<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-08-15 16:05:31    
ليان جيون ___ د چين د تراکتور لومړنې چلونکې

cri

د چين په شمال ختيځ د هاربين ښار د واټونو په غاړو د عکسونو په نندارتون کې ددې ښار د وتليو او غوره کارکوونکو عکسونه ښودل شويدي چه په دغو عکسونو کې يو عکس د چين د تراکتور لومړنې ښځينه چلونکې ليان جيون ده ځکه چه دا د چين د ولسي جمهوريت له جوړيدو وروسته په ټاکل شويو لومړنيو غوره کارکوونکو کې شامله ده . دغه راز ليان جيون په دې وياړي چه د چين په بانکنوټ باندي هم ددې عکس ليدل کيږي .

ليان جيون په نولس سوه ديرشم کال کې د چين په شمال ختيځ د هي لونګ جيانګ ولايت د مين شيوي ولسوالۍ په يوه بي وزلې بزګرې کورنۍ کې زيږيدلې او له بي وزليو او ستونزو سره د مبارزې په بهير کې يي خپل ټينګ هوډ ښودلی دی ، کله چه په نولس سوه اوه څلويښم کال کې د دوی په ولسوالۍ کې د کليوالو ښوونکو د روزلو ښوونځی جوړ شو . اولس کلنې ليان جيون هم په دې ښوونځي کي زده کوله . يوه ورځ په ښوونځي کې د ښځينه اتلې په نامه د پخواني شوروي اتحاد يو فلم وښودل شو او په دې فلم کې د تراکتور د يوې ښځينه چلونکې باشا د ژوند کيسه تشريح شوه چه د جرمني فاشيزم په ضد جګړه کې د باشه ميړه شهيد شو او ماشومان يي هم د جرمني تيري کوونکو لخوا ووژل شول . باشا د سختې کرکې او غم په ګاللو سره د ټانک په چلولو سره له دښمنانو سره جګړې وکړې او د اتلولۍ کارنامې يي ټينګې کړې ...... ددې فلم د ليدو وروسته ليان جيون په خپل يادداشت کې وليکل چه بايد له باشا څخه ښه زده کړه وکړم او له دې وروسته يي په زړه کې د

تراکتور چلولو هيله پيدا شوه . د نولس سوه اته څلويښتم کال د فبرورۍ په مياشت کې دا خبر خپور شو چه په دې ولايت کې د

تراکتور چلونکو د روزنې سيمينار جوړيږی . اتلس کلنه ليان جيون په وياړ په دې سيمينار کې شامله شوه چه هغه مهال ليان جيون له اويا تنو ګډون کوونکو څخه يوازنې نجلۍ وه .څرنګه چه په هغه زمانه کې د چين شمال ختيځ تازه ازاد شوی وو او د پخواني دود دستور سره ښځې عمومأ په کورنيو چارو لګيا وې . نو د سيمينار مشر ورسره په خبرو کې وويل چه د ښځو سپکاوی سم نه دی او نجلۍ له فيزيولوژيکي لحاظه د تراکټور چلولو لپاره مناسبه نه ده او له زياتو ستونزو سره به مخامخ شي . دده د خبرو موخه دا وه چه کيداي شۍ د راتلونکيو مشکلاتو په وړاندي له سيمينار څخه بيرته ښوونځي ته ولاړه شي . خو ليان جيون ټينګ هوډ درلود چه د تراکتور چلونکې به شی .

د دوو مياشتو روزنې وروسته ولايت د ليان جيون ښوونځي ته درې تراکتورونه ورکړل . هغه مهال کليوالو د لومړي ځل لپاره تراکټور وليد او ددوي د حيرانستيا وړ خبره دا وه چه د تراکټور چلونکې يوه نجلۍ وه. له دې نه وروسته ليان جيون هره ورځ د دوولسو ساعتو لپاره کار کاوه او د شپې به په دښته کې په خيمه کې اوسيده . ورپسې د تراکتور د لومړنۍ ښځينه چلونکې په نامه مقاله په ورځپاڼه کې خپره شوه او د ليان جيون نوم هم په ټول هيواد کې واوريدل شو . په نولس سوه نه څلويښتم کال د چين ولسي جمهوريت جوړ شو او ليان جيون په پنځوسم کال د سپتمبر په مياشت کې د غوره کارکوونکې او د ولسي کانګرس د استازې په توګه وټاکله شوه او ورپسې په عالي پوهنځي کي هم شامله شوه .

بانکنوټ د يوه هيواد د ملي کارت په نامه ياديږي . په نولس سوه دوه شپيتم کال کې په چين کې دوهم سيت بانکنوټونه صادر شول چه د يوه يوان په بانکنوټ باندي د

تراکټور چلولو په حال کې د ليان جيون عکس ليدل کېږی .

نن ورځ ليان جيون تقاعد شوې او ساده ژوند کوي ، خو په دې وياړی چه ددې خدمتونه لا هم د ولسمشرانو او هيوادوالو په ياد دي . په نولس سوه څلور نويم کال د ولسي جمهوريت د جوړيدو د پنځه څلويښتمې کاليزي د لمانځنې په مراسمو کې ليان جيون د وخت ولسمشر جيانګ ځه مين د شخصی ميلمه په توګه ګډون وکړ ، په نهه نويم کال کې د هيواد د سلو نامتو کارکوونکو په نامه په ډله کې وټاکله شوه او د دوه زره دريم کال د اګست په دوهمه نيټه صدراعظم ون جيا باو له شمال ختيځ چين څخه د ليدنې په بهير کې له زړو غوره کارکوونکو سره د کتنې په وخت کې له ليان جيون سره د لاس روغبړ وکړ او و يي ويل چه د ماشومتوب په موده کې می ستاسي له کارنامو څخه زده کړې کړيدی .

ژوند صحنې ته ورته دی او هر تن په دې صحنه کې ډول ډول ننداره کوي . ليان جيون وويل چه زه د يوه بي وزلي بزګر په کور کې زيږيدلې يم او زما وده د هيواد د روزنې پايله ده .