<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-08-16 18:09:06    
دري سوه يتيمان او د دوي مور

cri

د چين د منځني برخې د ان حوي ولايت د فو يانګ په ښار کې يو شمير داسي ماشومان چه ميندي او پلرونه يي د ايدز ناروغۍ له امله مړه شو ، د خپل ژوند اتکا له لاسه ورکړ ي او يتيمان شوي دي ٠ خو نيکمرغه خبره دا ده چه يوه ورځ د دوي په بي وزلي ژوند کې يو مور رامنځته شوې ده ٠ دغه ميرمن جيان ينګ نوميږي چه اوه ديرش کلنه ده ٠ هغې څنګه د دغو يتمانو مور ګرځيدلې ده ؟ دغه کيسه بايد له څلورو کالو څخه مخکې راياده شي ٠

څلور کاله مخکې دوه لس کلنه نجلۍ نان نان له دي امله چه مور او پلار يي د ايدز ناروغۍ له امله په وار سره مړه شوي ، مجبورأ په بي وزلي ژوند او کړاونو کې پاتي شوې و ه ، خو تر دي نه لا بد مرغه خبره دا وه چه نجلۍ نان نان هم د مور د ايدز ناروغۍ له امله هم د ايدز ناروغۍ په ميکروب عفني شوي ده ٠ د بي وزلي په دغه وخت کې هغه له ميرمن جيان ينګ سره مخامخ شوه ٠ ميرمن جيان ينګ وويل چه د ٢٠٠٣ کال د مني د يوې ورځې په ماښام په يوه لاره کې ما وليدل چه دغه نجلۍ په ډير غمجنه توګه پر مځکې ناسته وه ٠ په هغه وخت کې زه هم تازه مور وم ، نو زما زړه پري وسوځيد او فکر مي وکړ چه دومره کوچني ماشوم پلار او مور له لاسه ورکړي او خپله هم د ايدز په ناروغۍ عفني شوې ، بايد د نورو مرستې ته زياته اړتيا ولري ٠ په دوهمه ورځ ميرمن جيان ينګ ځيني جامې ، خوراکونه او دري سوه يوانه ور ته ورکړي دي ٠ له دي نه وروسته نان نان روغتون ته وليږله شوه ٠ ميرمن جيان ينګ له دي څخه وروسته د نجلۍ نان نان سره زياتې مرستې کړي چه په دي ترڅ کې يي د علاج زيات لګښتونه هم برابرې کړي دي ٠ اوس د نجلۍ نان نان ناروغۍ تر پخوا نه ډير ښه شوي او د ژوند جرأت يي هم پياوړي شوي دي ٠

د فويانګ په ښار کې لکه د نان نان په شان دغسي يتيمان نور هم شته ٠د ٢٠٠٣ کال په پاي کې ميرمن جيان ينګ د دغو ماشومانو سره د مرستې له پاره په قطعي توګه خپلې هغه سوداګريزې چارې پريښودلي چه د جايدادونو لګښتونه يي څو مليونو ته رسيدلي دي او په همدغه کال کې يي د ايدز ناروغۍ د بي وزلو ماشومانو د مرستو ټولنه جوړه کړې ده ٠ له هغه وخته څخه تر اوسه پوري هغې تل په يوه زړه دغو يتيمانو ته د مرستو ورکولو په خدمتونو بوخته ده ٠ له دغو يتيمانو سره د تماسونو په ترڅ کې ميرمن جيان ينګ دا کشف کړي چه له دغو يتيمانو سره يوازي د ژوند په برخه کې مرستې ورکول کافي نه دي ، له دوي څخه زياتره برخه خبري کول نه غواړي ، ميرمن جيان ينګ له دوي سره د خبرو په ترڅ کې تل وليدل چه د دوي سترګې له اوښکې څخه ډګې وي ٠ ميرمن جينګ ينګ دا احساس لري چه د دغو ماشومانو د زړه فشار ډير دروند دي ٠ بايد د دوي له يوازيتوب نه ډک زړه خلاص کړي ٠ د ٢٠٠٤ کال په دوبي کې ميرمن جيان ينګ بهر ته د سيل له پاره د څه د پاسه ديرش تنو يتيمانو په راوړلو يو فعاليت تر سره کړ ٠ په دي فعاليت کې د يتيمانو په څيرو کې خندا پيدا شوي دي ٠ يتيم هوانګ جن لي وويل سيل ډير ښه دي او په سيل کې مي د مور جيان ينګ زياته مينه تر لاسه کړې ده ٠ پخوا ما خبرې کول نه خوښول ، خو اوس زه غواړم چه له نورو سره لوبي وکړم ٠

تر اوسه پوري څه د پاسه دريو سوو تنو يتيمانو ميرمن جيان ينګ څخه له خوامرستې تر لاسه کړي دي او په دي ترڅ کې د يتيمانو او د ميرمن جيان ينګ ترمنځ ژوره احساسات هم راپيدا او ټينګ شوي دي ٠ يتيمان ټول ميرمن جيان ته ما ما يعني مور وايي او په خپلو وړوکو لاسونو بيلا بيل تحفي جوړي او ور ته ورکړي يي دي ٠ د دوي په زړونو کې ميرمن جيان ينګ خپل سکه مور ګڼل کيږي ٠ ميرمن جيان ينګ خپل سکه زوي لري چه سږکال يوازي څلور کلن دي ٠ هغې وويل چه په فارغ وخت کې زه له خپل زوي سره يو ځاي خبرې او لوبې کولي شم ، خو دغه يتيمان هيڅ خپلوان نه لري ، د دوي په زړونو کې زه د دوي مور يمه ، نو که دوي د ناروغتيا په وخت کې ما ته اړتياو لري ، زه هرومرو دوي ته ورخم او خپل لا زياته مينه دوي ته ور کوم٠

٠ اوس مخ په زياتيدونکي خلک د ميرمن جيان د کارونو له امله ډير متاثر شوي ٠ د بيجينګ اوسيدونکې پيغلې لي چيان وويل چه زه د ميرمن جيان ينګ جرأت ته ډير درناوي کوم ٠ هغې د خپل عمل په واسطه زمونږ د ټولنې يو ښه سرمشق ټينګ کړي دي او مونږ يي په دي پوه کړي يو چه د ټولنې د يو غړي په توګه بايد تر وسي پوري ټولنيز دنده او مسوليت ادا کړو ٠