<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-08-18 19:02:56    
د ځوانو سندر غاړو ١٢ پړاو مسابقه د چينی نندارچيانو خوښه شوه

cri

د ځوانو سندرغاړو د دولسم پړاو مسابقه چې د چين د مرکزی تلويزيونی سټيشن له خوا جوړه شوی وه او څه دپاسه څلويښت ورځې يي دوام درلود، په وروستيو ورځو کې پای ته ورسېده. دغې مسابقې اوږده موده دوام درلود او يوه لويه اغېزمنه مسابقه وه چې ډېرو نندارچيانو د دغې مسابقې په اړه خپلي خوښي څرګندي کړي. د هنر او کلتور په نننی پروګرام کې به تاسو ته د دغې مسابقې په اړه څه معلومات درکړم.

د ځوانو سندرغاړو لومړنی مسابقه په ١٩٨٤ کال کې د چين د مرکزی تلويزيونی سټيشن له خوا جوړ شوه. په هر دوو کلونو کې يې يو ځل تر سره کېږي او سږ کال د دغې مسابقې دولسم پړاو وو. د دغې مسابقې د پيل کيدو راهيسی د ماو أر مين،پونګ لي يوان او سونګ ځو يانګ په ګډون ډېرې سندرغاړې مشهورې شوي دی.

له بېلا بېلو سيمو څخه سلو تنو سندغاړو د دغه پړاو په مسابقې کې ګډون وکړ. د دوی زياتره برخه د چين له هنري پوهنځيو او ډلو څخه او لږه برخه يي د ملی لږکيو له سيمو څخه راغلی وه. د لوېديځې بڼې سره سم د سندره ويلو په مسابقه کې ښاغلی شيو هاو ين اتلولي تر لاسه کړه. ده خبريال ته وويل

زما په أند د سندره ويلو په برخه کې د تجربو راغونډېدل او هڅه کول تر ټولو مهم دی او مونږ بايد په مسابقه کې ښه رويه وساتو.

په دغه مسابقه کې د ملی لږکيو سندرو ته ډيره پاملرنه شوې. داسی سندرغاړي د

ملی لږکيو له ليريو سيمو څخه راغلی او د دوی سندری زياتې سيمه ايزې او قوی ځانګړتياوې لري چې مطالب يې د خلکو د ژوند،کارونو،مينې او دودونو په ګډون له بېلا بېلو ساحو څخه عبارت دی.

د چين د موسيقي په اړه يو مشهور کارپوه تيان چينګ خبريال ته وويل

سږ کال د ملی لږکيو د سندرو په اړه د مسابقې له تر سره کېدو څخه څرګنده شوی چې غيرمادي کلتوری ميراثونه د بيلا بيلو ټولنې او خلکو لخوا د توجه او پاملرنې وړ ګرزيدلي دي ځکه چې د ملی لږکيو سندری د ولسی سندرو ريښې دی او هر ملت او هره سيمه خپله دوديزه او ځانګړې موسيقی لری.

په دغه مسابقه کې د څوکسيزو ډلو خوندورو سندرو نندارچيانو ته نوی احساسونه رسولي دي . د چين په جنوب لوېديځ له يون نان ولايت څخه د شيان ګه لي لا په نامه يوې څلور کسيزې ډلې د خپلې غوره سندرې له لارې د يون نان بېلا بېل کلتورونه او د دغې سيمې د خلکو هڅې،زړورتوب او سپيڅليتوب د هېواد د نندارچيانو مخی ته وړاندی کړل چې ډېری ستاينې او دوهم مقام يې هم وګاټه.

اوس د شيان ګه لي لا په نامه يوه سندره چې د دغې ډلې له خوا ويل شوی،تاسو ته وړاندی کوم.

د ځينو خلکو په نظر د دغې مسابقې يو بل ځانګړيتوب د سندرغاړو د ښوونې او موسيقي په اړه ازموينې او د کارپوهانو د ارزښت ټاکل دی. د ازموينې حکم ښاغلی يو جيو يو يو مشهور کارپوه دی چې بېلا بېلو پوښتنو ته د ده ځوابونه د سندرغاړو

او نندارچيانو لپاره ګټور دی. د دغې مسابقې يوه نندارچي فان مينګ وويل

زما د ځوانو سندر غاړو د مسابقې ډير خوښيږي چې دغه مسابقه هر کال د تيرشوي کال په پرتله ښه وی.زما نه يوازی د عاميانه او ولسي موسيقي بلکې د کلتور او موسيقي په هکله د أزموينې هم ډېرې خوښيږي. د مسابقې له کتلو وروسته اړتيا لرم چې ډېر کتابونه ولولم.

د روان کال په مسابقه کې له نندارچيانو سره د مرکو په هکله يو شمېر پروګرامونه زيات شوی دی. د بيلګی په توګه د هېواد په بېلا بېلو سيمو کې نندارچيان کولی شي چې د ګرځنده تليفون او انترنت له لارې سندرغاړو ته رايی ورکړي.د چين له ګوی جو ولايت څخه د مچخ په نامه د دونګ قوم يوې ښځينه ډلې تر ټولو زياتی رايی لاسه ته راوړی دی. د دوی سندری د ژوند له تازګۍ څخه ډکې او سينګار ئی هم دخپل قوم ځانګړيتوب لري.

د مسابقې له پايه وروسته ځينو نندارچيانو يو شمېر ګټور وړانديزونه وکړل او هيله يي درلوده چه د راتلونکی پړاو په مسابقه کې سندرغاړي هغې سندری ووايي چه ژر به په ټول هيواد کې مروج شي .