<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-08-15 16:14:09    
د اولمپيک د سپورتی لوبو ارزښت

cri

محترم دوستانو ، په اوسنې نړۍ کې د اولمپيک سپورتي لوبې د نړيوالو ګډ جشن دې او د اولمپيزم په لارښوونې د بېلا بېلو سپورتي لوبو سيالۍ په څلورو کلونوکې يو ځل تر سره کوی ، موخه يی د عمومی محتوياتو له لارې د انسانانو د بدن ، روحيی او د ټولنې د اخلاقي پرمختګ پياوړتيا او د بېلا بېلو هېوادونو د خلکو ترمنځ د تګ راتګ او د يو د بل تفاهم په واسطه په ټولې نړۍ کې د اولمپيزم د خپرولو او د سولې د ساتلو لپاره کوښښ کول دی . دغې لوبې د اولمپيزم په مرکز کې ځانګړی فکری سيستم لری او د اولمپيک د سپورتي لوبو له نړيوالی کميټې ، د بېلا بېلو سپورتي سياليو له ځانګړو نړيوالو کميټو او د بېلا بېلو هېوادونو له کميټو څخه عبارت دی .

د ١٨٩٤ کال د جون په درويشتمه نېټه پيري دي کوبيرتين د دوولسو هېوادونو له نهه اويا تنو استازو سره پريکړه وکړه چې د اولمپيک د سپورتی لوبو نړيواله کميټه جوړه کړي او د اولمپيک سپورتی لوبې هم جوړی کړي . په هغه زمانه کې دا نوښت د خلکود خنداوړ وګرځيده. خو د دغې کمېټې له جوړيدو سل کاله وروسته دغه لوبې ګام په ګام په نړۍ کې د خلکو په ګډ جشن بدلې شوي . اوس دوه سوه او دوه هېوادونه او سيمې په دغو لوبو کی ګډون کوی . په ١٩٩٨ کال کې د ژوند په نامه مشهورې مجلې کې د تاريخ پوهانو له خوا په تېرو زرو کلونو کې ټاکل شوی زر ډېرې مشهورې پيښې او کسان خپاره شوی چې پکې د ګوبيرتين نوښت هم

شامل وو .

د اولمپيک سپورتی لوبې د بشری ټولنې ډېر ارزښتناک نوښت دی چې ورڅخه دسپورتی لوبو ډول ډول رول په پوره توګه ښکاری چې نه يوازی په سپورتي ساحه کې ، بلکې په بېلا بېلو نورو ساحو کې يی هم لوبوی ، د دې ترڅنګ د اولمپيک سپورتي لوبو په اوسنيو سياسی ، اقتصادی ، عملی ، کلتوری ، هنری او مطبوعاتی ساحو کې مهم رول هم لوبولی .

د اولمپيک سپورتي لوبې د زمانې پايله ده . له صنعتی انقلاب نه وروسته په نړۍ کی د بېلا بېلو قومونو د خلکو ترمنځ په اقتصادی ، سياسی او کلتوری ساحو کې اړيکې لا ټينګې شوی . نو بېلا بېل هېوادونه داسی لارو چارو ته اړتيا لرې چې پکې خپل منځنی تګ راتګ او راکړه ورکړه پياوړی شی . په هغه وخت کې د اولمپيک سپورتې لوبې رامنځته شوې او د خلکو اړتيا پوره شوه .

د اولمپيک د سپورتي لوبو په منشور کې د اساسی اصولو په برخه کې ليکل شوی چې : د دغو لوبو روحيه دا ده : د سپورتې لوبو له لارې چې پکی هيڅ ډول سپکاوی نه وی د اولمپيک له سپورتې روحيې څخه عبارت دی ځوانانو ته يکې روزنه ورکول کيږی چې د سولې څخه د ډکې نړۍ د جوړولو لپاره کوښښ وکړي .

د اولمپيک سپورتې لوبې د خپلې موخې له امله د نړۍ په سوله ايزو چارو کې په يوه مهمه برخه بدلې شوې او په اوسنۍ نړۍ کې به مهم رول ولوبوی .

د دغو لوبو له لارې د بېلا بېلو هيوادونو د ځوانانو ترمنځ دوستانه اړيکې ټينګيدای شی . مثلاُ د عراق او کويت ترمنځ د جګړې له پای ته رسيدلو وروسته د بارسيلونا د اولمپيک په سپورتې لوبو کې د دغو دواړو هېوادونو لوبغاړو په

ګډه توګه په لوبو کې ګډون وکړ.