د سين هوااژانس د خبر له مخې : د افغانستان حکومتی پوځ او په دغه هېواد کې د امريکا په مشرۍ ائتلافی پوځ د اګيست په ١٦مه نېټه په ختيځ ولايت خوست ولايت کې د القاعدی ډلی اته تنه شکمن کسان نيولي دي .
د خوست په ولايت کې د القاعدی او د حکومت پر ضد نورې وسله والی ډلی ډيرې زياتې دی . يوه ورځ مخکې د افغانستان حکومتی پوځ او ائتلافی پوځ په دغه ولايت کې ورته پوځی عمليات تر سره کړل او د القاعدی ډلی يو تن شکمن کس يې وژلی او ديارلس تنه نور يې نيولي دي .