<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-08-17 17:38:23    
د چنګ دو په ښار کې چای خانې

cri

د چين د سی چوان ولايت د مرکز چنګ دو ښاريان د چای له څښلو سره مينه لری ، نو په دغه ښار کې د چای خانو شمېر د نورو ښارونو په پرتله ډير زيات دی . د دې ښار په هر بازار ، بڼ يا د واټ په غاړه او حتی په ګوښه ځاي او يا پوهنتون کې لنډه دا چې په هر ځاي کې چای خانې تر سترګو کيږي چې په هره چای خانه کې زيات شمېر مشتريان هم ليدل کيږي .

د چينګ دو ښاريان په چای خانو کې غير رسمی خبری خوښوی . په دغو ځايونو کې سوداګران د سوداګريزو چارو په هکله خبری اتری کوي ، زاړه کسان ساعت تيروي ، ملګري د پخوا زمانې يادونه کوي او مينان يو بل ته رسيږي . ښاغلی جاو شنګ شنګ چې تل چای خانی ته ځي ، خبريال ته وويل چای څښل نه يوازی تنده له منځه وړي بلکی د روحيی د لوړوالي لپاره هم ګټور دی . هغه وويل ____اواز___

زه په فارغ وخت کې په چای خانی کې له چای څښلو سره ډيره مينه لرم او په کې د معلوماتو د لاس ته راوړلو سربيره د چای د چمتو کولو د هنر ننداره هم ګورم ، له کارکوونکو سره د سوداګريزو چارو په هکله او له ملګرو سره د ژوند په هکله خبری کوم .

د چينګ دو ښار په چای خانو کې د چاي څښلو فضا او چاپيريال د هيواد د نورو ځايونو په پرتله ډير توپيرونه لری . د چنګ دو په چای خانو کې څوکۍ له باکنسي څخه جوړې شوي چې پر دواړو خواوو کې لاستي لری ، نو په داسي ارامه څوکۍ کې که حتی د يوې ورځی لپاره کينی ، نو ستړی به نه شي .

که بهرنی سيلانيان غواړی چې زړې چای خانې وګوري ، د دو جيانګ يان نومې د اوبو بند جنوبی پل ته نژدی چاي خانې ډيرې مناسبې دي ځکه چې هلته د چاي څښلو پر مهال ښکلي طبيعي منظرې ، د سيند څپاندې اوبه او جګې جګې ونې ليدلی شي . په دغه ځای کې د يوی کوچنی چای خانی خاوند ښاغلی وو چينګ وويل زما د چای خانی ځانګړتيا دا ده چې مشتريان داسی احساس لری چې لکه په خپل کور کې ناست وي او چاي څښي . هغه وويل ____اواز_____

د چين د ټولو ځايونو نامتو چای زما په چای خانه کې شته . زما چای خانه مشرتيانو ته د أرامتيا احساس رسوي .

د چنګ دو په چای خانو کې کارکوونکی د چای د پوهانو په توګه بلل کيږي ، څرنګه چې دوی تل په چای خانو کې ژوند او کار کوي او د بيلا بيلو ټولنو له کسانو سره د نژديو اړيکيو په درلودلو سره ډير معلومات لری ، نو دوي د چاي د پوهانو په نامه ياديږي . برسيره پر دې دوي په دې کې هم ډير تکړه او عجيب توان لری چې پيالې له هغه چايناکې څخه چاي اچوي چه چوښتۍ يي يو ميتر اوږد دی .

د چنګ دو ښار له زياتو چای خانو څخه د وين شيوان ګه په نامه چای خانه يو ځانګړتيا لرونکی ځای دی . د دغې دوه پوړيزې چای خانې په لومړی پوړ کې پراته ميزونه او څوکۍ لرغوني بڼه لری ، خو په دوهم پوړ کې لرګين ميزونه او څوکۍ بالکل اروپايي بڼه لری ، پر ديوالونو باندی لوي لوي غوړين تصويرونه ځوړند دي او ځمکه يي په أبي رنګه غالينو فرش شوی ده . نو په دغه چای خانه کې نه يوازی

سيمه ايز بلکی زيات شمېر بهرنی مشتريان چاي څښي . له سويس څخه راغلې

سيلانې پيغلې کلانديا پيرلی وويل ___اواز____

دا زما لومړی ځل دی چې په دغه چای خانه کې چای څښم . له دې مخکې ځينو نورو چای خانو ته تللی وم ، خو په دغه چای خانه کې له ايښودل شويو سامانو سره ډيره مينه لرم ، بر سيره پر دې په دغه چای خانه کې چاپيريال هم ډير ښه دی .

په چن دو ښار کې نه يوازي د چاي خانو شمير د هيواد له نورو ښارونو څخه زيات دی ، بلکې مشتريان يې هم د هيواد د بيلا بيلو ځايونو د ډول ډول چاي مزې اخيستی شي . د بيلګې په توګه د واورو اوريدو نومي چاي د مشتريانو خوښ دي . که دغه چاي په جوش شويو اوبو کې واچول شي ، د اوبو په سطح د ياسمين سپين ګلونه پورته کيږي او شين چاي د پيالې په تل کې پاتي کيږي