کليوال پکښی اوسيږی٠ هغه د بېلابېلو قومونو د همغږۍ په چاپيريال کښی وده کوله او له کوچنيتوب څخه يې د مختلفو قومونو له ماشومانو سره ډيره ښه دوستی درلودله٠ هغه وويل : ٌ زما کلی د ويغوری قوم له ښوونځی څخه ډير ليری دی، نو له کوچنيوالی څخه می د ٌ هان ٌ قوم په ښوونځی کښی د دوولسو کلونو لپاره زده کړې کولې ٠ وروسته له هغه چې پلار او مور ما ته وويل چې مونږ مسلمانان يو، ته بايد د اسلامی علومو زده کړې وکړئ٠ ٌ

عبدالرقيب چې تل يې د پلار او مور خبرو ته غوږ نيوه، د قران کريم په زده کړې پيل وکړ او ژر په دې پوه شو چې په قران کريم کښی ډير زيات معلومات او ژور علوم شامل دی٠ هغه د قران کريم د لا ښې زده کړې لپاره په وار سره د بېلا بېلو ځايونو په څو لويو جوماتونو کښی د امامانو شاګرد شو او په څو کلونو کښی يې د اسلامی علومو په هکله زيات هغه کتابونه ولوستل چې په عربی او چينی ژبو چاپ شويدی٠

عبدالرقيب په اووه ويشت کلنۍ کښی د پيچان ولسوالی د اسلامی ټولنې په منظورۍ د دغې ولسوالۍ په يوه ډير لوی جومات کښی د امام په توګه وټاکل شو٠

د پيچان په ولسوالۍ کښی يوه ډيره لويه نفت لرونکی سيمه شته، خو پخوا د نفت لرونکې سيمې او ځايي اوسيدونکو ترمنځ کله نا کله شخړې او کشالې پېښيدلې ٠ نو له دې امله امام عبدالرقيب ډيره انديښنه کوله٠ هغه د پخوانی حالت د يادولو په ترڅ کښی وويل : ٌ ما د تحفې په وړلو سره د نفت لرونکې سيمې د کارګرو پوښتنه وکړه او د قومی يووالی د ساتلو په هکله مې د دوی له مشرانو سره مشهوره وکړه٠ دوی ډير خوشحاله شول ٠ ديارلس ورځې وروسته نفت لرونکی سيمې د پنځه لکه او شپيته زرو ژن مين بی يوانو په مصرفولو سره د پيچان ولسوالۍ لپاره د قومی يووالی په نامه يو سړک جوړ کړ٠ د دواړو خواوو د تضادونو د ليری کولو لپاره می سيمه ايزو مسلمانانو ته قران کريم او حديثونه تبليغ کړل او دوی ته می وويل : په چين کښی ملی لږکۍ د هان له قوم څخه نشی جلا کيدای ، د هان قوم هم له ملی لږکيو څخه نشی بېليدای او زمونږ کلی له نفت لرونکې سيمې څخه نشی بيليدای، څرنګه چې د پيچان په ولسوالی کښی نفت پيدا شوی ، نو سيمه ايز مالی عايدات يې هم زيات شوی او زمونږ ولسوالی هم چټک پرمختګ کړيدی٠ ٌ

وروسته له هغه د نفت لرونکی سيمې او سيمه ايزو کليوالو ترمنځ شخړې او تضادونه ليری شوی او د نفت لرونکې سيمې مشرتابه عبدالرقيب ته د ٌ غوره مذهبی مشر ٌ لقب ورکړيدی٠ هرکله چې اسلامی اخترونه رارسيږی، د نفت لرونکې سيمې مشران او کارکوونکی د امام عبدالرقيب د پوښتنې لپاره د ده کور ته ورځی٠

څرنګه چې لوی مولوی عبدالرقيب د پيچان په ولسوالی کښی د قومی يووالی د ساتلو لپاره ډير زيات خدمتونه ترسره کړی، نو کله چې هغه اووه ديرش کلن شو ، د چين اسلامی ټولنې هغه مصر ته وروليږه چې هلته يې د مذهبی معلوماتو لوړ تحصيلات ترلاسه کړل٠ په ٢٠٠١ کال کښی د چين د شينجيانګ د ويغوری قوم د خپلواکې سيمې ولسی حکومت عبدالرقيب د شينجيانګ د اسلامی علومو د پوهنځی د مرستيال په توګه ټاکلی دی٠

عبدالرقيب د اسلامی علومو په پوهنځی کښی ښوونکو او زده کوونکو ته ډيره پاملرنه کوی او پر دوی باندی هم ډير ګران دی٠ ښوونکی عبدالقادر وويل : ٌ لوی مولوی عبدالرقيب زمونږ د پوهنځی د مرستيال په توګه د زده کوونکو ډيره پاملرنه کوی٠ په ٢٠٠٢ کال کښی يو زده کوونکی ناڅاپه سخت ناروغ شو، عبدالرقيب سمدلاسه هغه روغتون ته ورساوه او د هغه په ځای يې پنځه سوه يوانه طبی لګښت هم روغتون ته ورکړ٠ که هغه زده کوونکی پروخت نه وای ژغورل شوای ، ښايی چې مړ شوای به و ٠ ٌ

لوی مولوی عبدالرقيب د زياتو مذهبی زده کړو او ښو اخلاقو خاوند دی او ګڼ شمير مسلمانان د هغه ډير درناوی کوی او ورسره ژوره مينه لری٠ هغه د اسلامی چارو د پرمختګ او د شينجيانګ د ټولنيز ثبات لپاره زيات خدمتونه ترسره کړيدی٠

ګرانو دوستانو، اوس له تاسو څخه يوه پوښتنه کوو چې لوی مولوی عبدالرقيب څنګه يو مذهبی شخصيت دی ؟ هيله ده چې تاسی په خپلو ليکونو کښی سم ځواب راکړی! مننه !