<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-08-16 18:16:23    
د انسان په بدن کې د سمندر نښې

cri

د تدريجي تکامل د فرضيې له مخې انسان له شادي څخه راغلی دی ، خو شادی له کوم ژوي څخه راغلی ؟ که ځواب يي دا وی چه شادی له کب څخه راغلی ، نو حيران به نشئ ؟ خو په دې هکله څو علمي دليلونه شته دي . کب ځکه په اوبو کې ژوند کولی شی چه په کونجکو يا برانشي تنفس کوی چه دا د کب او نورو سمندري ژويو يوه ځانګړتيا ده . انسان په اوبو کې ژوند نشی کولی ځکه انسان برانشی نه لری او د سږي په وسيله تنفس کوی . که اوبه سږي ته ننوزی ، نو د يو انسان د مرګ لامل کيږی . خو تشريح کوونکي موندلی چه جنين د لومړی ودې په موده کې برانشی لری چه دا يا تصادفی پديده ده يا د انسان او کب ترمنځ د خيښۍ لرغونی اړيکې دي ؟ د تکامل د تيوري له مخې انسان د کب په شان په اوبو کې پيدا شوی او لا پخوا يي کونجکې هم درلودلې . که څه هم د تکامل په بهير کې کونجکه په تدريجي توګه له منځه وړل شوه ، خو د جنين د ودې په لومړنی موده کې د کونجکې نښه پاتې ده . په حقيقت کې د کب په شان د ټولو ژويو د جنين په لومړنی موده کې د خپلو سرونو په شا د ورميږ په کنده کې د کونجکې درزونه موجود دي . توپير يی دا دی چه د کبانو او نورو سمندري ژويو د کونجکو درزونه د تنفس په الو بدل شويدي ، خو د نورو ژويو او انسان د کونجکو درزونه ورو ورو په جنين کې له منځه وړل شويدي .

د انسان لپاره اوبه د لمر له وړانګو څخه مهمې دي ، د انسان په بدن کې يو عجيب سمندر شته . د علمي څيړنې له مخې د اوياوو کيلو ګرامو په وزن د يو تن په وجود کې په سلو کې نژدي اويا برخه له مايعاتو څخه جوړيږی . د درې ورځنې ودې وروسته د جنين په سلو کې اوه نوي برخه مايعات وي . عجيبه خبره خو دا ده چه په سمندري

اوبو او د انسان په وينو کې موجود کيمياوي عناصر ډير سره نژدې دي . مثلا په سمندري اوبو کې کلورين په سلو کې پنځه پنځوس ، سوډيم ديرش ، اوکسيجن پنځه اعشاريه شپږ ، پوتاشيم يو اعشاريه يو ، کلسيم يو اعشاريه دوه او نور عناصر شپږ اعشاريه پنځه برخه نيسي ، د انسان په وينو کې کلورين په سلو کې پنځوس ،سوډيم ديرش ، اکسيجن نه اعشاريه نهه ، پتاسيم يو اعشاريه اته ، کلسيم صفر اعشاريه اته او نور عناصر يي اته اعشاريه دوه برخه نيسي . دا خو په هيڅ ډول کوم تصادف نه دی ، بلکې د انسان په بدن کې د سمندر يوه نښه ده او له دې نښې څخه څرګنديږي چه انسان له يو سمندري ژوي څخه بشپړ شويدي . ټولو ته معلومه ده چه سمندري اوبه مالګينې دي ، خو تصادف دا دی چه د انسان وينه هم د سمندري اوبو په شان مالګينه ده ځکه چه د وينې لس برخه مالګه ده او دغه انډول په سمندري اوبو کې د مالګې له منځني انډول څخه لږ څه ټيټ دی ، خو عالمانو د ځمکې د تاريخ له څيړنې څخه دا وموند چه د لومړيو موجوداتو د پيدايښت په دوره کې په سمندري اوبو کې د مالګې شتوالی د اوس په پرتله ډير لږ و او له وچو څخه سمندرونو ته د اوبو په وسيله د مالګې د بهيدو له امله په سمندري اوبو کې د مالګې شتوالی ورو ورو زيات شو چه ځمکې ته د کبانو د پورته کيدو په وخت کې په سمندري اوبو کې د مالګې ترکيب د انسان په وينو کې د مالګې له ميزان سره برابر وو . دغه تيوری د طب په علم کې پيژندل شويده چه که څوک د ناروغۍ په وخت کې زياتې اوبه يا وينه له لاسه ورکړی ، ډاکتر هرومرو لومړی د پيچکاري له لارې ور ته بيولوژيکی مالګينې اوبه ورکوی .

د انسان په بدن کې د سمندر يوه بله نښه دا ده چه د انسان ژوند له اوبو څخه نه بيليږی . خولې د انسان د تودوخې د برابرولو ، اوښکې د سترګو د پاکولو او لاړې

د معدې ، لنف او مغز شيرې او صفرا ټول د اوبو په ګډون رول لوبوی . په عادي مهال کې د انسان بدن د اوبو د برابرۍ په حال کې پاتی دی ، هر کله چه دغه برابری له منځه لاړه شی ، يوه خطرناکه پايله به رامنځته شی . که اوبه په عادي توګه له وجود څخه و نشی وتلی ، د اوبو د زياتوالي له امله پړسيږی . که په وجود کې د اوبو زيرمه په سلو کې له يو څخه تر دوو پورې يعني له نيم نه تر يو ليتره پورې کمه شی ، د تندې حس به رامنځه کيږی . که له دوو نه تر دوه نيمو ليترو پورې اوبه کمه شی ، په پوستکي کې به ګونځی راښکاره شی او خوله به وچه شی ، خو که په وجود کې په سلو کې پنځلس برخه اوبه يعنی له اوو نه تر اتو ليترو پوري کمې شی ، نو د مرګ لامل کيږی . څرګنده ده چې د انسان په بدن کې د سمندر نښې د بشپړتيا يوه هنداره ده او سمندر د نړۍ د ټولو موجوداتو او انسان مور ده .