<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-08-16 18:29:49    
له نوبل جايزه تر لاسه کوونکو سره د چيني ځوانانو مخامخه کتنه

cri

څو ورځی مخکې د جرمني په جنوب د لينداو په کوچني علاقه دارۍ کې د نوبل جايزی تر لاسه کوونکو ٥٦م فورم تر سره شو . د جرمنی د ښوونی او علمي څيړنی وزيرې په دغه فورم کې دا څرګنده کړه چې په فورم کې ګډون کوونکی ټول ډير زيرک او هوښيار پوهان دی .

نوبل د سږني جايزې درويشت تنه اخيستونکي د دغه فورم په بلنه دې علاقه دار ته تللی . په دغه فورم کې د څه دپاسه پنځوسو هېوادونو او سيمو پنځه سوه تنه تکړه زده کوونکو هم ګډون وکړ چې په کې څلويښت تنه چينی زده کوونکی وو او زياتره يي د ډکترۍ د علمي کچې په تر لاسه کولو لګيا دی چې د هېواد له لس زرو تنو نوم أندانو څخه پړاو په پړاو له سيالو وروسته انتخاب شوی دی .

د چينګ هوا پوهنتون د کيميا څانګې زده کوونکي وی پنګ وويل ډير وياړ يم چې د نوبل جايزی له دومره زياتو اخيستونکو سره مخامخ يم . په دغه ځای کې مونږ نه يوازی له تکړه پوهانو سره د خبرو اترو فرصتونه تر لاسه کړي بلکی د زده کړی رويی او د څيړنی د روحيی په هکله هم له دوی څخه ګټه اخيستلای شو . هغه وويل د نوبل جايزه تر لاسه کول د چين په دننه کې د زيات شمېر څيړونکو موخه ده . د هغه په أند ښايي د نوبل جايزه اخيستونکو په لومړي وخت کې دا فکر نه درلود چه په راتلونکي کې دغه وياړمنه جايزه لاس ته راوړي ، خو د خپلو زياتو کلونو د کوښښونو له برکته يي په پاي کې دغه نړيواله جايزه تر لاسه کړی ده .

د شانګهاي د تون جي پوهنتون زده کوونکي وانګ چيان خبريال ته وويل چې مونږ د پوهنې د تر لاسه کولو په همدې وخت کې په دغه فورم کې د لوړ حيثيت

لرونکو شخصيتونو له تجربو څخه هم ګټه اخيستی شو .

د شانګهای د ترافيک پوهنتون زده کوونکی جو يونګ فونګ داسي وويل زما په خاطره کې د نوبل جايزه تر لاسه کوونکی پرته له دې نه چه د جدي او دقيقې علمي څيړنې خاوندان دي ، ډير مهربان هم دي . هغه وويل دوه کاله مخکې مې له يوی بهرنی سپين ږيري سره ماښامی ډوډی وخوړله او په خوشحالۍ سره مې ورسره غير رسمی خبری وکړې . وروسته معلوم وم چې دغه مهربان او دوستانه سپين ږيری د نوبل جايزه اخيستونکی دی .

د دغه فورم په موده کې چې يوی اونی ته يي دوام درلود ، زده کوونکو نه يوازی له پوهانو سره د پوهنې په هکله بحث وکړ بلکی له دوی سره يي ډوډی خوړلی او د ښکلی منظره لرونکی جهيل په غاړه چکر هم کړی دی .

له ١٩٥١ کال راهيسی هر کال په لس ګونو تنو نوبل جايزه تر لاسه کوونکو د جرمنی د لينداو په علاقه داری کې سره راغونډ شول او د بيلا بيلو هېوادونو له ځوانو زده کوونکو سره د نظريو تبادله وکړه . د دغه فعاليت د مرتبې څانګې په وينا ځوان زده کوونکی د علمي پرمختګ راتلونکی دی او په نړۍ کې تر ټولو ارزښتناکه شيمنی هم ده . د لينداو په علاقه داری کې د نوبل جايزه د تر لاسه کوونکو فورم د ځوانو زده کوونکو او کارپوهانو تر منځ د تګ را تګ د پل رول لوبوي او د زده کوونکو لپاره د د علمي څيړنی او د زده کړی د رويی په برخه کې د تجربو تر لاسه کولو ډګر هم دی .

د سيانس په برخه کې د نوبل جايزه پنځو تنو اخيستونکو خپله هيله په ځوانانو زده کوونوپورې تړلې او څو تنه چينی زده کوونکی يي دې ته هڅه کړې چې په پراخی نړيوالی همکارۍ کې ګډون وکړي . دوی وويل د علمي څيړنی په هکله له نړيوالو پرمختللو ډلو او دفترونو سره همکارۍ د نظريی د پراخوالی او د چين په دننه کې د علمي څيړنی د پرمختګ لپاره ګټوره ده .